د بشري حقونو د څار سازمان وايي په افغانستان کې پر شیعهګانو د داعش ډلې د خراسان څانګې حملې د بشريت پر ضد له جنایتونو سره انډول دي.
هیومن رایټس واچ په یوه بیان کې چې نن دوشنبه (د لړم په ۳مه) خپور شو ویلي چې دې ډلې په پرلهپسې ډول داسې خونړۍ حملې کړې دي چې هدفیې د وېرې خورول او په خاص ډول د افغانستان هزاره قوم ته انتهايي زیان اړول دي.
په بیان کې راغلي دي چې پر هزاره قوم د داعش ډلې پرلهپسې حملې د بشریت پر ضد له جنایتونو سره انډول دي او د دې حملو عاملان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په تېره تلې میاشت کې په کندز او کندهار ولایتونو کې په خونړیو حملو کې چې د دواړو مسؤلیت د داعش ډلې خراسان څانګې ومانه نږدې ۱۵۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.