د ازبکستان د انتخاباتو لومړني نتایج ښيي چې شوکت میرضیایف یو ځل بیا د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی شو.
د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون رئیس ضیاالدین نظام خوجه یوف نن وویل چې میرضایف په سلو کې ۸۰،۱ رایې وګټلې او د یوې بلې ۵ کلنې دورې لپاره د ازبکستان ولسمشر شو.
د منځنۍ اسیا د دې لوی هېواد خلکو پرون د اکټوبر په ۲۴مه رایې ورکړې.
د میرضیایف په وړاندې څلور داسې کاندیدان ولاړ وو چې ډېر مشهوره نهوو او د حکومت پلویان هم بلل شوي.
له کله چې ازبکستان په ۱۹۹۱ کال کې خپلواکۍ ته ورسېد دا په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ شپږم دور انتخابات وو.
د ازبکستان د انتخاباتو کمېسیون پرون وویل چې د رأی ورکولو په شرایطو برابرو څه باندې ۸۰ فیصده خلکو رایې ورکړې دي.
په تېر ځل انتخاباتو کې دا فیصدي څه باندې ۸۷ وه.