د پاکستان په کراچۍ ښار کې درېيمه یو ورځنۍ لوبه هم د ۲ وېکټو په توپیر د نیوزلینډ په ګټه تمامه شوه. د پاکستان د ۲۸۱ منډو هدف، نیوزلینډ په ۴۹ اور کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ. د دې لوبلړۍ لومړۍ سيالي پاکستان او دویمه نیوزلینډ ګټلې وه. په وروستۍ لوبه کې د پاکستان لپاره فخر زمان سلیزه ووهله او محمد رضوان ۷۷ منډې جوړې کړې. د نیوزلینډ لپاره ډېوین کانوې، کېن ویلیمسن او ګلین پیليپس نیمه سلیزې ووهلې. په دې لوبه کې ګلین پیلیپس غوره لوبغاړی ونومول شو او ډېوېن کانوې بیا د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د بنو د بکاخیل تحصیل اوسیدونکي وايي چې دغلته موندل شوی ګیس دې حکومت لومړی ځايي خلکو ته ورکړي، بیا وروسته دې پنجاب او د ملک نورو برخو له ولېږدوي. دوی د جنورۍ په ۱۳مه په همدې اړه په بکاخېلو کې لاریون او مظاهره هم وکړه. حکومتي چارواکي وايي، خلکو ته باور ورکوي چې په ګیسو کې به د هغوی برخه هم وي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د جنوري په ۱۳مه د خوست د ګربزو په ولسوالۍ کې د ورزشي امریت په نوښت د یو شمېر دودیزو او نویو رزمي لوبو پراخې سپورټي نندارې ترسره شوې. د خوست د ورزشي امریت مسوولینو وویل، له دې نندارو يې موخه د ګربزو په قومونو کې د هغو ستونزو او خوابدیو ختمېدل دي، چې د دوی په منځ کې له لسګونو کلونو راهیسې د غرونو، څړ ځایونو او دښتو پر سر موجودې دي. ورزشکارانو په دې سپورټي نندارو کې د نېزه وهنې، خوسي، کبړي، تیږې اچونې، والیبال او د جمناستیک لوبې ترسره کړې، چې د ننداره کوونکو لهخوا په پرلهپسې چکچکو او ولولو لمانځل کېدلې. Читать дальше...
له هغې وروسته چې د اسټرالیا کرېکټ بورډ افغانستان سره د دریو یو ورځینو لوبو لړۍ لغوه اعلان کړه او د دغه هېواد یادې پرېکړې ته افغان لوبغاړو، کرېکټ بورډ او ځینو سیاسي چاوراکو غبرګون وښود اوس د افغانستان د کرېکټ بورډ یو شمېر پخواني چارواکي دغه حالت د افغان کرېکټ لپاره د اندېښنې وړ بولي. د افغانستان په کرېکټ بورډ کې پخوانی ملي روزونکی دولت احمدزی وايي، د اسټرالیا هېواد وروستۍ پرېکړه د افغانستان لپاره ښه پیغام نهلري. د هغه په خبره، افغان کرېکټ بورډ او لوبغاړو ته د اوس لپاره نرمښت په کار و ځکه چې... Читать дальше...
