طالبانو تر شپږم ټولګي ښکته د نجونو د ټولو ښوونځیو او ښوونیزو مراکزو د بیا پرانیستلو امر کړی دی. د طالبانو په نوي امر سره به د نوريې او فرشتې په څېر زرګونه له شپږم ټولګې ښکته وړې نجونې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي چې مخکې د ښوونځیو تړل کېدو زړه ماتې کړې وې. نوریه او فرشته چې په کندهار کې د یوه محلي ټولګي زده کوونکې وې څه وخت مخکې یې ازادي راډیو ته سره خبرې کړې وې. نوریې ویلي و: "زموږ صنفیانو ژړلو چې کورو ته لاړو. موږ غواړو چې خپل مکتبونه ووایو، خپل درسونه ووایو، دا ولې بندیزي؟" د کندهار د یوه محلي ټولګي بله زده کوونکې فرشتې ویلي... Читать дальше...
په چین کې یو ځل بیا د کورونا وایرس ناروغان په زیاتېدو دي. بلخوا د صحت ځیني چارواکي وایي امکان لري چې هلته په سږني ژمي کې د کورونا له وجې د مړو شمېره ۱۰ لکو ته ورسي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
په افغانستان کې په روغتونونو کې د نمونیا ناروغان زیات شوي دي، چې زیاتره شمېره یې د ماشومانو ده. د کابل په روغتونونو کې د ناروغو ماشومانو میندې وایي،کورونه یې یخ دي او دومره وس نه لري چې خپلو ماشومانو ته کورونه ګرم کړي نو ځکه یې ماشومانو ته نمونیا لګېدلې. ویډیويي رپورټ.
له افغانستان سره د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو همغږۍ اداره یا اوچا وایي، ښځې باید د بشري مرستو د چارو په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې حیاتي ونډه ولري. اوچا نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د دغې ونډې باید درناوی وشي او هم وساتل شي. په عین حال کې د ناروۍ د کډوالود شورا مشر یان ایګلنډ وایي، په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کاربندیز به ناوړه پایلې ولري. ایګلنډ په یوه ټویټ کې ویلي، ۶ میلیون وګړي به له قحطۍ سره مخ شي، ۶ لکه ماشومان به له زده کړې محروم شي، ۱۳،۵ ملیون وګړي به له پاکو... Читать дальше...
اوکراین وایي، په ختیځو ښارونو بخموت او سولیدار کې یې د واګنر ډلې د وسله والو په مشرۍ د روسي ځواکونو حملې په شا تمبولي دي. کییف په عین حال کې خبرداری ورکړی چې مسکو په راتلونکو اونیو کې پر اوکراین یوې بلې لوې حملې ته تیاری نیسي. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي تېره شپه په یوه وینا کې وویل چې اوکرایني ځواکونو په سولیدار کې په سخته جګړه کې چې هرڅه ستونزمن دي، خپلې مورچلې ساتلي دي. د اوکراین دفاع وزارت ویلي چې دښمن پر سولیدار ښار له مختلفو لورو ډېره هڅه وکړه او د واګنر د جګړي تکړه حرفوي ډلې یې... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ د جنورۍ ۱۰مه د سویلي افریقا غوره لیګ سیالیو لومړی پړاو د ممبي کپيټاون او بارل راویلز په لوبه پيل شي. دغه لوبه به د کابل پر وخت د شپې اته بجې وي. په دې سیالیو کې ټولټال ۶ لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ کوي او یوازینی بهرنی لوبډلمشر یې د افغانستان د شل اوریزه لوبډلې لوبډلمشر راشدخان دی. د دې لیګ لوبډلې د ډربن سوپر جاینټز، جوبرګ سوپر کینګز، ممبي کپيټاون، پارل راویلز، پرېټوریا کپيټل او سن رایزرز ایسټرن کيپ په نومونو نومول شوي دي. راشدخان چې د ممبي کپيټاون لوبډلمشر... Читать дальше...
