د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د سوډان د صدراعظم او ټولو هغو چارواکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې چې پوځ قدرت قبضه کړ.
ښاغلي ګوترش پر ټویټر لیکلي دي چې دی پوځي کودتا غندي او د صدراعظم عبدالله حمدوک او ټولو چارواکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي.
د سوډان پوځي واکمنو نن د هغه اقدام په ترڅ کې چې فعالانو پوځي کودتا بللې د ملکي حکومت د مشرانو له نیولو وروسته نوی حکومت جوړ کړ.
د کودتا مشر جنرال عبدالفتاح برهان په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل د سوډان د انقلاب د تګلوري د ژغورنې لپاره د ټول هېواد په کچه د بېړني حالت د اعلان پرېکړه وشوه. جنرال برهان وویل چې په دې ترڅ کې د سیاسي انتقال خپلواکه شورا او کابینه منحل شول.
د سوډان ګاونډي مصر له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي دي چې ثبات او امنیت یقیني کړي.
سعودي عربستان، عرب لیګ، افریقايي ټولنې، متحده ایالاتو او د اروپايي ټولنې چارواکو په سوډان کې پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او له ښکېلو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې.