С 1 мая в России коммерсантам запретят проводить мигрантам экзамены по русскому языку

Мария Захарова проводит брифинг

Воробьев назвал топ-3 иностранных инвесторов в Подмосковье

Синоптик Шувалов: штормовой ветер в Москве и Центральной России прекратится

World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2023

Новости за 22.01.2023

Mashaalradio.com 

د وېتنام "ښاماري چرګان" مو لیدلي دي؟

په وېتنام کې یو ډول چرګان خورا لویې، پراخه، غوښینې او رنګینې پښې لري. دوی ته د همدې له کبله ښاماري چرګان (ډریګن چېکن) ویل کېږي. د دې چرګانو بیه د نورو هغو پرتله لوړه وي او یوازې یې شتمن خلک اخیستای شي. ښاماري چرګان په وېتنام کې د نوي قمري کال په شپو او ورځو کې تر ټولو غوره خواړه بلل کېږي. په هغه سیمه کې نوی قمري کال د جنورۍ پر ۲۲مه پیل شو. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ لوبغاړو لپاره جېم او د درملنې مرکز ګټې اخيستنې ته چمتو شول

د افغانستان کرکټ بورډ اداره وايي چې د لوبغاړو جېم تر بیارغونې او د درملنې مرکز ته جوړولو وروسته ګټې اخيستنې ته چمتو شول. کرکټ بورډ ادارې په دې تړاو یوه ویډيو خپره کړې ده او په کې ښودل کېږي چې د دې ادارې دننه په مجهزه توګه د لوبغاړو لپاره د بدني پياوړتیا مرکز«جېم» او د سپورټي ټپونو د درملنې مرکز جوړ شوی دی او لوبغاړي په کې تمرینات کوي. دغه مرکزونه چې نن یکشنبه) پرانيستل شول تر دې وروسته به د لوبغاړو د هر ډول سپورټي ټپ درملنه همدلته ترسره کېږي. د کرکټ بورډ د لوړو کارکردګیو مرکز مدیر عبدالولي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولې په افغانستان کې مېرمنې او نجونې ډېری د وینې له کمښت سره مخ دي؟

یو شمېر افغان ډاکتران وايي، هغه مېرمنې چې دوی ته د درملنې لپاره راځي ۹۰ سلنه یې د وینې له کمښت سره مخ دي. کابل مېشته رحیمه له څو کلونو راهیسې کم د وینې له کمښت سره مخ ده. هغه له ازادي راډیو سره خبرو کې وايي، یوې بېوزلۍ کورنۍ کې اوسېږي او نه شي کولای د ډاکترانو له لارښوونې سره سم خپله درملنه وکړي. نوموړې وايي: "ډاکتران راته وايي چې باید ښه خواړه وخورم. شنه ترکاري، غوښه او هغه خواړه وخورم چې اوسپنه لري. له بده مرغه اقتصادي وضعیت مو ښه نه‌دی او هغه خواړه چې را ته لارښوونه یې کېږي، نه شم کولای... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ته د چین نږدې کېدل؛ ځینې کارپوهان: د چین هدف د کانونو څخه ګټنه ده

د طالبانو حکومت او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ټيلیفوني خبرو کې د همکاریو پر پياوړتیا او د ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د چین د بهرنیو له چارو وزیر کین ګانګ د شنبې په ورځ سره خبرې کړې دي. په دغو خبرو کې په افغانستان کې د چینايي کارکوونکو د امنیت په خوندیتوب، ترهګرۍ سره د میارزې او د دواړه هېوادونه ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او ډیپلوماټيکو اړیکو په پراختیا ټینګار شوی دی. امیرخان متقي په دغو خبرو کې ویلي، چېن د افغانستان په بهرني او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چین حکومت په افغانستان کې د خپلو اتباعو د امنیت تضمین وغوښت

د چین د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د چینایانو امنیت تضمین کړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګانګ د شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د خپلو اتباعو او شرکتونو د امنیت خوندیتوب ته ډېر اهمیت ورکوي او له طالبانو غواړي چې د هغوی خوندیتوب یقیني کړي. په دې ټیلیفوني خبرو کې امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې چین ته ګواښ پېښ کړي.