مظاهره کوونکیو له حکومته غوښتنه کوله چې د هغوی خپلوان دې زر تر زره پیدا کړي او کورونو ته یې ستانه کړي. د سیند سپاه ګوند مشر انعام سیندي مشال راډیو ته وویل، د هغوی په زرګونو کسان ورک کړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو پنځو بنسټونو په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د میلیونونو خوارځواکو ماشومانو د خوندیتوب لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې. د دوه ماشومانو مور اتنا وايي، ماشومان یې د بېوزلۍ له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي. اغلې اتنا وایي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هغې د خاوند میاشتنی عاید تر ۵۰۰۰ افغانیو کم شوی دی. نوموړې وايي: "زه یو پنځه کلن او یو درې کلن ماشوم لرم، دوی خوارځواکي دي، ځکه چې کرونا وه، قرنطین و، د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته زموږ وضعیت لا خراب شو. خاوند مې په میاشت کې ٥٠٠٠ افغانۍ هم نهشي ګټلی. Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان وايي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه باید پر دې تمرکز وکړي، چې د طالبانو حکومت لهخوا په افغان ښځو او نجونو د زدهکړو، ورزش او عامه ځایونو ته د لاسرسي په ګډون، ټول بندیزونه لرې شي. د بښنې نړیوال سازمان پرخپله ټویټرپاڼه د جنوبي اسیا په چارو کې د دې سازمان د سیمهییزې مشرې یمین مشرا له قوله لیکلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پکار ده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د لا زیاتې سرغړونې مخه ونیسي. مېرمن مشرا زیاته کړه، نړۍ شاهده ده، چې طالبان په... Читать дальше...
مولانا هدایت الرحمان د جماعت اسلامي یو ځايي مشر دی خو له تېرو دوو کالونو راهسې یې وخت پر وخت په ګوادر کې د ځینې داسې غوښتنو لپاره ولسي احتجاجونه کړي چې په ګڼ شمېر خلکو یې ملاتړ کړی دی.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په یو ټویټ کې د اسټرالیا کرېکټ بورډ ادارې په وروستۍ پرېکړې اندېښنه ښودلې ده. هغه ویلي دي، په اوس وخت کې چې افغانان له سختو ننګونو سره مخ دي، د اسټرالیا کرېکټ ادارې پرېکړه خواشینونکې ده. یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې په افغانستان کې ښځو او جونو ته د زدهکړو او ژوند چارو محدودیتونو له امله نهغواړي په مارچ میاشت کې له افغان کرېکټ لوبډلې سره د ۳ نړیوالو لوبو لړۍ ولوبوي. ښاغلي کرزي په خپل ټویټ کې لیکلي دي: "موږ د خپل کرېکټ په لوبډلې او د ټولو... Читать дальше...
د امریکا لهخوا د افغان کورنیو د یو ځای کېدو، اعلان ته افغان کورنیو خوښې دي، خو دوی د دغه پروسې د چټکوالي غوښتنه کوي. د کابل اوسېدونکې سمیرا امیري چې د دوه ماشومانو مور ده، د دوه کالو راهیسې له خپل خاونده لیرې ده. سمیرا وايي، د ژوند ملګري یې د موسیقۍ د الاتو یو پلورنځی درلود، خو پر کابل د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ په لومړۍ ورځ له افغانستان وواته او دا له خپلې لور او زوی سره په کابل کې پاتې شوه. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زما د ژوند ملګري د موسیقۍ د وسایلو د پلور دوکان درلورد، چې په کرایه یې نیولی و. Читать дальше...
د سیند په ۱۴ ضلعو کې تېر کال په جون کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو شوی وو خو دا څلورم ځل دی چې د دویم پړاو انتخابات ځنډېږي. تر دې وړاندې د جولای پر ۲۴مه، د اګست په ۲۸مه او د اکتوبر پر ۲۳مه د بېلابېلو وجوهاتو له کبله دغه انتخابات ځنډولي ول.
د نړیوال اقتصادي فورم مشرې سعدیه زاهدي ویلي چې ماحولیاتي بدلون او بشري پراختیا باید د نړیوالو مشرانو اصلي اندیښنه وي ترڅو د راتلونکو ټکانونو په وړاندې خپل مقاومت زیات کړل شي.
