افغان انجنیر محمد رضا احمدي واتونېده چې د افغانستان لومړنی سپورټي موټر جوړ کړي. احمدي پنځه کاله د دې موټر په طراحۍ او جوړولو تېر کړي دي. نور په ویډیو کې:
د شل اوریزه کرکټ لومړي نمبر توپ اچونکي راشد خان نن چهارشنبه د سویلي افریقا په لیګ کې ۵۳ منډې ورکړې. هغه ۴ اورونه ترسره کړل، یوه وېکټ یې واخېسته او ۵۳ منډې یې ورکړې. راشد خان چې په یاد لیګ کې د ممبي کېپ ټاون لوبډلمشر دی د «سن رایزر اېسټرن کېپ» لوبډلې ته یې په ۲ وېکټو لوبه وبایلله. خان د خپل «سپېل» په درېیم اور کې مارکو جېنسن ته ۲۸ منډې ورکړې. جېنسن له راشدخان د هغه لوبې غچ واخېست چې د ای پي ایل یې د یوې لوبې په وروستي اور کې یې پرې ۳ شپږیزې وهلې وې. په راشدخان په دې لوبه کې ۷ شپږیزې ووهل شوې. Читать дальше...
په اوکراین کې د یوې هیلیکوپټرې د راغورځېدو په پېښه کې د دې هېواد د کورنیو چارو وزیراو څو نورو جګپوړیو چارواکو په ګډون لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي. د اوکراین د یوې هیلیکوپټرې د راغورځېدو په پېښه کې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ډینیس موناستیورسکي یو شمېر نور جګپوړي پوځي چارواکي او د درې ماشومانو په ګډون لږترلږه شپاړس کسان وژل شوي دي. دغه هیلیکوپټره نن کییف ته څېرمه برووارې ښارګوټي کې د استوګنې یوې ودانۍ او وړکتون ته نږدې راغورځېدلې ده. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي دا یوه وحشتانکه غمیزه بللې ده. Читать дальше...
په افغانستان کې سخت ژمي د ډېری ولایتونو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي. سخت ژمی او د افغانستان د خلکو د ستونزو زیاتېدل. یو شمېر افغانان وايي، له یوې خوا بشري مرستې پرې بندې شوي او له بلې خوا د کورونو د تودولو لپاره د امکاناتو نه شتون د دوی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. د کابل ښار اوسېدونکی معروف ازادي راډیو ته وویل، یوازې د څو ساعتونو لپاره برښنا لري، هغه هم داسې ساعتونو کې چې ورنه استفاده نه شي کولای. هغه وايي: "چې د سون توکي نه وو خلکو به له برښنا ګټه اخیسته، اوس برښنا هم نشته، دې چارې... Читать дальше...
فرحان حق د جنورۍ پر ۱۶مه کابل ته د ملګرو ملتونو د مشر مرستیالې امنې محمد په مشرۍ د پلاوي تر رسېدو یوه ورځ وروسته په بیان کې ویلي دي چې هغه پلاوي افغانستان ته تر تګ مخکې د خلیج او د اسیا او اروپا له یوشمېر هېوادونو سره د مېرمنو او نجونو د حقونو او پایداره پرمختیا په اړه خبرې کړې دي.
د هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې پیلیز توپ وهونکي شب من ګېل ۲۰۸ منډې وکړې. نوموړی پنځم هندی کرکټر دی چې دا کارنامه کوي او د نړۍ په سطحه اتم لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو سیالیو کې د غبرګې سلیزې ویاړ ترلاسه کوي. ګېل د ۹ شپږیزو، ۱۹ څلوریزو پرمټ په ۱۴۹ توپونو ۲۰۸ منډې وکړې او بیا اوټ شو. تر دې وړاندې د هند لپاره سچن ټنډولکر، ورېندر سېواګ، اېشان کېشن او روحیت شرما هم غبرګې سلیزې وهلې وې. د یادونې ده چې اوسمهال په یو ورځنیو سیالیو کې په انفرادي توګه په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې ۲۶۴ منډې د روحیت شرما دي.
د کابل پوهنتون یوې محصلې په شخصي لګښت د ښځینه وو د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې. حسنا روفي وايي، په دې کارخونه کې یې دا مهال لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې څو د خیاطۍ له لارې د خپل کور لګښتونه پوره کړي. نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
سبا شپه د کابل پر وخت نهه نیمې ۹:۳۰ بجې د سعودي عربستان په ملک فهد لوبغالي کې رونالډو او میسي سره سیالي کوي. د پاریس جرمن لوبډله چې په ترکیب کې یې لېونل میسي، نېمار او ګڼ نور مشهور فوټبال ستوري لوبېږي د سعودي عربستان د ریاضایلیون له لوبډلې سره لوبه ترسره کوي چې د کرسټیانو رونالډو ترڅنګ به د یاد هېواد د بېلابېلو کلبونو غوره لوبغاړي په کې ولوبېږي. دا لوبه د فوټبال په نړۍ کې یوه جالبه سیالي شمېرل کېږي او د ځانګړي مېلمه د ټکټ بیه یې ۲.۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. د یادونې ده چې روانه اونۍ د هسپانیې... Читать дальше...
