امریکا وايي پر طالبانو به خپلو فشارونه ته دوام ورکړي.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس دوشنبه ناوخته یوې خبري غونډې ته ویلي، تر کومه چې طالبان هغو افغانانو لپاره چې غواړي له افغانستانه ووځي، د وتلو زمینه برابره نه کړي دوی به په برې خپلو فشارونه ته دوام ورکړي.
ښاغلي پرایس ویلي. دوی د نړۍ له نورو هېوادونو سره په ګډه کار کوي چې په طالبانو په دې شرط فشارونه دوام ولري، تر کومه چې خپلې ژمنې یې نه وي عملي کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې له دې سره هم مهاله د دې هېواد د پخواني جمهور رییس ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس له فاکس نیوز سره په مرکه کې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي انتقاد کړی دی.
خو له دې نیوکې وړانډې د امریکا جمهور رییس جو بایډن په ځلونو ویلي چې امریکا په افغانستان کې لس کاله وړاندې خپل هدف ته رسیدلې وه.
هغه څه چې بایډن ورته د هدف نوم ورکوي د اسامه بین لاندن وژل کېدل و.
پر طالبانو د فشارونه غوښتنه فرانسې هم کړې ده.
د فرانسې ولسمشر وایي، طالبانو ته باید واضح پیغام ورکړل شي چې نړیوال په افغانستان کې د دوی په مشرۍ د حکومت په رسمیت پیژندل لپاره شرطونه لري.
ایمانویل مکرون د ښځو د حقونو په ګډون یو لړ نور مسایل د شرطونه په توګه یاد کړي، چې طالبان یې باید درناوی وکړي.
له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي او سرپرسته کابینه یې اعلان کړې، هېڅ یوه هېواد تر اوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې مکرون دغه څرګندونې د فرانس-انټر راډیو سره په یوه مرکه کې کړي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د امریکايي چارواکو د تازه څرګندونو په اړه په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت نظر هم واخلي، خو دوی د دې راپور تر خپرېدو څه ونه ویل.
خو طالبانو له دې وړاندې په ټینګار سره ویلي چې امریکا سره یې د دوحې ژمنې عملي کړي او له نړیوالو یې هم غوښتي چې پر دوی له فشارونو لاس واخلي.