Mashaalradio.com 

سیاستوالان: باید سیاست کې د پوځ مداخله بنده او د ورکو بلوڅانو مسله حل شي

په راپور کې وړاندې راغلي، کمېشن د ۲۰۱۱ز کال له مارچ څخه د ۲۰۲۲ز کال د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې له ۹،۰۰۰ څخه زیاتې داسې قضیې ترلاسه کړي دي چې پکې خلکو شکایت کړی چې خپلوان یې تری تم شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ: روسي ځواکونو په بخموت کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړی

د اوکراین پوځ وايي، روسي ځواکونو په سټراتیژیک ښار بخموت کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړی او په پراخه پیمانه هوايي حملې کوي. د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وايي، پرون شنبه پر بخموت ښار د ۲۷ هوايي حملو، د میزاییلو د یوې حملې او د توپونو د ۵۵ ډزو راپور ورکړل شوی دی. د اوکراین پوځ نن یکشنبه ویلي، د کامېکازه په نوم د بې پېلوټه انتحاري الوتکو او د میزاییلو حملې د اوکراین د ټولو ساحو لپاره لا هم خطر ګڼل کېږي. د اوکراین په دونباس کې بخموت ښار ته نږدې چې له اوونیو راهیسې په کې سختې جګړې روانې دي، روسي ځواکونو هوايي حملې زیاتې کړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې خپلسرې درملنه؛ په خپل سر د درمل خوړلو زیانونه کوم دي؟

خپلسرې درملنه یا د ډاکتر د لارښونې پرته درمل خوړل هغه ستونزه، چې په افغانستان کې له ډېر پخوا راهیسې روانه ده. بهرام حقمل د نیمروز ولایت اوسېدونکی دی. هغه وايي چې د خپلسرې درملنې له امله یې یو وراره مړ شوی هم دی. د بهرام په وينا، څه موده وړاندې يې مور د تل په څېر پرته له دې چې له کوم ډاکتر سره مشوره وکړي، وراره ته یې په کور کې موجود درمل ورکړي وو. نوموړی زیاتوي: "ځینې درمل چې مور مې د ډاکتر له مشورې پرته کارول، د دې لامل شول چې لمسی يې مړ شي. له بده مرغه زما کوچنی وراره مړ شو، ځکه درمل یې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

امینه محمد: طالبان د ښځو د حقونو پر ارزښت پوهېږي خو بندیزونه یې لیرې نه کړل

امینه محمد د جنورۍ پر ۱۶مه د ملګرو ملتونو د یوه لوپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته ولاړه او په کابل او کندهار کې یې څلور ورځې د طالبانو د حکومت له چارواکو او مخکښه شخصیتونو سره ملاقاتونه وکړل.

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د ښوونیزو خدمتونو د کمښت له امله د افغان کډوالو شکایت

په هند کې یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي چې ماشومانو ته یې ښوونیز خدمتونه کم دي. مژګان په هند کې مېشته افغانه کډواله ده او دوه ماشومان لري. نوموړې، په افغانستان کې ښوونکې وه چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د خپلو ماشومانو د ښو زده کړو په خاطر له خپلې کورنۍ سره هند ته کډه شوه، خو وايي، په دغه هېواد کې هم د شته ستونزو له امله تر اوسه نه ده توانېدلې چې خپل ماشومان ښوونځي کې شامل کړي. مژګان ازادي راډيو ته وویل: "له بده مرغه زما لور چې ۱۵ کلنه ده او په افغانستان کې په نهم ټولګي کې وه،... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د زده کړې نړیواله ورځ به افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې شي

