Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بديو ختمولو په موخه خوست کې سپورټي نندارې ترسره شوې

د جنوري په ۱۳مه د خوست د ګربزو په ولسوالۍ کې د ورزشي امریت په نوښت د یو شمېر دودیزو او نویو رزمي لوبو پراخې سپورټي نندارې ترسره شوې.


د خوست د ورزشي امریت مسوولینو وویل، له دې نندارو يې موخه د ګربزو په قومونو کې د هغو ستونزو او خوابدیو ختمېدل دي، چې د دوی په منځ کې له لسګونو کلونو راهیسې د غرونو، څړ ځایونو او دښتو پر سر موجودې دي.




ورزشکارانو په دې سپورټي نندارو کې د نېزه وهنې، خوسي، کبړي، تیږې اچونې، والیبال او د جمناستیک لوبې ترسره کړې، چې د ننداره کوونکو له‌خوا په پرله‌پسې چکچکو او ولولو لمانځل کېدلې.


د خوست ورزشي امر عطاالله کډوال ازادي راډيو ته وویل: "د ګربزو څلورو قومونو د یووالي لپاره موږ دا برنامه په لاره اچولې ده، چې په دې برنامه کې به خوسۍ، نېزه وهنه، کبړي، والیبال، تیږه اچونه او نورې لوبې به په کې وي، نن ورځ ځوانان راجمع دي د خوښۍ احساس کوي، الحمدالله امن دی، یوه خاصه مننه باید له میډیا وکړم چې زموږ سره په څنګ کې ولاړه ده، د قومونو او خلکو د یووالي په کار کې دوی زموږ په څنګ کې دي."




د خوست په ګربزو کې سپورټي نندارو ته د خوست له بېلابېلو سیمو څخه د ورغلو ورزشکارانو سربېره سلګونه ځايي خلک هم راټول شوي وو.


د رزمي ورزش د یو کلپ مشر عبدالرحیم کمنډو وویل، د ګربزو په شان تېره میاشت دا ډول ورزشي نندارې په تڼیو کې هم ترسره شوې.


د ده په وینا په دې سره ځوانان هڅول کېږي، د قومونو تر منځ یووالی راځي، د بېلابېلو سیمو د ورزشکارانو تر منځ اړیکې ټینګیږي او دا ورزشکارانو لپاره یو فرصت وي، تر څو خپلې وړتیاوې په ډاګه کړي.




بل لوري ته ورزشکاران سره له‌دې چې دا ډول برنامو ته خوشاله دي، خو وايي د اقتصادي ستونزو په ګډون ځینو نیمګړتیاو په دې ولایت کې د ورزش د پرمختګ بهیر ورو کړی دی.


یو تن خوستي ورزشکار عنایت وویل: "د ورزشکارانو مهمه ستونزه اقتصادي ده، د ورزشي کلپونو له‌خوا ورڅخه لوړ فیس اخیستل کېږي او غوښتنه مو داده چې دې لپاره یو حد وټاکي، د ورزشي امریت نه مو غوښتنه دا ده چې د ورزشکارانو د تشویق لپاره دا ډول نورې برنامې هم ونیسي، د شرکتونو او مالدارو خلکو مو هیله ده چې لاسنیوی يې وکړي."




یو بل تن ورزشکار محمدنیسم وايي، دوی د کبړې لوبه کوي، خو مخکې د دې لوبې پرمختګ ته چندانې پام نه کېده.


دی زیاتوي، د دې نندارو په شان بیا هم غواړي، نورې لوبې وکړي تر څو له یوې خوا دا لوبه دود شي او بل لوري ته د ځوانانو او ننداره کوونکو وخت په خوشالۍ سره تېر شي.


د یادونې وړ ده په خوست کې زرګونه ځوانان په بېلابېلو سپورټي برخو کې ورزش کوي او یو شمېر يې د ولایت، زون او په ملي کچه لوبډلو کې لوبیږي.


خوست د هغو ولایتونو له جملې دی، چې په تېرو دوه لسیزو کې د نورو ټولنیزو او فرهنګي پرمختګونو په خوا کې يې د سپورټ په ډګر کې هم د پام وړ پرمختګ کړی او ورزش په کې لس ګونه زره مینه‌وال لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus