د اکتوبر پر دویمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د تحريک انصاف غړی چودري فروخ الطاف چې د قامي اسمبلۍ د دفاع قايمه کمېټې غړی هم دی له وسله والو ډلو سره د خبرو په اړه يې له ډېرو جزياتو ورکولو ډډه وکړه خو زياته يې کړه چې لا هم حکومت په دې لړ کې حتمي پرېکړه نه ده کړې.