که څه هم د خیریه بنسټونو یو شمېر مسوولان وايي، هڅه کوي په سختو اقتصادي شرایطو کې د هغو افغانانو لاسنیوی وکړي چې مرستو ته اړتیا لري، خو اړمن کسان بیا شکایت کوي چې د مرسته کوونکو موسسو په څېر د خیریه بنسټونو مرستې هم نه ورسېږي. غلام حضرت سخي زاده چې د یوې ۸ کسیزې کورنۍ سرپرست دی، د کابل په یو نانوايي کې کار کوي. نوموړی وايي، پخوا یې د ورځې له ۶۰۰ تر ۸۰۰ افغانۍ ګټلې چې ژوند یې پرې ښه روان و، خو اوس د ورځې ۲۰۰ یا ۳۰۰ افغانۍ ګټي چې د کور کرایه او نور لګښتونه نه شي پوره کولای. سخي زاده دغه شان وايي،... Читать дальше...
په روغتیا او درملنه خپرونه کې د شري پر ناروغۍ غږېدلي یو. په وروستیو کې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې د شري یوشمېر پېښې ثبت شوې دي نو نن په خپرونه کې اورئ چې دا څه ډول ناروغي ده او څنګه خپرېږي؟ له دې پرته له شري څخه د ځان ساتلو پر لارو چارو هم غږېدلي یو. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
ایراني رسنیو افغان ښځینه محصلانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو په موخه د دغه هېواد د پوهنتونونو د بودیجې د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د کابل طبي پوهنتون د پنځم کال یوه محصله چې اوس له زده کړو بې برخه او په کور ناسته ده نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، ایران هم یو اسلامي هېواد دی او نجونو ته د زده کړو زمینه برابروي، خو طالبان چې خپل حکومت د اسلامي شریعت پر بنسټ بولي، له دوی څخه یې د زده کړو حق اخیستی. هغې وویل: "د ټولنې نیمایي برخه له وطن څخه وځي او... Читать дальше...
پاکستان نن د مرستندویو هېوادونو او ټولنو په یوه نړیوال کنفرانس کې د څو میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کوي. په ژنیو کې دا یو ورځنی کنفرانس د پاکستان او ملګروملتونو په ګډ نوښت رابلل شوی او په ترڅ کې یې مرستندوی هېوادونه او نړیوالې موسسې هڅول کېږي چې د رغونې د یوه اوږدمهالي پروګرام په اساس له پاکستان سره مالي مرستې وکړي. په دې کنفرانس کې له شاوخوا څلوېښتو هېوادونو څخه نږدې ۴۵۰ استازو د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې. د نړیوال بانک او د څو پرمختیايي بانکونو استازي هم په دې غونډه کې حاضر دي. د پاکستان اقتصاد... Читать дальше...
په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو او کار د بندیز په تړاو د اعتراضونو په دوام سره افغان هنرمندان هم هڅه کوي چې د خپل هنر له لارې په دې برخه کې مبارزه لا ګړندۍ کړي. د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ مشر ډاکټر احمد ناصر سرمست ازادي راډيو ته وويل، چې د دوی د موسيقۍ ډلې د افغان مېرمنو د زدهکړو او کار حق د غوښتلو په موخه د دوو سندرو په جوړولو کار روان کړی دی. ښاغلي سرمست وویل، چې ډېر ژر به په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ او د دغه هېواد فرهنګي مرکز هم په رسمي ډول پرانستل شي. نوموړی وايي: "موږ... Читать дальше...