ملګري ملتونه وايي، نړیواله ټولنه دا مسوولیت لري چې له ځنډ پرته د افغان نجونو او ښځو حقونه بېرته رعایت شي. ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د دې سازمان ښوونیزې، علمي او فرهنګي ادارې یا یونیسکو عمومي مدیرې اندرې ازولای اعلان کړی چې د زده کړې نړیواله ورځ به افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې شي. د جنورۍ ۲۴مه یعنې راروانه سې شنبه د تعلیم نړیواله ورځ ده. په پام کې ده یونیسکو د یوې لویې غونډې په جوړولو سره د افغان ښځو پر زده‌کړو د بندیز د ژر تر ژره لیرې کولو غوښتنه وکړي. له فشارونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په څلورو حوزو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي

سبا دوشنبه د افغانستان په څلورو حوزو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر خلاف د واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف مطبوعاتي مسوول کمال شاه ازادۍ راډیو ته وویل: "دغه کمپاین به د هېواد په څلورو حوزو لوېدیځ، جنوب لوېدیځ، جنوب ختیځ او ختیځ کې ترسره شي." یونېسف وايي، په دغه کمپاین کې به تر ۵ نیم ملیونو ډېرو ماشومانو ته به چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، دغه واکسین ورکړل شي. یونېسف وايي په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین په رسمي توګه له لوېدیځو هېوادونو د لیوپاردـ۲ ټانکونو غوښتنه وکړه

اوکراین له لوېدیځو هېوادونو رسماً غوښتنه وکړه، چې په جرمني کې جوړ شوي لیوپاردـ۲ ټانکونه ورولېږي، خو جرمني لا مثبت ځواب نه دی ورکړی. په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي له امریکا غږ سره په تازه مرکه کې ویلي، جرمني رهبران د دغو جنګي ټانکونو په اړه له خپلو پروسو کار ته دوام ورکوي. د ده په وینا دا عالي او د لوړ ظرفیت لرونکي ټانکونه دي، چې اوکراینیان به یې د کارونې لپاره زیاتې روزنې ته اړتیا ونه لري. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي وايي د جګړې په ډګر کې دغو ټانکونو ته سخته اړتیا ده. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په سلواکیا جمهوریت کې رابلل شوې ټولپوښتنه ناکامه شوه

داسې ښکاري، په سلواکیا جمهوریت کې هغه ټولپوښتنه چې تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو په نیت په اساسي قانون کې د تعدیلاتو لپاره رابلل شوې وه، د خلکو د لږ ګډون له کبله ناکامه شوه. د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو معلوماتو له مخې، یوازې یو پر څلورمه برخه هغو کسانو چې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر وو، په دې ټولپوښتنه کې برخه اخیستې ده. د رایې ورکولو مرکزونه تېر ماښام وتړل شول. د دې لپاره چې یوه ټولپوښتنه مشروع او لازم اجرا شي باید د رایې ورکولو پر شرایطو ۵۰ فیصده برابر کسان په کې برخه واخلي. په سلواکیا کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امینه محمد: پر افغان ښځو د لګېدلو بندیزونو د کمېدو برخه کې لږ پرمختګ شوی

د ملګرو ملتونو سازمان لوړ پوړی پلاوی څلور ورځې له طالب چارواکو سره په کابل کې او کندهار کې په خبرو بوخت وو، څو په افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا د لګېدلو بندیزونو لغوه کېدو ته یو حل لار پیدا کړي.

Pa.azadiradio.com 

کاکړ: طالبان که په رسمیت پېژندل غواړي، محدودیتونه دې لرې کړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد چې افغانستان ته په سفر کې یې له یو شمېر طالب چارواکو سره کتلي، له الجزیرې تلوېزون سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې څه ناڅه کار شوی، خو لا ډېر کار ته اړتیا ده. افغانستان ته د اغلې محمد د سفر د اغېزو او څرګندونو په اړه همایون هېواد له مدافع وکیلې او د ښځو حقونو له فعالې شګوفې کاکړ سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي دي چې ایا د اغلې محمد سفر به د وضعېت په ښه کېدو کې رول ولوبوي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

