د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد په کندهار کې د دې ولایت د والي له مرستیال حیات الله مبارک سره کتلي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ دا خبره نن د طالبانو سمیهییزو چارواکو وکړه. د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د کندهار د والي مرستیال حیات الله مبارک مېرمن امینې ته ویلي، چې طالبان له نړۍ سره د پیاوړو اړیکو غوښتونکي دي او غواړي چې د مشرانو نومونه يې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېسته ووځي. رویټرز لیکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه... Читать дальше...
د ګرجستان د پوځ د یوه پخواني چارواکي په ډزو د یوه پولیس په ګډون لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي. نن د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت وویل، دغه سړي په سګاري ښارګوټي کې د خپل کور له بالکون څخه شپې مهال ډزې وکړې او وروسته يې ځان هم واوژه. تر اوسه د پېښې علت څرګند نهدی. د سیمهییزو رسنیو د راپورونو پر بنسټ دغه سړي له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې د ګرجستان په پوځ کې دنده ترسره کړی وه.
ملګرو ملتونو ویلي، د بشري مرستو لومړی کاروان يې نن د اوکراین خیتځ ښار سولیدار ته رسېدلی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا یو ویاند ینس لایرکې په جینیوا کې خبریالانو ته ویلي، همکاران يې د حکومت تر کنټرول لاندې سولیدار ته رسېدلي دي. هغه زیاته کړې چې د ۸ سوه تنو لپاره د خوارکې موادو، اوبو، طبي او حفظ الصحې وسایل يې په درو لاریو کې دې ښار ته رسولي دي.
د اوکراین د ماین پاکۍ یوې ډلې کمبودیا کې د یوې اونۍ ازمايښتي دوره پای ته ورسوله. په دغې ازمايښتي دوره کې کارپوهانو د اوکرایني ماین پاکانو سره د یو داسې هېواد تجربې چې ډېر ماینونه پهکې ښخ شوي وو، شریکې کړې. په کمبودیا کې هغه ماینونه چې د دریو لسیزو کورنۍ جګړه کې کرل شوي و تر اوسه پاتې دي. د کمبودیا کورنۍ جګړه په ۱۹۸۸ کال کې پای ته ورسېده. د تېر کال د فبرورۍ راهیسې له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی په دغه هېواد کې هم ډېر ماینونه ځای پر ځای شوي دي. د راپورونو پر بنسټ تر اوسه په اوکراین... Читать дальше...
په هندوستان کې افغان سفیر وایي، په افغانستان کې د خصوصي سکتور او اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د شمالي او جنوبي نړیوال ترانسپورتي دهلیز سره د چابهار بندر د نښلولو چارې پر مخ بیايي. فرید ماموندزي ازادي راډیو ته وویل، په همدې اړه یې دروانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ یې د هند د بهرنيو چارو وزارت په بلنه په یوې ورځنۍ کاري ناسته کې ګډون وکړ چې د هند د بندرونو او بحري انتقالاتو وزارت په نوښت، په نوې ډهلي کې ترسره شو. په دې ناسته کې د افغان سفارت د چارواکو ترڅنګ د ایران، روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، تاجکستان او کوربه هند چارواکو هم ګډون کړی و. Читать дальше...
شریف په خپلو دغو خبرو کې د چا نوم وا نه خیست خو کله چې ترې یو خبریال پوښتنه وکړه چې ایا د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ای اېس ای پخوانی مشر جنرال فیض حمید یادوي، نو ده یې په ځواب کې وویل، "تاسو ټولو ته معلومه ده. نه خو د چا نوم پټ دی او نه د چا شکل."
د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د ښاروالۍ اداره د خوړ(سېلاب) په منځ کې اباد شوی د خلبیسات بازار، هلته نږدې یوې خوندي سیمې ته لېږدوي. د خلبیسات بازار غرفې (ټپیرۍ) چې له نږدې درې لسیزو راپهدېخوا د خوړ په منځ کې ابادې شوي، د خوړ او سېلاب پر مهال دوکاندارن په خپلو غرفو کې اېښودل شوي توکي لیرې کوي او کله چې سېلاب ختم شي، نو خپلې غرفې بېرته فعالوي. د خلبیسات په خوړ کې شاوخوا زر لویې او وړې غرفې اېښودل شوي، چې د خوست ښار څخه په دویمه درجه کې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه لري او د څلورو ولسوالیو خلک پهکې پېر او پلور کوي. Читать дальше...
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، له نړیوالو مالي ادارو او ملګرو هېوادونو څخه د ډالرو نه لېږد له کبله د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې څه د پاسه څلور اربه ډالرو ته ورکمې شوې دي چې یوازې د شاوخوا درو اوونیو درامداتو لپاره کافي دي.