د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۰۰ افغانان تېره شپه د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته ورسېدل. دغه خوشې شوي افغانان چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي، شکایت کوي چې بېګناه زنداني شوي، شکنجه شوي او د نغدو پیسو په شمول ټلیفونه او نور قیمتي توکي ورڅخه اخیستل شوي دي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د ایران قضایي ادارې، په وروستیو مظاهرو کې د ایران د امنیتي ځواکونو د دریو غړیو د وژلو په تور په اعدام د درې نورو مظاهره چیانو د محکومېدو خبر ورکړ. دغه مظاهرې چې د ایران د امنیتي ځواکونو په توقیف کې د مهسا امیني د مړینې پر سر له څه باندې درې میاشتو راهیسې پیل شوي، په ترڅ کې یې په اعدام د محکوم شویو کسانو شمېر اولسو ته رسېدلی دی. تر اوسه پر څلورو د اعدام حکم تطبیق شوی او د دو کسانو د اعدام سزا د ایران د سترې محکمې د فیصلې لهمخې ځنډول شوې ده.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، هېواد یې راتلونکو درې کلونه لپاره له خپلو نړیوالو شریکانو څخه اته ملیارډ ډالرو مرستې ته اړتیا لري چې د تېر کال د ویجاوړونکو سېلابونه له امله دا ځپل شوی هېواد ورغوي. شریف دغه څرګندونې نن له پاکستان سره د مرستو په اړه د جینوا کنفرانس ته په وینا کې وکړې. دغو سېلابونو چې د اقلیم بدلون یې عامل بلل شوی، په پاکستان کې چې له مخکې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، ډېر ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي. لږ تر لږه د ۱۷۰۰ کسانو د مړینې ترڅنګ ویل شوي، چې شاوخوا اته ملیونه وګړي یې له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ کړي دي. Читать дальше...
د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ وایي، په افغانستان کې د طالبانو مسولو وزیرانو ته وایي چې، دا شوار چمتو ده چې سر له سبا په دې هېواد کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. ایګلنډ نن په یوه ټویټ کې د دې خبرې ترڅنګ دغه راز ویلي چې، د فعالیتونو بېرته پیلېدل یې په دې پورې تړلي چې اړو کسانو ته د مرستو رسولو په چارو کې د دې شورا د ټولو ښځینه او نارینه کارکونکو پر مخ خنډونه لیرې شي. ښاغلي ایګلنډ له دې مخکې پرون په یوه بل ټویټ کې ویلي و چې، د طالبانو لهخوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز... Читать дальше...
فوربز امریکايي مجله وايي، په ۲۰۲۲ کال کې په ټولې نړۍ کې ۱۴۹ میلیونه ماشومانو بشري مرستو ته اړتیا لرله چې له دې شمېر ۱۴ میلیونه یې افغانستان کې دي. پلوشه چې د کندهار اوسېدونکې ده، خپله درې کلنه لور یې چې خوارځواکې ده او روغتون ته راوستې. نوموړې په خوارځواکۍ د خپلې لور د اخته کېدو لامل، بېوزلي او اقتصادي ستونزې بولي. نوموړې وايي: "د قوتۍ د شېدو د اخيستو وس نهلرو، ځکه بیه یې ډېره لوړه ده. عادي شېدې به مو په پنځوس روپۍ ورته اخيستې، د هغې له امله داسې شوه. اوس له نس او خولې روانه ده، دلته مې... Читать дальше...
د روسیې او اوکراین په ګډون د ختیزې اروپا زیاتره وګړي اورتوډوکس عیسویان دي چې د جنورۍ پر اوومه کرېسمس لمانځي.
په سوات کې د ژمي واوره ورېدل پیل شوي دي چې ورسره سم یوشمېر سیلانیان هلته ورغلي دي خو ځايي اوسېدونکي وايي چې د تېر کال پرتله سږ کال کم خلک چکر ته ورځي. د سیمې خلک وايي، د دې لامل په ۲۰۲۲ز کال کې سېلابونه او د ناامنۍ زیاتېدل دي. نور په ویډیويي خپرونه کې.
اوکرایني چارواکي وايي، چې د روسې پوځ پرون بیاهم د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د توغندیو حملې وکړې. چارواکو په دې ډله کې د زاپوريژیا، د دنیپروفسک د یوه کلي او په دونباس کې د کراماتورسک او کوستیانتي نیفسکا نومونه یاد کړی دي. په جنوبي سیمه خرسون کې هم د اوکراین د پوځ یوه مسوول مسکو تورن کړی دی چې د ښار پر یوې برخې د برید په ترڅ کې یې له اوراچوونکو مهماتو څخه کار اخیستی دی. د اوکراین پر ښارونو د روسي ځواکونو راکټي حملې وروسته له هغه پیل شوې چې اوتودوکس کلیسا د جنوري په اوومه د کرسمس جشن ولمانځه.... Читать дальше...