د ځینو خیریه بنسټونو مسوولان: له زیانګالو افغان ماشومانو سره دې مرستې وشي

د یو شمېر خیریه بنسټونو مسوولان خبرداری ورکوي، که له یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو سره مرسته ونه شي نو د سړې هوا له کبله به ژوند له لاسه ورکړي. دوی وايي، هڅې پیل کړي څو په افغانستان کې بېوزله ماشومان د یخنۍ له ځپلو وژغوري. د خیریه بنسټونو مسوولان له افغان سوداګرو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د زیانګالو افغان ماشومانو لاسنیوی دې وکړي څو د یخنۍ له ځپلو وژغورل شي. د طالبانو حکومت ویلي، په تېرو څو ورځو کې د یخنۍ او نورو بېلابېلو پېښو له امله لسګونه کسان مړه شوي او دغه راز سلګونه څاروني هم له منځه تللي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امینه محمد: په ګډ هوډ د افغان ښځو د زده کړو او کار حقونه بېرته ترلاسه کوو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وايي، باوري ده چې له افغان مېرمنو او نجونو سره په ګډ هوډ د زده کړو او کار حقونه بېرته ترلاسه کولای شي. اغلې امینې محمد دا خبره شنبه ناوخته په خپل ټوېټر باندې لیکلې ده. اغلې محمد همداراز زیاته کړې چې متعهده ده د ټولو افغانانو لپاره د یوه سوکاله او با عزته ژوند د برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. امینه محمد چې تېره اوونۍ کابل تللې وه د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره یې په لیدنو کې د نجونو او ښځو د کار او تعلیم په وړاندې د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان پامیر کې یوې سختۍ ناروغۍ ۲۱ کسان مړه کړي

په بدخشان کې د پامیر د سیمې ۲۱ تنه اوسېدونکي د یوې سختۍ ناروغۍ له امله مړه شوي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلوېزیون راپور ورکړی چې افغان روغتیاپالان د ناروغانو د درملنې لپاره د تاجکستان له لارې پامیر ته تللي دي. په راپور کې زیاته شوې چې دمګړۍ د کوېډ۱۹ او یا شدیدې نمونیا یا سینه و بغل په څېر دا ناروغي د روغتیاپالانو په هڅو سره بېرته تر کنټرول لاندې راغلې ده. د پامیر اوسېدونکو شکایت کړی چې له هرې سیمې نه تر روغتیايي مرکزونو پورې درې – څلور ورځې واټن لري او دوی په اسانۍ خپل ناروغان نه شي ور رسولی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني ځواکونو په شمالي وزیرستان کې څلور تښتول شوي کسان خوشې کړل

د پاکستان امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د پټرولیم د یوې سیمه ییزې کمپنۍ څلور تښتول شوي کارکوونکي خوشې کړي. پولیسو پرون ویلي، په میرامشاه کې د ماړي پټرولیم کمپنۍ څلور کارکوونکي د سروې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان وسله والو تښتولي وو. د میرامشاه یوه پولیس چارواکي د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې له دوو ورځو هڅو وروسته پولیسو دا څلور تښتول شوي کسان خوشې او د عملیاتو پر مهال یې دوه وسله وال ووژل. د عملیاتو په لړ کې د پټرولیم د کمپنۍ دوه تښتول شوي کارکوونکي او یو پولیس سرتېری ټپيان شوي هم دي.

Pa.azadiradio.com 

سویډن کې د ترکیې پر ضد مظاهرې شوي

د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم ښار کې پرون د ترکیې پر ضد مظاهرې وشوې. په دې مظاهرو کې ان د قران مجید نسخې هم وسوځول شوې چې دې کار د سویډن او ترکیې تر منځ ترینګلتیا لا پسې زیاته کړه. د راپورونو په اساس د سویډن یوه ښي اړخي سیاستوال د پولیسو په مخ کې د قران نسخې سوځولې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بیان د ازادۍ تر چتر لاندې دغه اسلام ضد عمل ته اجازه ورکول چې مسلمانان په نښه کوي او مقدساتو ته سپکاوی کوي، د منلو وړ نه دی. د دوی تر منځ ترینګلتیا وروسته له هغه زیاته شوه چې په سویډن کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سلامي: د اروپايي ټولنې د وروستۍ اعلامیې په اړه اندېښمن نه یم

