د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي اداره په کابل کې د چاپ شویو برېښنايي تذکرو د وېش د لړۍ د بیا پیل خبر ورکوي.
دې ادارې نن پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې دا لړۍ د پلازمېنې کابل د برېښنايي پېژندپاڼو په ټولو وېش څانګو کې پیل شوې.
په بیان کې هغو کسانو ته چې د روان کال د زمري/ اسد تر ۲۰مې یې د کابل د برېښنايي تذکرو په وېش څانګو کې د بایومټریک بهیر بشپړ کړی خبر ورکړل شوی چې د خپلو تذکرو د ترلاسه کولو لپاره اړوندو څانګو ته ورشي.