د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف یو مشر وايي، د افغانستان د روغتیايي سکټور د زوال د مخنیوي لپاره باید جدي اقدام وشي. د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف سیمه ییز مشر جورج لاریا ادجی (George Laryea Adjei) چې په کابل کې یې په اندراګاندي روغتون کې د ناروغو میندو او ماشومانو حالت له نږدې کتلی، پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "زه ټول شریکان رابولم، څو لاسونه سره ورکړي او دا یقیني کړي چې په ګډه په افغانستان کې د روغتیايي سکټور د زوال مخه نیسي. دا درنه بیه ده چې ښايي له کبله... Читать дальше...
د امریکا متحدو ایالاتونو، په کندز ولایت کې پر یوه جومات د جمعې ورځې د ځانمرګي برید د عاملانو د مجازاتو غوښتنه وکړه. د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد پرون په خپل ټویټر کې د دې حملې د غندلو تر څنګ ویلي: "د امریکا متحد ایالاتونه د دې برید د عاملانو د پلټنې او عدالت ته د راوستلو غوښتنه کوي." ښاغلي خلیلزاد لیکلي چې ټول افغانان په سوله کې د ژوند او عبادت کولو حق لري. په کندز کې د انتحاري حملې د قربانیانو د ډله ییزې ښخونې مراسم پرون شنبه ترسره شول. د کندز ښار د خان... Читать дальше...
یونیسف وايي، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم پرمختګ باید په اوبو لاهو نه شي. د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، تر ۲۰۰۱میلادي کال مخکې یوه نجلۍ هم ښوونځي ته نه تلله، خو اوس د دوی شمېر ۴ میلیونو ته رسېږي. یونیسف ویلي، افغان نجونو په دې برخه کې اوږد مزل کړی او د باکیفیته تعلیم لپاره د دوی حقونه باید خوندي وي. یونیسف په خپل ټویټ کې زیاته کړې، موږ نه شو کولی چې د دوی دا پرمختګ په اوبو لاهو کړو. طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم... Читать дальше...
راپورونه وايي، په هرات ولایت کې د ښځو د زندان مدیره، عالیه عزیزي د تلې له لسمې نېټې راهیسې ورکه ده. د هغې ورور، بشیر عارفي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل، خور یې له ۱۴ کلونو راهیسې د پولیسو په بېلابېلو څانګو کې کار کړی. عارفي وايي، خور یې د طالبانو تر واکنمېدو وروسته د دې ډلې په غوښتنه خپلې دندې ته حاضره شوه: "د هرات محلي ادارې یعنې طالبانو له هغې غوښتنه وکړه چې همکاري ورسره وکړي او خپلې دندې ته حاضره شي. هغه خپلې دندې ته لاړه، خو د شنبې له ورځې یعنې د اکتوبر میاشتې د دویمې نېټې له دوولسو بجو... Читать дальше...
د ګرجستان په ساحلي ښار باتومي کې د یوې ودانۍ له یوې نړېدلې برخې د اتو کسانو مړي ایستل شوي چې ۳ تنه یې ماشومان دي. د ژغورنې عمله نه پوهېږي چې د جمعې په ورځ د دې اووه پوړیزې ودانۍ د یوې برخې د نړېدو پر مهال په ودانۍ کې څو کسان وو؟ په دې ودانۍ کې چې ټولټال ۱۲ اپارتمانونه وو، د قربانیانو د پلټنې عملیات اوس هم روان دي. د پولیسو په باور امکان شته چې د ودانۍ یوه برخه د لومړي منزل په یوه اپارتمان کې د بیارغونې د کار له کبله نړېدلې وي. د دې اپارتمان خاوند او دوه کارګر له اصولو د جدي سرغړونې په تور نیول شوي دي. Читать дальше...