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو عمومي قومندان ویلي چې د اروپايي ټولنې د وروستۍ اعلامیې په اړه اندېښمن نه دی. جنرال حسین سلامي پرون شنبه د جنورۍ ۲۱مه خبرداری ورکړ چې د تروریستي ډلو په لېست کې د سپاه پاسداران شاملول به لویه تېروتنه وي. هغه وویل: "اروپا له خپلو تېرو تېروتنو زده کړه نه ده کړې، فکر کوي چې په دې بیانیو سره کولای شي دغه ستر پوځ ته چې د ایمان، توکل او ارادې په باور جوړ دی، ټکان ورکوي." جنرال سلامي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د اروپايي ټولنې پارلمان تېره چهارشنبه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په ننګرهار کې د زر ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیولې

د طالبانو حکومت ویلي چې په ننګرهار کې یې د زر ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیولې ده. د طالبانو د استخباراتو ریاست ویلي چې له قاچاق وړونکو څخه یې زر ټنه داسې قیمتي ډبرې نیولي چې په خپل ذات کې یې لیټیوم لري. د طالبانو د استخباراتو د ریاست د اوپراتیفي چارو مشر ډاکتر بشیر په ننګرهار کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د دغو قیمتي ډبرو له ډلې ۲۵۰ ټنه په ننګرهار او پاتې لویه برخه یې په کونړ کې ضبط شوې ده. هغه زیاته کړه: "موږ په دې خبر شوي وو چې د د دغو قیمتي ډبرو د قاچاق یو پروګرام روان دی چې قرارداد یې نه دی شوی او په پټه وړل کېږي. Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Синоптик Шувалов: штормовой ветер в Москве и Центральной России прекратится

Воробьев назвал топ-3 иностранных инвесторов в Подмосковье

С 1 мая в России коммерсантам запретят проводить мигрантам экзамены по русскому языку

Wildberries будет продавать машины: кто их сможет заказать?

Музыкальные новости

Бастрыкину доложат о деле хирурга, который мог калечить пациентов

Если ты не поступил в колледж или вуз

Премьеры сверили финансы // Михаил Мишустин и Роман Головченко обсудили маршруты интеграции

«Маленький принц» с Безруковым открыл «Эхо» Большого детского фестиваля в Архангельске

Новости России

«Несу возмездие во имя Хилка!»: общественники устроили войну в соцсетях из-за хайпа на мигрантах в Новосибирске

Назвал себя "вором в законе": мигрант из Азербайджана убил парня на глазах его девушки

Неудачный крестовый поход Магнуса Эриксона в Новгородскую Русь

Росздравнадзор разбирается с делом нейрохирурга, который мог калечить людей

Экология в России и мире

Американский турист приехал в Россию и был удивлён

Минфин РФ: отсутствие интероперабельности - это препятствие к использованию ЦФА в международных расчетах

Заражение крови и менингит: через популярные блюда в ЮВА можно заразиться инвазивной болезнью

Врач -стоматолог Владимир Лосев: особенности и нюансы лечения зубов у пожилых

Спорт в России и мире

Елена Рыбакина провела первую тренировку в Штутгарте. Видео

Появилось «закулисное» видео Елены Рыбакиной

Карлос Алькарас снялся с турнира ATP-500 в Барселоне

Что чаще всего едят на завтрак дети Елены и Новака Джокович?

Moscow.media

Автомобили новой марки MG появились в России. Что это за машины?

При силовой поддержке Росгвардии задержаны подозреваемые в организации незаконной миграции

В Волгоградской области стартовал капремонт моста через Кленовку

Сотрудники росгвардии задержали гражданина с поддельным документом в Москве











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Синоптик Леус предупредил о сильном ветре в Москве в ближайшие сутки

Воробьев назвал топ-3 иностранных инвесторов в Подмосковье

Пассажиропоток на рейсах "Аэрофлота" Москва - Нижний Новгород вырос на 51%

Изделия Гжельского фарфорового завода признаны лучшими туристскими сувенирами Золотого кольца