Облачная погода и до 11 градусов тепла ожидаются в городе 27 марта

Стали известны амбассадоры сообщества «Волонтеры Москвы»

Столичные производители продуктов питания увеличили объем производства в 2023 году

Полицией Москвы задержаны трое подозреваемых в краже иномарки стоимостью 1 млн рублей



World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2023

Новости за 08.01.2023

Pa.azadiradio.com 

جان ایګلنډ: د بندیزونو په نه لرې کېدو به ډېری افغانان له منځه لاړ شي

د ناروې د کډوالو شورا سکرتر جنرال کابل ته سفر کړی. د ناروې د کډوالو شورا یا این ار سي سکرتر جنرال جان ایګلنډ وایي، که دې شورا ته د کار کولوو اجازه ورنه کړل شي چې له خپلو ټولو کارکوونکو سره په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړي نو اړمن کسان به له منځه ولاړ شي. ایګلنډ نن مازدیګر کابل په خپل تويټر کابل ته د خپل سفر خبر ورکړی او ویلي چې وروسته له هغې کابل ته سفر کوي چې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې طالبانو په دولتي او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. این ار سي او څو نور نړیوال مرسته رسونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: له ۷.۹ میلیون ډېر اوکراینیان بهر ته کډوال شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، پر اوکراین د روسیې یرغل له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د کډوالۍ یوه لویه څپه رامنځته کړې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ یوې چارواکې کاټرینا لومپ نن په جرمني کې وویل چې له ۷.۹ میلیون زیات وګړي له اوکراین څخه وتلي او ۵.۹ میلیونه نور په کور دننه بې ځایه شوي دي. د هغې په خبره ټول شاوخوا ۱۴ میلیون وګړي چې کډوالۍ ته اړ کړای شوي، د اوکراین د ټول نفوس شاوخوا ۴۱ سلنه جوړوي. هغې زیاته کړه چې جرمني له متحدو ایالتونو وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې د څه باندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بامیان، دایکندي او غور نښلېدونکې لویه لار تړل شوې

د طالبانو چارواکي تاییدوي چې هغه لویه لاره چې د افغانستان درې مرکزي ولایتونه، بامیان، دایکندي او غور سره نښلوي، د سختو واورو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. یو شمېر مسافرو ویلي چې د غورـ کابل لویه لاره د بکک کوتل په سیمه کې له څلورو ورځو راهیسې بنده ده. د غور لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس ویلي چې د هوا په ښه کېدو سره به د دغې لویې لارې د خلاصولو لپاره اقدام وشي. د راپورونو له مخې د افغانستان دغه مرکزي لویه لاره اکثراً د ژمي په موسم کې په دې خاطر بندېږي چې له غرنیو سیمو تېرېږي او ډېرو ځایونو کې خامه ده.

Pa.azadiradio.com 

کراچۍ کې د بندي افغانانو د خپلوانو شکایت

د سند چارواکي وايي، د کراچۍ له زندانونو څخه یې د جنورۍ په ۷مه ۳۰۱ نور افغانان خوشې کړي دي. دغه افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور بندیان وو، خو ځینې وايي، د قانوني اسنادو په درلودلو بیا هم نیول کېږي. یو شمېر افغانان وايي، د خپلو بنديانو سره په اسانۍ لیده کاته نه شي کولای. نور په ویډیو کې:

Pa.azadiradio.com 

د سردار محمد داوود خان روغتون ځینې ډاکترانې: طالبانو له دندو ګوښه کړو

په کابل کې د سردار محمد داوود خان د څلور سوه بستریز روغتون یو شمېر ښځینه ډاکترانې او روغتیایي کارکوونکې ادعا کوي او وایي، طالبانو دوی له دندې ګوښه کړي. د سردار محمد داوود خان روغتون یوه ډاکتره وايي، که څه هم د طالبانو چلند ورسره ښه نه و، خو له ستونزو سره سره دندې ته تلله. دغه معالجه ډاکتره چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله‌یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، دوه میاشتې کېږي له دندې ګوښه شوې او پنځه میاشتې مخکېني معاشونه‌یې هم لا نه‌دي ورکړل شوي. نوموړې زیاته کړه: "هیلې مې درلودلې چې بله ورځ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ګورمز: د افغان نجونو د زده کړو موضوع له ټولو مسلمانانو سره تړلې ده

د نوموړي د دې لیدنې او خبرو ویډیو چې پکې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌اغا او نور طالب چارواکي هم ناست لیدل کېږي، د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې "علما المسلمين" د جنورۍ پر اوومه ناوخته په خپله ټوېټرپاڼه خپره کړې.