د ناروې د کډوالو شورا مشر ویلي، چې دی غواړي د ښځو د کار بندیز د پرېکړې په اړه د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره وګوري. خو نوموړي تېره اوونۍ له بهرنیو عالمانو سره لیدل رد کړل. اوس که طالبان وايي، دا محدودیتونه یې د مشر حکم دی او هغه نهغواړي په دې اړه له چاسره وګوري، ستونزه به څنګه هواره شي؟ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې حالت سخت او خلک بشري مرستو ته جدي اړتیا لري، کوم چې د همدغو نا دولتي مؤسسو له لارې چې پهکې د ښځو پر کار بندیز لګول شوی دوی ته رسیږي. مرسلین ارسلا د جمهوري نظام... Читать дальше...
د مسافر وړونکی بس له کوټې څخه د ږوب پر لاره خیبر پښتونخوا ته روان وو چې د کلا سېف الله په تور وڅکۍ سیمه کې له یو ټرک سره ټکر شوی دی.
د ناروې د کډوالو شورا مشر يان ایګلنډ په دې لټه کې دی چې، د طالبانو لهخوا په نادولتي مؤسسو کې د افغان نجونو او ښځو د کار د بیا پیل لپاره یوه حل لار پیدا کړي. هغه پرون په کابل کې اسوشېټېډ پرس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، په نا دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو د کار بندیز په اړه د طالبانو فرمان د دوی کارونه فلج کړي دي. خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد یو ځل بیا وروستیو کې رسنیو ته ویلي، دوی دې پایلې ته رسېدلي چې ښځې د غیر دولتي سازمانونو په هغو برخو کې کار کولو ته اړتیا نهلري چې ورته ضرورت نهشته. Читать дальше...
شریف وویل، د سیند او بلوچستان په یوشمېر سیمو کې سېلابي اوبه ولاړې دي او د وسې او پشکال تر بارانونو وروسته سېلابونو تر ۳۰ مېلیونه زیات خلک اغېزمن کړل، تر اته مېلیونه زیات کسان بې کوره شول او شاوخوا ۸،۰۰۰ کېلومیټره سړکونه یې ړنګ کړل.
د فرانسې خبري اژانس په وینا، تمه کېږي چې د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا فرانسې، ایټالیا او بریتانیا ته لاړ شي. دی به وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ته هم سفر وکړي. کیشیدا به د جاپان د صدراعظم په توګه امریکا ته په خپل لومړي سفر کې د جمعې په ورځ د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وګوري. د جاپان صدراعظم پرون خبریالانو ته وویل، چې په دې کتنه کې به د امریکا د متحدو ایالتونو او جاپان ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړي. ټاکل شوې چې د امریکا او جاپان مشران پر اوکراین د روسیې د یرغل په ګډون پر امنیتي چلنجونو بحث وکړي. Читать дальше...
راتلونکې اوونۍ ته د بېلاروس او روسيې د ګډو پوځي تمريناتو د پيلولو خبر ورکړل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې اندېښنې شته مینسک ښايي پر اوکراین د روسیې له غیرموجه یرغل سره یو ځای شي. د بېلاروس دفاع وزارت اعلان کړی، چې د متحدانو دا تمرینات د راروانې یکشنبې یعنې د جنورۍ له ۱۵مې د فبروري میاشتې تر لومړۍ نېټې دوام کوي. بېلاروس ویلي، چې د هوايي ځواک ټول پوځي مرکزونه، د هوايي ځواک روزنیز مرکزونه او د دغه هېواد هوايي مدافع به د دغو تمریناتو لپاره فعال شي. بېلاروس دا هم ویلي، چې روسیې د هوايي ځواک... Читать дальше...