په افغانستان کې په ځانګړي ډول لرو پرتو سیمو کې د دوو زېږونونو ترمنځ واټن نه مراعتېږي چې مور او ماشوم ته ګڼې روغتیايي ستونزې رامنځته کوي. د جلال اباد اوسېدونکې نفیسه چې له واده یې لس کاله کېږي او د شپږو ماشومانو مور ده وايي، په زېږون کې د کم واټن راوستلو له امله خپله او ماشومان یې له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ دي. نفیسې ازادي راډیو ته د دې کار د لامل په اړه وویل، خاوند یې د پلار او مور یواځینی اولاد دی، له دې امله غواړي چې ډېر ماشومان ولري. هغه زیاتوي: "یو ماشوم مې اوه میاشتنی پیدا شو بیا وروسته د درېیو ورځو و چې مړ شو. Читать дальше...
د مشال تر رڼا لاندې ويډيويي بحث کې مو په پاکستان کې د ترهګرۍ زیاتېدونکو پېښو ته په کتو د وسلوالو ډلو .پرضد د سياسي ګوندونو دريځونو ته کتنه کړې ده. بحث دلته لیدلای شئ.
د اروپایي ټولنې مشر د روسیې د جګړې په وړاندې اوکراین ته د لوېدیځ لهخوا د ټانکونو د ورکولو ملاتړ وکړ. د اروپایي شورا مشر چارلز میشل وویل، له نژدې یوه کال راهیسې روسیې یوه تخریبي ستراتیژي مخ ته وړې، د ترور یوه ستراتیژي او هڅه کوي چې د اوکراین پر خلکو په بمباریو سره هغوی تسلیم کړي. خو میشل زیاته کړه چې اوکراینیان مقاومت کوي. هغه وویل، موږ اروپایي ټولنه به ترهغه وخته پورې چې اړتیا وي، له اوکراینیانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړو. د اروپایي شورا مشر وویل، اوس یې وخت دی ځکه دوی نورو تجهیزاتو ته عاجله... Читать дальше...
د اوکراین د یوې هیلیکوپټرې د راغورځېدو په پېښه کې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ډینیس موناستیورسکي، یو شمېر نور جګپوړي پوځي چارواکي او د درې ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي. دغه هیلیکوپټر نن کییف ته څېرمه برواوري ښارګوټي کې د هستوګنۍ یوې ودانۍ او وړوکتون ته نژدې راغورځېدلې ده. د کییف د سیمې والي اولکسي کولیبا په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو خبره تایید کړه او ویې ویل چې، لږ تر لږه ۳۰ تنه نور په دې پېښه کې ټپیان شوي چې پنځلس یې ماشومان ښودل شوي دي. په وژل شویو کې د کورنیو چارو... Читать дальше...
دا تر هغې وروسته ده چې کله د تحریک انصاف مشر عمران خان د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه په لاهور کې خبریالانو او بیا هم ټېلېويژن سره په خبرو کې وويل چې ولسمشر عارف علوي له وزیراعظم شهباز شريف وغواړي چې له قامي اسمبلۍ څخه دې د اعتماد رايو واخلي.
دا څلور کسه د یوه هوټل په خونه کې وژل شوي دي. د غزني امنیه قومنداني ویاند ابو خالد سرحدي رسنیو په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، دغه کسان د چهار شنبې په ورځ د غزني ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند د غلې منډيي په سیمه کې وژل شوي. نوموړی وايي په وژل شوو کسانو کې یو سړی، یوه ښځه، یو هلک او یوه نجلي شامل دي. نوموړي ويلي: "د غزني ولایت د درېیمې امنیتي حوزې په ساحه کې، غلې منډيي ته څېرمه، د ابراهیمزي مارکېټ په دوبۍ هوټل کې نن څلور تنه هېوادوال وژل شوي، دغه کسان د پکتیکا ولایت اورګون ولسوالۍ د مسجد کلي اوسېدونکي... Читать дальше...
که څه هم د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ښاروالۍ وایي، د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې اقدامات کړي، خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې د ککړې هوا له امله په بېلابېلو ناورغیو اخته شوي دي. د کابل ښار يوه اوسېدونکې عاقله مايار وايي: "کله چې سهاري کړکۍ خلاصوو، بېرون ځای له دود څخه بیخي نه ښکاري، ماشومان مو ټول ناروغان دي." نوموړې زیاتوي چې دا ډول ککړه هوا په ځانګړي ډول د ماشومانو او د ډېر عمر لرونکو کسانو لپاره د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ماشومان... Читать дальше...
