د اوکراین د جمهوري ریاست یو پخوانی چارواکی یوه بهرني هېواد ته د پټو اطلاعاتو د ورکولو په تور په خیانت تورن شوی دی.
د اوکراین د ملي امنیت دولتي ادارې پرون وویل، د جاسوسانو پرضد د تحقیقاتو په ترڅ کې معلومه شوه چې دا چارواکی د یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې له لوري جذب شوی و.
د ملي امنیت اداره زیاتوي چې دې کس به د جګ پوړیو چارواکو په اړه محرمانه اطلاعات بهرنۍ استخباراتي څانګې ته ورکول.
د ملي امنیت په بیان کې نه د دې کس او نه هم د دې بهرني هېواد نوم اخیستل شوی خو ویل شوې دي چې ده په جمهوري ریاست کې او د ملي امنیت او دفاعي شورا په ادارو کې کار کړی دی.
دا کس که اقرار وکړي تر پنځلس کلونو پورې په حبس محکومیدلی شي.