Pa.azadiradio.com 

د افغان-جاپان روغتون ډاکتران: په کوېډ۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۵ سلنه ډېر شوی

د افغان-جاپان روغتون ډاکتران وايي، د تېرې اونۍ په پرتله د کوېډ۱۹ ناروغانو شمېر ١٥ سلنه ډېر شوی دی. نجیب بیدار چې نوی له کوېډ۱۹ روغ شوی، له نورو خلکو غواړي چې دغه وژونکې ناروغي جدي ونیسي او روغتیايي لارښونې عملي کړي. نجيب وايي چې د کرونا پر وړاندې د بې پروايي له امله يې پلار او د کورنۍ نور غړي هم په دې ویروس اخته شوي دي. نوموړي وویل: "د بې غورۍ له امله، زما د کورنۍ دوه درې غړي په دې ناروغۍ اخته شول، په ځانګړې ډول زما پلار چې وضعیت یې ډېر خراب و، خو د قرنطین او د روغتیايي لارښوونو د تعقیبولو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوټزل: پر ښځو بندیزونه افغانانو ته د ژوند ژغورنې د مرستو مخه نیسي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیال مارکوس پوټزل وایي، د طالبانو له لوري پرښځو د توپیرپالنې وروستي بندیزونه افغانانو ته د ژوند ژغورنې د مرستو مخه نیسي او هم به د افغانستان اقتصاد وځپي. یوناما نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې پوټزل نن د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر له وزیر مولوي محمد خالد حنفي سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې د ښځو پر تعلیم او له مرستندویه موسسو سره یې د کار کولو په اړه لګول شوي بندیزونه دې سمدستي لرې کړي. د یوناما مرستیال همدارنګه ورته غوښتنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان متقاعدینو ستونزې؛ نعمان: طالبان دې ژر زمونږ حقوق راکړي

یو شمېر متقاعدین شکایت کوي چې له دوه کلونو راهیسې یې تقاعدي نه ده اخیستې او له دې امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د کابل ښار اوسېدونکی محمد نعمان وايي، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د حکومت له خوا تقاعدي نه ده ورکړل شوې چې په خبره یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او ژوند یې ورتریخ کړی دی. محمد نعمان د شکرې په ناروغۍ هم اخته دی. نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې ان د خپلې درملنې پیسې هم ورسره نه شته. نعمان زیاتوي: "دوه کاله کېږي چې تقاعدي مې نه ده اخیستې. زما اقتصادي حالت ډیر خراب دی،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: د بشري مرستو برابرولو کې افغان ښځینه کارکوونکې مخکښ رول لوبوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د افغانانو لپاره د حیاتي بشري مرستو په برابرولو کې ښځینه کارکوونکې مخکښ رول لوبوي. اوچا نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې ښځې د هغو هڅو سرلارې دي چې هدف یې د هغو افغانانو د ستونزو لپاره د حل لارو موندل دي چې د څلورو لسیزو جګړو او ځورونې له امله اغېزمن شوي دي. د اوچا په وینا هغه وضعیت چې په میلیونونه افغانان یې له هېواده بهر کډوالۍ او هم په هېواد کې دننه بېځایه کېدو ته اړ کړي دي. د طالبانو د اقتصاد وزارت شاوخوا دوه اونۍ مخکې... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

