طالبانو د دوو سړیو مړي چې د غلا په تور وژل شوي وو، نن له غرمې وروسته د هرات د اوبه ولسوالۍ په بازار کې ځړولي دي.
په هرات کې د طالبانو د والي مرستیال مولوي شېر احمد عمار ازادي راډیو ته وویل چې دغه دوه کسان په اوبه ولسوالۍ کې یوه کور ته د غلا په نیت ورغلي وو او د کور د مالک لهخوا وژل شوي.
هغه زیاته کړه چې د دغو تورنو کسانو جسدونه نورو ته د عبرت په خاطر ځړول شوي.
خو په خواله رسنیو په عکسونو کې ښکاري چې د درېیو تنو مړي ځړول شوي.
تېره اوونۍ هم طالبانو په هرات ښار کې د سړي تښتونې په تور د څلورو وژل شویو کسانو جسدونه ځړولي وو.