پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جنورۍ پر ۲۵مه د پېښور، کوټې، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نقیب الله مسید د وژنې قضیې فیصلې پرضد احتجاجونه وکړل. فعالانو د مظاهرو پر مهال پر عدالتي فیصلې انتقاد وکړ او و یې ویل چې پرضد یې اعلا عدالتونو ته ځي. د کراچۍ عدالت د جنورۍ پر ۲۳مه په خپله لنډه فیصله کې وویل چې پولیس د تورونو په ثابتولو کې پاتې راغلي نو ځکه د انوار په ګډون ۲۵ تورن کسان بري کوي. هغو کسانو هم پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کاوه. په تېرو... Читать дальше...
د پاکستان سرکاري راډيو وايي چې کمېشن د جنورۍ پر ۲۵مه د قامي اسمبلۍ د هغو استازو د غړیتوب ختمولو اعلامیه خپره کړې ده. له تازه اقدام سره له قامي اسمبلۍ څخه د تحریک انصاف د ۱۲۲ سیاستوالانو غړیتوب ختم شوی دی.
د پاکستان پولیسو د تحریک انصاف ګوند جګپوړی غړی فواهد چوهدري نیولی دی. فواد چوهدري په دې تور نیول شوی چې د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون مشر او غړیو ته یې ګواښ کړی دی. فواد چوهدري د عمران خان د صدرات په وخت د اطلاعاتو وزیر و او د ولسمشر مرستیال و. دی د تحریک انصاف اصلي ویاند دی. د چوهدري مېرمنې هیبا نن رسنیو ته وویل چې سهار وختي لس پولیس په لاهور کې د دوی کور ته ورغلل او چوهدری یې په زور موټر ته پورته کړ. د تحریک انصاف ګوند ویاندې شرین مزاري وویل چې چوهدري نن په لاهور کې محکمې ته لاس تړلی... Читать дальше...
د کرکټ نړیوالې شورا د اعلان پر اساس مارکو یانسین د ۲۰۲۲ کال غوره ځوان/ ایمرجینګ لوبغاړی ونومول شو. یانسین د سویلي افریقا کیڼ لاسی چټک توپ توپ اچونکی دی. کرکټ نړیوالې شورا لیکلي چې نوموړي تېر کال په ټېسټ کرکټ کې ۳۶ وېکټې اخیستې وې او ۲۳۴ منډې یې کړې وې. همدارنګه نوموړي په یو ورځنیو سیالیو کې ۲ او په شل اوریزو کې یوازې یوه وېکټ اخستې وه. له نوموړي سره په دې سیالۍ کې د افغانستان ابرهیم ځدراڼ، د هند ارشدیپ سینګه او د نیوزیلنډ فاین الین مقابله کوله. د یادونې وړ ده چې یادې شورا په یو بل اعلان... Читать дальше...
د افغان نجونو لپاره د زده کړو او کار د حق غوښتنو په دوام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر لیکلي چې نن ټوله نړۍ د هغو افغان ښځو او نجونو په درناوي د زده کړې نړیواله ورځ په رسمیت پېژني چې د طالبانو له خوا په سیستماتیک ډول له دغه بشري حق محرومې شوې دي.
يوه افغانه محصله، چې نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته يې وويل، په هند کې د ماسترۍ دورې د دويم کال محصله وه، خو د ويزې د نشتون له امله دوه کاله له زده کړو لرې پاتې شوې ده.
جرمني له اوکراین سره د پوځي مرستې په برخه کې له پخواني دریځ څخه په شا شوی او غواړي دې هېواد ته پرمختللي ټانکونه ورکړي. د جرمني د حکومت ویاند شټیفان هیبیشترایټ نن په یوه بیان کې وویل چې جرمني به اوکراین ته لیوپارډ ۲ ټاکونه ورکړي او هم به دې له سره موافقه وکړي چې نور هېوادونه چې دغه ټانکونه یې پېرلي هم کولای شي چې هغه اوکراین ته ورکړي. هیبیشترایټ ویلي، هدف دا و چې د اوکراین لپاره هر څومره ژر چې کېدای شي، پر لیوپارډ ټانکونو سمبال دوه کنډکونه جوړ شي او زیاته یې کړه جرمني به له خپلو پوځې زېرمو په... Читать дальше...