روسي چارواکي وايي، د منع شوېو الکولو د څښلو له کبله د مړو شمېر ۲۹ ته لوړ شوی دی. تر دې مخکې دغه شمېر ۲۶ ښوول شوی و. په جنوبي سیمه اورنبرګ کې د دې پېښې په تړاو نور کسان هم نیول شوي دي. په سیمه کې یوه دولتي چارواکي اورینډې خبري شبکې ته وویل، ۲۸ نور کسان بستر شوي چې ۱۳ تنه یې په خراب روغتیايي وضعیت کې دي. په اورنبرګ کې پولیس په پلورنځیو کې د ممنوع الکولو د موندلو لپاره په پراخه تالاشي بوخت دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (UNHCR) وايي، په افغانستان کې اقتصادي بحران ژور دی چې د میلیونونو کسانو ژوند یې اغېزمن کړی دی. په اسلام اباد کې د دې ادارې ویاند، بابر بلوچ پرون شنبه رویټرز خبري اژانس ته وویل، افغانستان له وړاندې د وچکالۍ او څو لسیزو جګړو له کبله له بې وزلۍ سره مخامخ دی چې د اګسټ پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د ولکې تر ټینګولو وروسته یې اقتصاد د سقوط له خطر سره مخامخ دی. ښاغلی بلوچ زیاتوي: "په افغانستان کې بشري بحران لا هم ډېر ناوړه دی. افغانستان چې شاا... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت او د امریکا د متحدو ایالاتونو استازي به نن یکشنبه هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي. دواړو لوریو ویلي چې د دوی خبرې به د نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د افراطي ډلو پر وړاندې پر مبارزه او له افغانستانه د بهرنیو اتباعو پر وتلو راټولې وي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي چې په دغو خبرو کې د طالبانو استازیتوب کوي ویلي، دوی به له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام او د افغانستان د کنګل شوېو شتمنیو د خلاصون پر لارو چارو هم خبرې وکړي. Читать дальше...
د کندز په ښار کې پر یو جومات د برید لسګونه قربانیان د شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شوه. طالب چارواکو دې پېښه کې د مړو شویو شمېر ۴۶ تنه ښودلی دی. تر ۱۴۰ زیات نور په دې برید کې ټپیان شوې دي. پر شیعه لمونځ کونکې ددې هدفي برید پړه د داعش وسلوالې ډلې منلې؟ د ځینو قربانیانو خپلوان وايي، تر اوسه یې د هغوی جسدونه نه دي موندلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي چې له امریکايي چارواکو سره یې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو او د دوحې د موافقې د عملي کولو په اړه خبرې کړي. د افغانستان او امریکا پلاوو نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې. د الجزیرې ټلوېزیون د راپور له مخې ښاغلي متقي همدا راز پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان پر شتمنیو لګېدلی بندیز لېرې کړي. د امریکا حکومت په اګسټ میاشت کې اعلان وکړ چې د نژدې نهه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان بانک زېرمې یې کنګل کړي دي. ... Читать дальше...
په کندز کې د انتحاري حملې د قربانیانو د ډله ییزې ښخونې مراسم نن ترسره شول. د کندز ښار د خان اباد بندر د سیداباد ګذر د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال پروني ځان وژونکي برید له پنځوسو زیات کسان ووژل او له ۱۴۰ زیات نور یې ټپیان کړل. د دې حملې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې منلی دی. همدې ډلې په کابل د عیدګاه جومات مخې ته د یکشنبې ورځې برید مسوولیت هم منلی و. په دې پېښه کې هم ګڼ کسان مړه او ټپیان شوي وو.
د طالبانو د حکومت ویاند د هغو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې د دوی په وینا په کابل کې یې هندوان ځورولي وو. ذبیح الله مجاهد پر ټویټر په یو لنډ بیان کې ویلي، هغه کسان چې په کابل کې د اهل هنود اقلیت د ازار او اذیت سبب شوي وو، ټول د کابل د امنیه قوماندانۍ له لوري ونیول شول او عدلي او قضايي مراجعو ته معرفي شول. ښاغلي مجاهد په دې اړه چې دا کسان څوک دي او د کومې پېښې په تړاو نیول شوي په مشخص ډول څه نه دي ویلي، خو د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر کسان د... Читать дальше...
روسي چارواکي وايي، په دې هېواد کې د ممنوع الکولو د څښلو له کبله د مړو کسانو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی. انټرفکس خبري اژانس نن شنبه د سیمه ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړ چې ۲۸ نور کسان هم په روغتونونو کې بستر شوي دي. په همدې حال کې څارنوالانو د روسیې په جنوبي سیمه ارینبورګ کې د قضیې په تړاو یوشمېر نور کسان هم نیولي دي. سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د اکتوبر په اوومه نېټه د ممنوع الکولو د کارولو له کبله د مړینو د خبر له خپرېدو راهیسې لږ تر لږه ۶ کسان نیول شوي. په روسیه کې ډېر کله د ممنوع... Читать дальше...
د ایران لومړنی منتخب ولسمشر ابوحسن بني صدر نن د ۸۸ کلونو په عمر په پاریس کې په حق ورسېد. د بني صدر کورنۍ په یوه بیان کې ویلي چې نوموړي له اوږدې ناروغۍ وروسته نن د اکتوبر په نهمه د پاریس په یوه روغتون کې ساه ورکړه. په بیان کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي. بني صدر په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب په پایله کې د سلطنت له پرځېدو وروسته د ایران منتخب ولسمشر شو، خو وروسته له دې چې له ایرانه ووت، د اسلامي نظام له سرسختو منتقدانو څه وو. نوموړی هغه مهال چې ۵۲ تنه امریکايي وګړي د ۴۴۴ ورځو لپاره... Читать дальше...
په سروې خپرونه کې مو له مردانه مهرالنسا اکبر مېلمنه ده. نوموړې استاده ده او نن سبا په مردان کې د یو سکول مشره ده. هغه د برټش سکول مردان د څلورو څانګو مشري کوي او د پرنسپلانو او تنظیموونکو، استادانو لپاره پالیسي جوړوي. له هغې سره ملیحه امیرزاده خبرې کړي دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
طالبان دوحې ته د خپل پلاوي سفر مهم او له نړۍ سره د نوېو اړیکو د پیل په برخه کې اغېزمن بولي. تمه ده د طالبان د قطري چارواکو سربېره، له امریکايي پلاوي سره هم وګوري. دا واک ته له رسېدو وروسته، د امریکا او طالبانو ترمنځ په لومړي ځل رسمي لیدنه ده چې په یو شمېر مهمو موضوعاتو به په کې بحث وشي. په پلاوي کې دا کسان شامل دي: د طالبانو په مشرۍ حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي . د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخوا. د استخباراتو سرپرست رئیس ملا عبدالحق وثیق. د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نور جلال. Читать дальше...
د ۳ په نوم د ورزشي خپرونو ټلوېزیونې شبکې له لس کلن فعالت وروسته نن خپلې خپرونې بندې کړې. د دغه ټلوېزیون د خپرونو مشر مصطفی هاشمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ځینو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله دوی خپلې خپرونې بندې کړې: "د ځینو محدودیتونو او رامنځته شوېو ستونزو له امله د ۳ ورزشي ټلوېزیون مشرانو پرېکړه کړې چې سر له نننه د دغې رسنۍ نشرات بند کړي، اقتصادي ستونزې یې یو کوچنی لامل ګنلی شو، د دې تر څنګ امنیتي ګواښونه او په هېواد کې د ورزشي فعالیتونو کم رنګوالی هم نورې ستونزې دي." ... Читать дальше...
د افغانستان په بدخشان ولایت کې له تاجکستان سره پر پوله په زرګونه افغانان تاجکستان ته اوښتل غواړي، خو د دوی په خبره طالبان له دغه ځایه د وتلو دړکې ورکوي. په دغو کسانو کې چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وایي د خوراک له کمي سره مخامخ دي. نور تفصیل د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې په ویډیویي راپور کې وګورئ چې له فرخنده اسد پښتو کړی دی.