د خيبر پښتونخوا د لوبو ادارې د جنورۍ له ۱۸مې تر ۲۱مې د چارسدې په عبدالولي خان سپورټس کمپلېکس کې د بېلابېل کالجونو د نجونو ترمینځ د لوبو سیالیو تابیا کړې وه. د کبډي لوبغاړې نرګس يو له هغه نجونو ده چې پر ټولنیزو محدودیتونو سربېره یې خپلو لوبو ته دوام ورکړی دی. په دې اړه تفصیل په رپورټ کې وګورئ
په افغانستان کې د وچکالۍ له امله د اسهال یا نسناستې ناروغي ډېره شوې ده. په کابل کې یو شمېر هغه کورنۍ چې پاکې اوبه نهلري وايي، د تېر په پرتله یې اولادونه زیات په دې ناروغۍ اخته شوي چي دوی یې اندېښمن کړي دي. ۳۶ کلنه شکېبا چې درې ماشومان لري وايي، له تېرو درې اوونیو راهیسې یې درې واړه بچیان اسهال دي، خو د درملنې وس یې نهلري. هغې ازادي راډیو ته وویل: "څو ورځې کېږي چې اولادونه مې اسهال دي. مېړه مې بېکاره دی. د ډاکټرانو فیس هم ډېر لوړ دی، د کور خرچ هم نهلرو، پاتې خو لا دا چې اولادونه ډاکټر ته یوسوو. Читать дальше...
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د يو ۱۳ کلن ماشوم مرۍ د نامعلومه وسلهوالو لهخوا پرې شوې او وژل شوی دی. د یاد ماشوم پلار محمد شریف چې په سترګو نابینا دی، رسنيوته وویل، د هيچا سره دوښمني نهلري او په ښار کې به يې له خپل زوی سره يو ځای خيرات ټولاوه خو زوی يې لومړی برمته او وروسته وژل شوی دی. نوموړی له طالبانو غوښتنه کوي چې د زوی قاتلین دې ورته پیداکړي. محمد شریف زیاتوي، دوه کاله وړاندې يې د کورنۍ یو بل څلور کلن ماشوم هم د نامعلومو کسانو لهخوا په مرموز ډول وژل شوی و. د ارزګان د والي ویاند... Читать дальше...
په مشال مرکه کې مو د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) صوبايي سېکرټر نديم عسکر مېلمه دی. نوموړی د هغې جرګې په مشرانو کې شامل دي چې په وروستيو کې یې احتجاجي مظاهره کړې وه او له حکومته يې غوښتنه کړي وه چې د شمالي وزيرستان په شوه تحصيل کې موندل شوی ګیس دې لومړی د سیمې اوسېدونکو ته ورکړي. دی وايي، پر طبیعي وسایلو د ولس د واک تر حق اخیستو پورې مبارزې ته دوام ورکوي. بشپړه مرکه واورئ.
یو شمېر افغان نجونې چې ښوونځيو ته له تګ بېبرخې دي، د یونسکو راتلونکې جوړېدونکې غونډې ته په اشارې وايي، دا غونډه باید یوازې د افغان نجونو سره د خواخوږۍ د ښودلو لپاره جوړه نهشي. بهار چې د يوولسم ټولګي زدهکوونکى ده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، غواړي په راتلونکي تعليمي کال کې بېرته خپلې زدهکړې پيل کړي. نوموړې وايي: "کاش چې په نوي کال کې موږ یو بې توپیره او عادلانه حکومت ولرو چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او د ښوونځیو دروازې بېرته زموږ پر مخ پرانیزي. زه هیله لرم چې د یونسکو غونډه... Читать дальше...
فنلنډ نن جمعه اوکراین ته د ۴۰۰ ملیون یورو په ارزښت چې شا و خوا ۴۳۴ ملیون ډالره کېږي، د پوځي مرستو د نوې بستې د ورکولو ژمنه وکړه. دا ژمنه له اوکراین سره د فنلنډ د ټولو شویو پوځي مرستو اندازه ۵۹۰ ملیون یورو ته رسوي. د فنلنډ د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، د پوځي مرستو په دې بسته کې د لئوپارد-۲ په نوم ټانکونه شامل نهدي. پر جرمني فشارونه زیات شوي، چې اوکراین ته لئوپارد-۲ ټانکونه یا خپله ورکړي، یا د پولنډ په څېر نورو متحدو هېوادونو ته دغه اجازه ورکړي، څو په جرمني کې جوړ شوي دغه ټانکونه له خپله اړخه اوکراین ته ورسوي. Читать дальше...
په کوټه کې د رېلونو ادارې مشر فرید احمد مشال راډیو ته ویلي دي چې جعفر اېکسپرېس چې له مچه د پېښور پر لوري روانېده نو ټولې نهه بوګۍ (ډبې) یې لرلې. د ده په خبره، په اورګاډي پورې پینځه نورې ډبې په سېوۍ کې ورپورې ولګېدې.