کراچۍ کې د بندي افغانانو خپلوان ورسره ملاقات نه شي کولای

د سیند صوبې چارواکي وايي، د کراچۍ له زندانونو څخه یې د جنورۍ پر اوومه ۳۰۱ نور افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي دي. هغه افغانان له تېرو پینځو مياشتو راهيسې په بېلابېلو زندانونو کې بند ول او عدالتونو یې د خوشې کولو او افغانستان ته د ستنولو امر کړی وو. دا هغه افغانان دي چې پوليسو په پاکستان کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي ول. په دوی کې یوشمېر وايي چې پولیس یې پر قانوني اسنادو سربېره نیسي او پیسې ورڅخه اخلي خو پولیس دا تور ردوي. ګڼ نور افغانان لا هم په زندان کې پاتې دي او خپلوان یې وايي چې ورسره په اسانۍ ملاقات نه شي کولای. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د نړیوالو بشري نغدي مرستو د بندېدو راپورونه رد کړل

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک هغه راپورونه رد کړي چې وایي، نړیوالو له افغانستان سره بشري نغدې مرستې بندې کړي دي. دې بانک نن په خپله ټویټرپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې له افغانستان سره د نړیوالو له لوري د بشري مرستو د بندېدو راپورونه حقیقت نه لري او له رسنیو غواړي چې د بې طرفۍ اصل ته پاملرنه وکړي څو عامه ذهنیتونه مغشوش نه شي. په بیان کې په دې اړه چې ایا د نړیوالو نغدي مرستې تراوسه دوام لري، نور جزییات نه دي ورکړل شوي خو دې بانک چې له معمول سره سم به یې کابل ته هره اونۍ د شاوخوا څلوېښت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شمیخال: په اوکراین کې ۲۵۰ زره کیلومتره مربعه ځمکه پر ماینونو پوښل شوې

د اوکراین صدراعظم ډینیس شمیخال وایي، په اوکراین کې د روسیې د جګړې په ترڅ کې پر ماینونو پوښل شوې د ۲۵۰ زره کیلومتره مربعه یوه ساحه رامنځته شوې ده. هغه د جنوبي کوریا له یانهوپ خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دا په اوس وخت کې په نړۍ کې پر ماینونو پوښل شوې تر ټولو لویو سیمه ده. د هغه په خبره دا د اوکراین د ټولې ځمکې څه باندې ۴۰ سلنه جوړوي. د اوکراین صدراعظم دغه راز وویل چې دا نه یوازې داچې د خلکوسفر کول سختوي، بلکې د کرڼې په برخه کې هم چې د اوکراین یو اساسي سکټور دی، ستونزې ډېروي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني یو ایرانی وګړی د یوې حملې د پلانولو په شک نیولی

د جرمني پولیس او د دې هېواد څارنوالان وایي چې یو ایرانی وګړی یې د جرمني په لوېدیځ کې د اسلامپالنې پر بنسټ د یوې حملې د پلانولو په شک نیولی دی. د مونسټر ښارپولیسو او د دوزلډورف ښار د څارنوالۍ دفتر نن یکشنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې چارواکو په کاسټروپ راوکسل ښارګوټي کې د استوګنې یو کور پلټلی او په هغه کې یې زهرجن مواد چې ګومان کېږي په دغه حمله کې یې ترې کار اخیست، موندلي دي. په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د لټون په دغو عملیاتو کې یو بل کس هم توقیف شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

غورماز: د افغان نجونو د زده کړو موضوع اوس ټولو مسلمانانو پورې تړلې

مشهور دیني عالم او د مسلمانو هېوادونو د عالمانو د مشرتابه کمېټې غړی محمد غورماز وايي، په افغانستان کې په نجونو د زده‌کړو د بندیز مسئله په ټولو مسلمانانو پورې تړلې ده. د ترکیې یو نوموتي دیني عالم ډاکتر محمد غورماز له شرعي پلوه طالبان ننګولي چې ولې یې د نجونو د تعلیم مخه نیولې. ډاکتر غورماز د طالبانو د پوهنې له وزیر سره ترکیه کې لیدلي او ورته یې ویلي، د نجونو په تعلیم د بندیز موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله نه، بلکې د ټولې نړۍ له مسلمانانو سره تړلې موضوع ده. د نوموړي د دې لیدنې او خبرو ویډیو چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینې رسنیز فعالان: طالبانو اطلاعاتو ته لاسرسی محدود کړی