د پاکستان ملکي هوايي ادارې چارواکي وايي، د اکتوبر پر اتمه او نهمه یې سعودي عرب ته د تلونکیو هغو ۳۹ کسانو مخنیوی کړی چې په جعلي واکسین سندونو یې د سفر هڅه کوله. د یادې ادارې ویاند سعد بن ایوب د اکتوبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل: "د اکتوبر په اتمه ۲۶ مساپر په ایر بلیو الوتکه کې له اسلام اباده سعودي ته روان وو او ۱۳ مساپر له کراچۍ سعودي ته تلل، موږ دوی ایسار کړل، ځکه چې د واکسینو سندونه یې جعلي وو. هېڅوک نه شي کولی چې په جعلي سندونو بهر ته لاړ شي. موږ د ملک په ټولو هوايي ډګرونو انتظامات کړي دي." ... Читать дальше...
په تاندې هیلې پروګرام کې په پښتنه ټولنه کې د ښځو د ټولنیز او له کورني ژوند سره د تړلو هغو دودونو او رواجونو په اړه غږېږو چې اوس په ختمېدو دي. پښتنې ښځې وایي، پخوا به نجونې ګودر ته یو ځای تللې او دا شان ښځې به هم پټو ته ډلې ډلې تلې او د یو بل کره د تناره پر غاړه به هم رایو ځای کېدای خو اوس دغه دودونه په ختمېدو دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
د چمن او سپین بولدک ترمنځ لارې تړل کېدو په سلګونه هغه افغان وګړي په چمن کې ایسار کړي چې په علاج او نورو کارونو پسې پاکستان ته تللي وو. په دوی کې ځینو یې د اکتوبر پر اتمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د ماشومانو او مېرمنو په ګډون یو شمېر ناروغان هم دې ته په تمه دي چې لاره به کله خلاصېږي؟ د فراه ولایت اوسېدونکی عبدالباقي وايي، د پښې په عملیاتو پسې کراچۍ ته تللی و خو چې راستون شو نو د چمن لاره تړلې وه. ده وویل: "پوله تړلې ده، ډېر په تکلیف یم، له شپې مې پښې درد کاوئ نو کسانو کلینیک ته یوړم، موږ له... Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې پخوانی ټېسټ کرکټر اندریو فلاور په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي په دنده ګومارلی دی. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن شنبه (د تلې په ۱۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې فلاور تجربه کار کرکټر دی. هوتک وویل: "اندریو فلاور د زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر چې د روزنې په برخه کې ډېره تجربه لري او د خپل وخت ډېر ښه کرکټر پاتې شوی په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د سلاکار روزونکي په توګه وټاکل شو." فلاور د زمبابوې... Читать дальше...
انګېلامېرکل چې د جرمني صدراعظمې په توګه یې دنده پای ته رسېدلې ده، نن اسرائیل ته ځي. مېرمن مېرکل به د دې سفر پر مهال د اسرائیل له ولسمشر اسحق هیرځوګ او صدراعظم نفتالي بینېت سره وګوري. اسرائیل ته د مېرمن مېرکل سفر لومړی په اګسټ میاشت کې پلان شوی و، خو د افغانستان د جریاناتو له کبله دا سفر لغوه شو. ټاکل شوې د سېپټمبر میاشتې په انتخاباتو کې د جرمني انتخابي حکومت ډېر ژر د چارو واګي ترلاسه کړي او د انګېلامېرکل د کار اوږده موده پای ته ورسېږي. د خدای په امانۍ د سفرونو په لړ کې مېرمن مېرکل د تېرې... Читать дальше...
د طالبانو جګپوړي چارواکي او د امریکا استازي نن د نړیوالو تروریستي ډلو د فعالیتونو د مخنیوي او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او هغو افغانانو د وتلو په اړه خبرې کوي چې غواړي له دې هېواده ووځي. دا خبره دواړو لورو تائید کړې او ویلي یې دي چې نننۍ خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې کېږي. د طالبانو ویاند سهیل شاهین اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، په دې خبرو کې به همدا راز د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د سولې د تړون بیا کتنه هم وشي. متحد ایالاتونو هم دا خبرې تائید کړي دي. یوه امریکايي... Читать дальше...
شرمېن د اکتوبر پر اتمه په اسلام اباد کې تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې "د مخکې تګ" او دا چې طالبان څنګه ښکیل وساتل شي، په دې لړ کې یې له پاکستانيو چارواکو سره"ژورې او نېغې" خبرې کړي.