په پام کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د طالبانو له استازو سره په قطر کې وګوري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بین په یو خبري غونډه کې وویل، په دې کتنو کې به چې نن او سبا سې شنبه په دوحه کې پلان شوې دي د دواړو لورو د ګډو اندېښنو په اړه بحثونه وشي.
د ښاغلي وانګ په وینا د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې یو اساسي بدلون راغلی او خلکو تاریخي فرصت ترلاسه کړی چې د خپل هېواد د برخلیک په اړه په ازادۍ سره پرېکړه وکړي، خو هغه زیاته کړه چې افغانستان اوس له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی او د بهرنیانو مرستې ته بېړنۍ اړتیا لري.
چین او د نړۍ هېڅ هېواد د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی، خو چین له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا په مقصد په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی دی.