یو شمېر افغان خبریالان او د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي، اطلاعاتو لاسرسی محدود شوی چې د دوی په خبره د خبریالانو او رسنیو کارونه یې له ستونزو سره مخ کړی دی. دغه خبریالان او بنسټونه ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت ویندویان باید له رسنیو سره همکاري وکړي او اړین معلومات په خپل وخت له دوی سره شریک کړي. په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال چه نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادی راډيو ته یې وویل: "اطلاعاتو ته لاسرسی شته، خو دومره نه دی چې څومره یې رسني او خبریالان تمه لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین ته په تلونکو کسانو د قرنطین محدودیت لرې شو

چین له نږدې دریو کلونو وروسته هغه هېواد ته په تلونکو کسانو د قرنطین محدودیت لرې کړ. چین چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کې د کرونا وبا ترې خپره شوې هغه هېواد ته په ورتلونکو کسانو د اجباري قرنطین محدودیت لرې کړ. اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ویلي، لومړنۍ ډله خلکو چې نن یکشنبه له دغه محدودیت پرته چین ته دننه شول، د خوښۍ احساس کاوه. له سنګاپور او کاناډا نه ۳۸۷ مسافر هغه کسان وو چې د یکشنبې په ورځ وختي چین ته ورسېدل، خو په حکومتي ودانیو کې له پنځه ورځني قرنطین سره مخامخ نه شول. د چین د حکومت دا اقدامات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارین: نړیواله ټولنه دې پر طالبانو فشار راوړي

د طالبانو حکومت په دې وروستیو اونیو کې د ښځو پر زده کړو او کار یو شمېر بندیزونه او محدودیتونه ولګول. اوس یو شمېر په کور کېنول شوې مېرمنې وايي، دغو بندیزونو پر ښځو بده اغېزه کړې او ان په رواني او ذهني فشارونو سره مخ شوي دي. له دې ډلې سونیکا ارین په یوه نادولتي اداره کې کار کاوه او تازه یې خپله دنده له لاسه ورکړې ده. د دغو محدودیتونو په اړه مرسلین ارسلا په کور کېنول شوې سونیکا ارین سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

فاروق: نړیواله ټولنه باید د افغانستان روان وضعیت په اړه چپ پاتې نه‌شي

د اکشن‌ایډ موسسې د اسیا او بشري مرستو برخې رییسه وايي، نړیواله ټولنه باید به په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه چپ پاتې نه‌شي. فاروق وايي، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، نوموړې په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو د تدریجي تخریب شاهده ده. دې موسسې په خپله ټوېټرپاڼه د رزمي فاروق یو ویډیويي کلیپ خپور کړی چې نوموړې په کې د طالبانو تر واک لاندې د افغان نجونو او ښځو په وضعیت اندېښنه ښيي.   رزمي فاروق خبرداری ورکوي چې افغانستان د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د نړیوالې مبارزې په سر کې دی او نړیواله ټولنه نباید په دې اړه چپ پاتې نه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د کرکټ لوبغاړي د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو غوښتنه کوي

په ارزګان کې د کرکټ لوبغاړي په دې ولایت کې د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو غوښتنه کوي. په دې ولایت کې د کرکټ لوبغاړي وايي، اوسمهال دوی په سرو شګو او ډبرو کې لوبې کوي او ډېری وخت یې لاسونه او پښې ماتې وي. په دې ولایت کې تراوسه د کرکټ ۳۰ رسمي لوبډلې شته چې د خلکو په شخصي ځمکو او لګښت جوړ شوي دي. شریف الله شرافت پرې نور جزییات لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې دوه کان کیندونکي ژغورل شوي

په بدخشان کې دوه کان کیندونکي تر خاورو لاندې له شپیتو ساعتو بند پاتې کېدو وروسته ژغورل شوي. د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ رییس معزالدین احمدي په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې د یاوان ولسوالۍ د خیراباد د سرو زرو کان د پنجشنبې په ورځ لوېدلی وو. د کان د غورځېدو په پېښه کې دری کسان بند وو چې یو یې ماسپيښين مهال ژغورل شوی و او دوه نور د شنبې په شپه شاوخوا نهه بجې او شل دقیقې له خاورو ژوندي راویستل شول. د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ ریاست د ژغورنې د دغو عملیاتو ویډیوګانې او عکسونه هم په خپله فیسبوک پاڼه خپاره کړي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ریل پټلۍ اداره: د شاوخوا ۱۲۰ زره مټریک ټنه موادو انتقالات شوي

