د پنجاب اعلاوزیر پروېز الهي د جنورۍ پر ۱۲مه په لاهور کې د خپل حکومت د اتحادي ګوند له مشر عمران خان سره تر لیدو وروسته ګورنر ته لیک استولی دی.
د افغانستان د کرېکټ وتلو ستورو د استرالیا د کرېکټ بورد هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې له دوی سره یې لوبې لغوه کړي دي. راشد خان خپل غبرګون کې ویلي، د استرالیا دې پرېکړې ناهیلی او په زغرده متاثره کړی دی. نوموړي ویلي، که د استرالیا کرېکټ بورد نهغواړي افغانستان سره لوبې وکړي، دی به هم د استرالیا په کرېکټ لیګ کې د خپلو راتلونکو لوبو په اړه له سره غور وکړي. بل افغان لوبغاړي او پخواني لوبډل مشر محمد نبي هم د استرالیا د حکومت دا پرېکړه غندلې او ویلې یې دي، سیاست او لوبې باید سره جلا شي. محمد نبي... Читать дальше...
د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره ټليفوني خبرې کړي او دواړو په کابل کې د وړمې ورځې خونړۍ حمله غندلې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان له امیرخان متقي سره خبرو کې پر برید ژوره خواشیني ښودلې ده. برید کې چې د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت مخې ته وشو او مسولیت یې داعش وسلهوالې ډلې ومانه، د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې په وینا،... Читать дальше...
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وایي، کندهار ته یې پرونی سفر د خرابې هوا له کبله لغوه شوی دی. ایګلنډ د کابل هوایي ډګر کې له خپل یوه انځور سره یو ځای په ټویټر کې لیکلي، په کندهار کې د طالبانو د حکومت والي او علماو شورا ورته منتظره وه. نوموړي لیکلي، دوی غوښتنه کوي چې د نویو فرمانونو له لارې بېرته د نجونو او ښځو تعلیم او کار ته اجازه ورکول شي څو دغه سازمان افغانستان کې خپلې مرستې له سره پيل کړي. هغه ویلي، دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د ناروې د کډوالو شورا چې ځان خپلواکه خیریه مؤسسه... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، ډېر ژر خپلو هغو ځواکونو ته د اړتیا وړ امکانات ور استوي چې په دونتڅک سیمه کې د روسیې د یرغل په وړاندې د سولیدار او بخموت سیمو دفاع کوي. زلنسکي د اوکراین د پوځ له مشرانو سره تر یوې غونډې وروسته دغه امکانات تجهیزات، مهمات او د اړتیا وړ مواد بللي دي. روسي ځواکونو د شپې لهمخې د توپونو، توغندیو او هوایي ځواکونو پر مټ پر سولیدار ښار بریدونه وکړل. سولیدار د ستراتيژیک ښار بخموت شمال ختیځ لوري ته پروت دی. تر دې وړاندې اوکرایني چارواکو ویلي، له دې سره سره چې مسکو... Читать дальше...
په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د طالبانو بندیز ته نړیوال غبرګونونه ورځ تر بلې په پراخېدو دي. تازه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د نجونو پر تعلیم او تحصیل محدودیتونه "غیر انساني او غیر اسلامي" بللي دي. د(Middle East Eye) په نوم خبري وېبسایټ چې له لندنه خپرونې لري پرون ویلي، چې اردغان د چهارشنبې په ورځ په انقره کې د بشري حقونو د ملاتړ یوه نړیوال کنفرانس ته دغه څرګندونې کړي دي. اردغان زیاته کړې: "زموږ په دین کې داسې څه نهشته، هیڅوک باید داسې بندیزونه له اسلام سره ونه تړي، موږ... Читать дальше...
ګڼو نړیوالو رسنیو او ورځپاڼو په کابل د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په وروستي خونړي برید لیکنې کړي چې د مامورینو د رخصتۍ پر مهال وشو. اینډیپینډینټ ورځپاڼه: له بریتانیا خپریدونکې اینډیپینډینټ ورځپاڼې د طالبانو د یو چارواکي له خولې ویلي چې په دې ځانمرګي برید کې لږ تر لږه شل ملکیان وژل شوي دي. ورځپاڼې زیاته کړې چې د دې برید پړه د داعش وسلهوالې ډلې پر غاړه اخیستې. اینډیپینډینټ وړاندې لیکلي، کله چې په ۲۰۲۱ م کال کې طالبان پر کابل واکمن شول، داعش وسلهواله ډله په افغانستان کې د طالبانو سره په مستقیم... Читать дальше...