په دغه ولایت کې مخکې تر ۱۵۰۰ ډېر د کبانو د روزنې او توليد فارمونه فعال وو، چې اوس دغه شمېر ۱۱۵۲ ته راټيټ شوی دی. د کندهار د کبانو د روزنې د ټولنې مسوولين وایي، اوس په کلني ډول په کندهار کې د کبابونو ۴۵۰ ټنه غوښه توليدیږي، چې بياهم د دغه ولایت اړتیا نهشي پوره کولای. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ملګري ملتونه وايي، افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی، چې نجونې او ښځې پهکې له تعلیم او تحصیل څخه بې برخې شوي دي. د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي ادارې یا یونسکو د تعلیم نړیوالې ورځې په درشل کې چې راروانه اوونۍ به لمانځل کېږي، د ټولو نجونو او ښځو پر مخ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د دروازو پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده. را روانه سېشنبه یعنې د جنورۍ ۲۴مه د تعلیم نړیواله ورځ ده. یونسکو وايي، نن سبا په نړۍ کې ۲۴۴ ملیونه ماشومان او ځوانان له ښوونځیو بېبرخې دي او ۷۷۱ ملیونه پوخ عمره کسان بېسواده دي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې به په ۲۰۲۳م کال کې ۲۸ ملیونه او درې لکه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري. دا په تېرو پنځو کلونو کې شا و خوا ۳۵۰ فیصده زیاتوالی ښېي. دغې ادارې نن جمعه په یوه ټویټ کې ویلي، د اقتصادي رکود، اقلیمي بدلون، لوږې او د شخړو اغېزو د خلکو اړتیاوې لا زیاتې کړې دي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو، په افغانستان کې د اقتصادي رکود له کبله خوړو ته د خلکو اړتیاوې زیاتې شوي دي.
عمران خان له وفاقي حکومته د قامي اسمبلۍ ماتولو او تر وخت مخکې د ټاکنو غوښتنه کوي خو وزیراعظم شهباز شريف په وار وار ويلي چې روانه اسمبلۍ به خپله اييني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې کېږي.
پولیسو د خیبر د جمرود پر تخته بېګ پوسته تر وسلوال او ځانمرګي برید وروسته پلټنې پیل کړې دي. د جنورۍ ۱۹مې په حمله کې دوه پولیس ووژل شول او د پوستې ودانۍ ته زیان واوښت. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې ده. ویډیويي رپورټ.
د کابل او هرات د بې سرپناه معتادینو لپاره وروستۍ دوې اوونۍ ډېرې وژونکي او ځوروونکي وې، ځکه د ژمي يخنۍ نژدې څلوېښت بې سرپناه معتادین ووژل. په کابل ښار کې د معتادینو د درملنې مرکزونو يو شمېر کارکوونکي د طالبانو د حکومت د نظاميانو په همکارۍ د کابل له پل سوخته سيمې څخه بې سرپناه معتادین راغونډوي او د ژمي له يخنۍ څخه د ژغورلو لپاره يې خوندي ځايونو ته وړي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وويل، دوی د بې سرپناه معتادینو لپاره يوه کمېټه جوړه کړې چې هغوی د ژمي له يخنۍ څخه وژغوري. Читать дальше...
د امریکا متحدهایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا طالبانو ته روښانه کړه چې د مشروعیت پیدا کولو لپاره لپاره څه اړین دي. د دې وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل پرون یوه خبري کنفرانس کې ویلي، که طالبان غواړي چې مشروعیت پیدا کړي، باید د ټولو افغانانو حقونو ته احترام وکړي. پټېل د افغان نجونو او ښځو په اړه د طالبانو اوسنۍ کړنلاره بشري حقونو ته سپکاوی وباله. نوموړي ويلي: "د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو سیاستونه بشري حقونو ته سپکاوی دی او تر هغه چې طالبان نجونې او ښځې ځپي، له نړیوالې ټولنې سره به یې اړیکې زیانمنې وي. Читать дальше...
د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ په خلبېسات بازار کې له شاوخوا پینځو کلونو راهیسې د روغتون وداني جوړه ده، خو فعالیت یې نه دی پیل کړی. د سیمې اوسېدونکي وايي، د روغتون نه فعاله کېدو له وجې د درملنې لپاره لیرې سیمو ته تګ ته مجبوره دي. د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د روغتون د فعالولو هڅې یې ګړندۍ کړې دي. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ په کېماړۍ کې مو سمندري يا بحري خواړه خوړلي؟ دلته هره ورځ په لسګونو خلک ورځي. د يو ریسټورنټ پښتون مالک وايي دوی د هغوی د شهرت وجه، ښه پخلی، د کارېګرو پوهه او مناسب قیمت دی. د نياز علي خان په دې ويډيو کې یې وګورئ چې د کېماړۍ د سمندري خوړو خوند له نورو ولې بېل دی؟
د پاکستان صدراعظم شهبازشریف ويلي، چې هېواد يې له روسيې سره په سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي چارو کې دوه اړخيزه همکاريو ته لېواله دی. شهباز شريف دا خبرې د روسیې د انرژۍ وزیر نیکولی شولګینوف په مشرۍ یوه پلاوي ته وکړې چې پرون (د جنورۍ پر ۱۹مه) یې په لاهور کې ورسره وکتل. د پاکستان دولتي راډيو خبر ورکړی چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د انرژۍ څانګې پر ارزښت موافقه وکړه. په دې لړ كې له روسيې څخه پاكستان ته د اوږدې مودې لپاره د تېلو او ګازو د رسولو په اړه د نظر... Читать дальше...