د اسلامي دولت ډلې یا داعش د کابل د عیدګاه جومات مخې ته یکشنبې ورځې د بمي چاودنې مسوولیت ومانه.
تر هغې حملې څو ساعته وروسته طالبانو د کابل په خیرخانه کې د داعش ډلې د پټو غړیو پر یوه مرکز د عملیاتو او د هغه د ویجاړولو خبر ورکړ.
داعش ډلې په خپل تبلیغاتي ویبسایټ اعماق کې ویلي، د عیدګاه جومات مخې ته حمله چې پنځه کسان یې په نتیجه کې ووژل شول، داسلامي دولت ډلې د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا شوې ده.
د طالبانو یوه ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، ذبیح الله مجاهد تر حملې وروسته ازادي راډیو ته ویلي و چې دا په داعش پورې د تړلو کړیو کار دی.
دا پېښه داسې وخت وشوه چې په جومات کې د ذبیح الله مجاهد د مور فاتحه روانه وه.