د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د مرغومې له شلمې راهیسې په افغانستان کې د ژمي د سړې څپې له امله له ۱۵۰ زیات کسان مړه شوي دي. محمد اسماعیل د غزني ولایت اوسېدونکی دی. هغه په خپل ولایت کې د سوړ ژمې له امله د څو کسانو د مړه کېدو کیسه کوي چې خپله یې شاهد و. نوموړی وايي: "د غزني ولایت په فروشګاو سیمه کې یوه کورنۍ چې خاوند یې روږدی و د سړو له امله یې یوه لور مړه شوه. دوی په بدو شرایطو کې دي. همدارنګه په غزنې ښار کې یوې مور، د سوال په حال کې چې یوه لورکۍ یې هم ورسره وه... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد سره له دې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د ښځو حقونه محدود کړي، د اروپایي ټولنې غړیو ته له دې هېواد سره د بشري مرستو د بندولو پر وړاندې خبرداری ورکړ.
د مشال تر رڼا لاندې ويډیويي بحث کې مو پر دې موضوع خبرې کړې دي چې ایا د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت به وکولای شي چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته خپله اییني موده پوره کړي او که څنګه؟ بشپړ بحث وګورئ.
د کندهار او زابل سلګونه اوسېدونکو قرانکریم ته د سپکاوي په عکس العمل کې نن مظاهره وکړه. دوی په سویډن کې د دغه هېواد د یوه سیاستوال لهخوا د قرانکریم د یوې نسخې د سوځولو پېښه وغندله او د دغه هېواد بېرغ ته یې اور واچاوه. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
یو شمېر افغانان وایي، چې کابل کې د پاکستان سفارت له کوم دلیله پرته پر دوی فامیلي وېزې بندې کړې دي. د پکتیا ولایت اوسېدونکی عثمان شکایت کوي، چې له میاشتو، میاشتو انتظار وروسته هم د پاکستان ویزه نهده ورکړل شوې. نوموړي ازادي رادیو ته وویل، اوس ورته ویل شوي، چې فامیلي ویزې بندې دي. نوموړی وايي: "له کال نه زیات وخت شو چې وېزې ته مو اپلای کړې ده، اول یې هیڅ ځواب نه راتلو، اوس وایي چې فامیلي وېزې بندې دي، لامل هم څوک نه وایي چې ولې بندې دي؟" یو شمېر افغانانو په برېښنالیکونو کې هم دا ستونزه له... Читать дальше...
د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره، USAID وایي، له خپل اوږدمهاله شریک، د افغانستان له امریکایي پوهنتون سره یې د څلورو کلونو لپاره د ۲۷ ملیون ډالرو مرسته کړې ترڅو محصلان وکولای شي په افغانستان کې لوړو زدهکړو ته لاسرسی ولري. د افغانستان لپاره د USAID د دفتر مشر شان کالهان پرون سېشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چېUSAID په ویاړ سره د افغان ښځينه او نارینه محصلینو ترڅنګ یو شان ولاړه ده ترڅو هغوی د خپلو زده کړو هیلې پوره کړي او زیاتوي، زدهکړه یو حق دی. یو شمېر افغانانو د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د... Читать дальше...
د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نقیب الله مسید ورور ویلي دي چې د هغه د وژنې په قضیه کې د انصاف ترلاسه کولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي. عالم شېر مسید له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پولیسو پلټنیزو ډلو ښوولې وه چې د پولیسو پخوانی افسر راو انوار او نور پولیس سرتېري د مسید په وژنه کې ککړ ول. خو عدالت د جنورۍ پر ۲۳مه په خپله لنډه فیصله کې وویل چې پولیس د تورونو په ثابتولو کې پاتې راغلي نو ځکه د انوار په ګډون ۲۵ تورن کسان بري کوي. هغو کسانو هم پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کاوه. عالم شېر مسید وايي، یوازې... Читать дальше...
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد، د اروپایي ټولنې غړیو ته افغانستان سره د بشري مرستو د بندولو په وړاندې خبرداری ورکړ. د جرمني خبري اژانس د راپور لهمخې امینه محمد چې د ملګروملتونو د یوه جګپوړي پلاوي په ترکیب کې تېره اوونۍ افغانستانه ته تللې وه، پرون سېشنبې په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، حکومتونه به دې ته اړتیا لري چې خپلو مالیو ورکونکو ته ووایي چې ولې له افغانستان سره چې له ښځو سره دومره تبعیضي چلند کوي، مرسته کوي، خو تریخ حقیقت دا دی چې په افغانستان کې به ښځې او ماشومان له بهرنیو مرستو پرته مړه شي. Читать дальше...
هغه نیو یارک مېشتي سازمان د جنورۍ پر ۲۴مه په یوه راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۲ز کال کې په ګرده نړۍ کې د رسنیو لږترلږه ۶۷ کارکوونکي وژل شوي دي چې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې تر ټولو لوی شمېر دی.