د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي سرمنشي یان ایګلنډ په کندهار کې د طالبانو والي او د دیني عالمانو شورا ته یو لیک کې لیکلي، د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې په افغان نجونو د زدهکړو او کار بندیز د ویجاړونکو پایلو په اړه طالب مشران خبر کړي. دا لیک د یان په رسمي ټویټرپاڼه خپور شوی. په دې لیک کې د یان ایګلنډ له قوله د کندهار والي او د دیني عالمانو شورا ته په خطاب کې لیکل شوي، خبر شوی چې نور هغوی له ده سره د کتنې لپاره منتظر نهشي پاتې کېدای، خو ایګلنډ کندهار ته د خپل سفر د ځنډ لامل د هوا خرابوالی بللی. Читать дальше...
د اوکراین د دفاع وزارت د مرستیالې په وینا د جګړې سخت پړاو پیل شوی دی. بل لور ته یوه روسي چارواکي خبرداری ورکړی دی چې ښایي بېلاروس هم د اوکراین په جګړه کې داخل شي. د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې نن وویل، تېره شپه د سولیدار په ښارګوټي کې سخته جګړه روانه وه. دا ښارګوټی چې د مالګې کان پهکې دی د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک په سیمه کې پروت دی. د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هنا مالیار په ټیلګرام کې لیکلي دي، په سولیدار کې تېره شپه د جګړې ډګر تود و او جګړه روانه وه. د دې په وینا دښمن تقریبا... Читать дальше...
په کراچۍ کې مېشت قانون پوه او د سپریم کورټ بار غړي اډوکېټ صلاح الدین ګنډاپور د جنورۍ په ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، پنځه کاله ډېر وخت دی، پکار ده چې په دغه موده کې عدالت فیصله کړې وای خو داسې نه دي شوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د افغان نجونو پر تعلیم او تحصیل د طالبانو بندیز غیر انساني او غیر اسلامي بللی. هغه دا څرګندونې چهارشنبه ناوخته په انقره کې د بشري حقونو د ملاتړ یوه نړیوال کانفرانس ته په وینا کې کړي.
ناټو خپلې یو شمېر اکتشافي الوتکې چې اوس په جرمني کې دي، رومانیا ته چې له اوکراین سره ګډه پوله لري، لېږدوي. ټاکل شوې ده چې دا الوتکې د سېشنبې په ورځ د رومانیا پلازمېنې بخارست ته ورسیږي او د څو اونیو په مخه به هلته دېره وي. ناټو نن په یوه بیان کې وویل چې دا الوتکې به په سیمه کې د روسیې پوځي فعالیتونه څاري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما) نن وویل چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیو چارو له وزارت سره د چاودنې د قربانیانو شمېر لسو ته لوړ شو. د دې ځان وژونکي برید مسوولیت داعش خراسان څانګې منلی دی. یوناما په یوه بیان کې چې له فرانسپریس سره یې شریک کړی دی وایي، په دې حمله کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او درې پنځوس تنه نور ټپیان شوې دي. د طالبانو چارواکي غالبا هغه بریدونه کم اهمیته ښیي چې د دوی رژیم ته ګواښ پېښوي. دوی ویلي دي چې په کابل کې د چهارشنبې د ورځې په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوې دي.
د هند د نشه يي موادو د کنټرول ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د دې مافيايي شبکې لپاره په افغانستان، پاکستان او هند کې څو نفره کار کوي چې یوازې (۱۶) نفرو يې په هند کې فعالیت کاوه او تازه نيول شوي دي. دا شبکه له څو میاشتو راهيسې د هند له امنيتي ادارو لهخوا څارل کېده او د لومړي ځل لپاره يې یو غړی سږکال د عقرب په میاشت کې له شلو کيلوګرامو هيرويينو سره د هند په پنجاب ایالت کې ونيول شو چې له دې سره سم د دې شبکې څرک او نښانې هم وموندل شوې. د هند د نشه يي موادو د کنټرول ادارې مرستيال جیانيشور سينګ (Gyaneshwar... Читать дальше...
کندهار کې د زغفرانو ازمايښتي کښتونو مثبته پایله ورکړې خو کروندګر يې د بازار موندنې غوښتنه کوي. سږ کال د کندهار په شپږو هغو ولسوالیو کې د زغفرانو ازمايښتي کښتونه شوي، چې وړاندي پهکې نشهیې توکي کرل کېدل. د کندهار د کرنې اداره وایي د زعفرانو له کښتونو سږ کال حاصلات هم ترلاسه شوي، خو کروندګر بيا خپلو حاصلاتو ته د بازار موندنې غوښتنه کوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د امریکا متحدهایالاتو یو ځل بیا د افغانانو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې د طالبانو په روان سیاست سخته نیوکه کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون یوه خبري غونډه کې طالبان له دې امله وغندل چې د افغانانو ازادي او فرصتونه یې تروړلي دي. نوموړي وويل: "موږ دا واقعیت نهدی پټ کړی چې د طالبانو کړنې ناسمې او د هغو ژمنو سره په تضاد کې دي چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړي او تر ټولو مهمې هغه ژمنې دي چې دوی له افغانانو سره کړي دي." طالبانو واک ته له رسېدو وړاندې په دوحه کې ژمنه کړې وه چې د... Читать дальше...
د سربیا په ختیځ کې د مسو د یوه کان کارګرانو پرون د خپلو معاشونو د زیاتولو او د کار د شرایطو د ښه کولو په خاطر مظاهره وکړه. د بور په ښار کې د زيجين د مسو کان یوه چینايي شرکت په قرارداد نیولی دی. د دغه کان په سلګونو کارګرانو په دغو مظاهرو کې ګډون وکړ او له چينايي شرکت څخه يې وغوښتل چې د صربستان د قوانينو او د سربي کارګرانو درناوى وکړي. ګوران نیکولیک چې د زیجین په کان کې کار کوي، ازادي راډيو ته وویل چې د اعتراض کوونکو کارګرانو نوملړ چمتو شوی او نورو سیمو ته لېږدول کېږي چې دې کار نور کارګران وېرولي دي. Читать дальше...
په اروپايي هېواد بلغاریا کې څه د پاسه شپږ لکه مسلمانان دي چې زیاتره یې په غرییزو سیمو کې اوسي او له پېړیو راهیسې یې خپل دودونه ژوندي ساتلي دي. دوی د پخواني شوروي اتحاد په کلونو کې ډېر مذهبي رسوم نه شو ادا کولای خو اوس یې دودیز ژوند ته دوام ورکړی دی چې پکې د ودونو ځانګړي رسمونه هم شامل دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
طالبانو د ښځو او نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي همکاریو سازمان اندېښنه پر ځای بللې او ویلې یې دي، د زمینې په برابرولو به دا اندېښنې رفع شي. د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار لګول شوي بندیزونه چې دغه سازمان غیر اسلامي بللي، ژر تر ژره لرې کړي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان هم له طالبانو ورته غوښتنه کړې. دا چې د اسلامي هېوادونو دا غوښتنې به کوم ځای ونیسي او که نه او ولې د نجونو د کار او تعلیم په برخه کې د طالبانو تګلارې د نورو اسلامي هېوادونو له تګلارو... Читать дальше...
د ایران حکومت د راتلونکي کال د بودیجې طرحه په پوځي، امنیتي او تبلیغاتي برخه کې د لګښتونو د پام وړ زیاتوالي سره وړاندې کړه. په نوې بودجه کې د سپاه د ځواکونو لګښتونه ۲۸ فیصده زیاتوالی او د راډیو ټلوېزیون هغه ۴۲ فیصده زیاتوالی ښېي. د استخباراتو او محابسو د ادارو په بودجو کې هم ۵۰ فیصده زیاتوالی تر سترګو کېږي. د نوې بوديجې طرحه داسې مهال وړاندې کېږي چې ایران د اټومي فعالیتونو د پراختیا او د مظاهرهچیانو د ځپلو له کبله د لوېدیځ له سختو فشارونو او بندیزونو سره مخامخ دی.