د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې ویلي په دې وروستیو کې یې شاوخوا ۱۲۰ زره مټریک ټنه مواد انتقال کړي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون خبر ورکړی چې تېره اوونۍ ۱۱۸۱۳۹ مټریک ټنه مواد د حيرتان، اقينې او تور غونډۍ بندرونو له لارې لېږدول شوي دي. دا اندازه مواد له ازبکستان او ترکمنستان څخه افغانستان ته وارد او صادر شوي. د افغانستان او د دغه هېواد دوو شمالي ګاونډیانو تر منځ د اورګاډي پټلۍ د پخواني جمهوري نظام پر مهال جوړه شوې وه.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په شمال لوېديځ کې یو پوليس وژل شوی

د پاکستان په شمال لوېديځ کې افغانستان سره په پوله وسله والو جنګياليو د امنيتي ځواکونو پر موټر ډزې کړي او يو پوليس يې وژلی. د پوليسو وياند فتح الله خان ويلي دي چې پېښه پرون د خيبرپښتونخوا بنو ته څېرمه په دوغر عمرزي کلي کې شوې او بریدګر له سیمې تښتېدلي. تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. په پاکستان کې دا ډول پېښې وروسته له هغې زیاتې شوې چې تحریک طالبان پاکستان د اسلام اباد له حکومت سره اوربند پای ته ورساوه او خپلو جنګیالیو ته یې په ټول هېواد کې د بریدونو امر وکړ.


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

«Что вы знаете о безделии»: Московский зоопарк показал кормление ленивца

Обратная связь

Избившего контролера-ревизора мужчину осудили на 3,5 года

Напавшего на контролера «Московского паркинга» приговорили к лишению свободы

Музыкальные новости

После теракта. Собянин: Москва не потеряла в больницах ни одного человека

«Отрешенность от РФ»: адвокат объяснил молчание Пугачевой о теракте в «Крокусе»

Ритуальный агент Борис Свистунов: комплексная поддержка в организации похоронных услуг в Санкт-Петербурге и Ленинградской области

«Радио Зенит» – информационный партнер форума «Мы вместе. Спорт»

Новости России

На выставке «Россия» показали Виноградовский округ и Коряжму

Поляки устроили охоту за ведьмами

Выгоднее вкладов. «Выберу.ру» подготовил рейтинг лучших накопительных счетов в марте 2024 года

Путин уточнил у Беглова причины снижения популярности Петербурга у туристов

Экология в России и мире

Я – фартовая! Слушательница ENERGY отправилась в Мексику на выступление Джареда Лето

США включили ряд российских блокчейн-платформ в список SDN

Какие ювелирные украшения будут в моде весной 2024 – мнение эксперта «585*ЗОЛОТОЙ»

ООО «РСХБ-Страхование жизни» приняло участие в конференции InsurSelling-2024

Спорт в России и мире

Теннисистка Александрова оказалась сильнее полячки Швентек на турнире WTA в США

Чесноков оценил шансы Александровой в борьбе за выход в финал турнира WTA в Майами

Азаренко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Майами

Теннисист Медведев вышел в полуфинал турнира в Майами, обыграв Харри

Moscow.media

 В Ставрополе проведена очередная проверка о соблюдении гражданами, получившими гражданство России, требований действующего законодательства по воинскому учету

Система управления доступом RooX UIDM совместима с ОС Astra Linux

Минфин Челябинской области и БФТ-Холдинг произвели миграцию информационных систем на отечественное ПО

Цветёт золотая акация...











Топ новостей на этот час

Rss.plus






В Брянске арестован студент из Таджикистана за пропаганду терроризма

В Рыбинске принимают старые автопокрышки в АТП

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Жители новых субъектов могут подтвердить стаж для пенсии с помощью свидетелей

Мерзкие, вылезли питаться. Снежных блох заметили в Подмосковье