د جنورۍ ۲۴مه د تعلیم له نړیوالې ورځې سره سمون خوري. د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او کلتوري چارو ادارې (یونېسکو) سږ کال د دې ورځې موضوع "پر خلکو د پانګونې لپاره تعلیم ته لومړیتوب ورکړئ" ټاکلې ده. په خیبر پښتونخوا کې د تعلیمي چارو پوهان وايي، په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې ناامنۍ، پوځي عملیاتو، په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا او اقتصادي ستونزو هلته تعلیم ته خورا زیات تاوان اړولی دی. دوی دعوه کوي چې پر دې سربېره حکومت تعلیم لومړیتوب نه بولي. خو د خیبر پښتونخوا چارواکي دا ادعا ناسمه... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، نن ټوله نړۍ د هغو افغان ښځو او نجونو په درناوي د زدهکړې نړیواله ورځ په رسمیت پېژني، چې د طالبانو لهخوا په سیستماتیک ډول له دغه بشري حق څخه محرومې شوي دي. بلېنکن تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي، موږ ستاسو تر څنګ ولاړ یو او د ټولو افغانانو لپاره باکیفیته زدهکړو ته د مساوي او له خنډ پرته لاسرسي غوښتنه کوو. بلېنکن د افغان ښځو او نجونو د زدهکړې په ملاتړ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون د جنوري ۲۴مه د زدهکړو نړیواله ورځ د ملګروملتونو، ښوونیزې، کلتوري... Читать дальше...
پوليسو نن (د جنورۍ پر ۲۵مه) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې فواد چودري د پاکستان د انتخاباتي کمېشن مشر او غړي د خپلو ورکړل شويو دندو له ادا کولو څخه د راګرځولو لپاره هغوی "و وېرول او دړکې يې ورکړې".
د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار له طالب چارواکو سره خبرې. په بشر دوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس او ملګري پلاوي یې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې د افغان نجونو او ښځو د کار او زدهکړو پر موضوعاتو خبرې کړې دي. په دې اړه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو زارت په ټویټر پاڼه په خپور شوي بیان کې راغلي دي، یاد پلاوي ویلي، د نجونو او ښځو زدهکړه او کار هغه بنیادي حقونه دي، چې دوی یې د اعادې غوښتنه کوي. خو په بیان کې... Читать дальше...
دا له هغه وروسته ده چې د جنورۍ پر ۲۳مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نسیم الله، چې په نقیب الله مسید پېژندل کېده، د وژنې په قضیه کې پرېکړه واورول او د پولیس افسر راو انوار په ګډون یې د ټولو تورنو کسانو د خوشې کولو امر وکړ.
د بیوزلۍ سربېره، د ژمي وروستۍ سړې څپې، افغانستان کې د خلکو لپاره ژوند لا سخت کړی دی. روان ژمي کې د سړې هوا له امله د شاوخوا ۱۲۰ کسانو د مړینې خبر تائید شوی او وېره شته چې دغه شمېر نور هم لوړ شي.
په نړۍ کې هر کال په اوسط ډول اته مېلیونه ونې د ساده پېنسلونو جوړولو لپاره وهل کېږي چې دا کار چاپېریال ته لوی زیان رسوي. خو په کینیا کې یو شرکت له پخوانیو اخبارونو پېنسلونه جوړوي او وايي، د دې کار موخه د ځنګلونو د وهلو مخنیوی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
اوکراین کې د بشري مرستو دوه کارکوونکي وژل شوي دي. د بشري مرستو د ټولنو دوه برېتانوي کارکوونکي د اوکراین په ختیځ کې له جګړه ځپلو سیمو د تخلیې د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي. د کریس پېري او اندریو باګشاو د تري تم کېدو خبرونه څو اوونۍ مخکې ورکړل شوي وو. پرون د پېري کورنۍ په یوه بیان کې چې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپور کړ تایید کړه، چې پېري او همکار یې باګشاو د اوکراین په ختیځ ښار سولیدار کې هغه مهال چې د تخلیې په عملیاتو کې یې مرسته کوله، وژل شوي دي.
د یوه نوي راپور له مخې په نړۍ کې د خبریالانو د مړینې په کچه کې په ۲۰۲۲ کال کې د یوه مخکیني کال په پرتله پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی. په نیویارک کې دېره د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې CPJ په یو راپور کې چې پرون خپور شو ویلي، چې دا خبریالان تر ډېره په اوکراین، مکسیکو او هایتي کې وژل شوي دي. په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په ټوله نړۍ کې د رسنیو ۶۷ کارکوونکي وژل شوي چې دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې د خبریالانو د مړینې تر ټولو لوړه شمېره ده. راپور زیاتوي چې له دې ډلې ۳۵ تنه د اوکراین، مکسیکو او هایتي خبریالان دي. Читать дальше...