د کییف والي اولېکسيې کولېبا ویلي دي چې هېلېکاپټر د جنورۍ پر ۱۸مه له پلازمېنې څخه شاوخوا ۲۰ کېلومیټره لیرې شمال ختیځ لوري ته د بروواري په وړوکي ښار کې له یوه وړکتون او رهایشي ودانۍ سره نېږدې لوېدلی دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، په افغانستان فقر او بېکاري یو چیلېنج دی خو د ده په خبره، له دې سره سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې ژمنتیا پر خپل ځای ده.
د اوکراین پوځ وایي، روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د بخموت ښار پر پوځي بریدونو تمرکز ته دوام ورکړی دی. د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز پرون په خپل ورځني راپور کې وویل، چې بخموت او اودیاوکه چیرې چې له څو میاشتو راهیسې سخته جګړه روانه ده، تر اوسه د دونیڅک په سیمه کې د مسکو د اصلي هدفونو په محور کې دي او د څنګلوري لوهانسک د سیمې پر بیلوهوریوکه هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې بریدونو شدت موندلی دی. د اوکراین لوی درستیز دغه راز خبرداری ورکړی چې په ټول اوکراین کې پر ملکي هدفونو د روسیې د هوایي او توغندویي بریدونو ګواښ شته. Читать дальше...
وزیراعلا محمود خان د جنورۍ پر ۱۷مه شپې نهه بجې ګورنر غلام علي ته د اسمبلۍ ړنګولو سپارښتنلیک استولی وو چې هغه څه وخت وروسته لاسلیک کړ.
د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، یاد وحشي ژوي له غرونو څخه ابادو سیمو ته راښکته شوي او د شپې لهخوا پر څاریو بریدونه کوي. دوی وايي، اوس مهال دغلته وحشي ژويو د یو ماشوم په ګډون چې څاروي يې څرول وژلی او لسګونه څاروي يې هم داړلي او وژلي دي. سيمه کې طالب چارواکې هم دا مسله تائیدوي او زیاتوي وحشي ژويو سلګونه څاوري وژلي او یا يې هم خوړلي دي. نور حال د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
په داسې حال کې چې کابل ته د ملګرو ملتونو تللي لوړ رتبه پلاوي له بېلابېلو شخصیتونو او چارواکو سره لیدنې پیل کړي، یو شمېر افغان نجونې له دغه پلاوي غواړي چې، د طالبانو پر حکومت دا ومني چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې زده کړو او د کار بندې دروازې پرانیزي. دوی وايي په اوس وخت کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په برخه کې د طالبانو د پرېکړو په اړه د نړیوالو اعلامیې او غندنې بسنه نهکوي او باید عملي اقدامات وشي. د پلازمېنې کابل يوه اوسېدونکې زرمينه وايي: "د ملګرو ملتونو سازمان باید پر طالبانو جدي فشارونه... Читать дальше...
کندهار کې د چاپي رسنيو وضعيت، د شعر په اړه د هميم جلالزي خبرې، شعر، کيسه او پر کيسې نقد درته وړاندې کېږي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر جوړوي پهکې هنري، ادبي، کلتوري او ټولنيز مطالب راټوليږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
په سعودي عرب کې د اوښانو لپاره یو هوټل جوړ شوی. د دغه هوټل مالکان وایي که یو تن چرته په سفر یا خپل کار پسې ځي نو خپل اوښ د دوی سره په دغه هوټل کې ساتلی شي. په دغه هوټل کې د اوښانو د خوراک او د صحت پوره خیال ساتلی شي. نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیويي راپور کې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې پاکستان په سیمه کې له افغانستان سره د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاري کوي. بلاول بوټو زرداري دا خبرې د سېشنبې په ورځ له الجزیرې ټلوېزون سره په مرکه کې کړې او ویلي يې دي، چې ترهګرۍ د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو پر خلکو اغېز کړی او باید پر وخت یې په وړاندې په مقابله وکړو. دا په داسې حال کې ده، چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د پاکستان استازي منیر اکرم هم، له امریکايي خپرونې نیوز ویک سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره پر کرښه د سخت... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم له هند سره په مشروط ډول د کشمیر په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو لانجمنو مسایلو په اړه د خبرو اترو وړاندیز کړی. شهباز شریف پرون په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل، خپل هندي سیال ته د ده پیغام دا دی چې راځئ خبرو اترو ته کېنو او پر ټولو جدي مسایلو صادقانه خبرې وکړو. خو له دې څرګندونو وروسته د ښاغلي شریف دفتر په یو بیان کې وویل، د دواړو خواو ترمنځ خبرې یوازې هغه مهال ممکنې دي چې هند د کشمیر ایالت د یوې برخې کورواکي چې هند په ۲۰۱۹ کال کې ترې واخیسته، بېرته اعاده کړي.