«Всем было одинаково страшно»: Сергей Светлаков рассказал о том, как стал жертвой теракта в «Крокус Сити Холле»

«Может, им еще пиццу заказать?» Народ возмущен комфортом террористов из «Крокуса» в СИЗО

Столичные врачи смогут определять патологии позвоночника с помощью ИИ-сервиса

МИД: Россия оценит риски от строительства в Румынии базы НАТО

World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2023

Новости за 27.01.2023

Pa.azadiradio.com 

نیوزیلينډ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه

د کوربه هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځ د کرېکټ درې شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د ۲۱ منډو په توپیر نیوزیلنډ وګټله. نیوزیلينډ لومړی توپوهنه وکړه او د ۱۷۷ منډو هدف یې وټاکه، چې هند یې په ځواب کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې. د نیوزیلينډ په توپوهونکو کې ډیون کانوې او ډاري میچل نیمه سلیزې ووهلې. د هند لپاره ورو توپ اچونکو واشنګټن سندر او کولدیپ یادف ښه توپ اچونه وکړه. د هند په توپوهونکو کې بیا واشنګټن سندر خپله لومړۍ نیمه سلیزه ووهله. دغه راز د شل اوریزو سیالیو لومړي نمبر توپوهونکی سوریا کومار یادوف بیا ۴۷ منډې وکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې معلولين له سختو اقتصادي ستونزو شکايت کوي

معلولین وايي، د یو شمېر کسانو سره مرستې شوي خو ډېر شمېر کورنۍ له مرستو بې برخي دي چې د ژمي په دې سړه هوا کې یې ژوند له کړاونو ډک دی. یو شمېر نور معلولین بیا غوښته کوي چې، د کار زمینه دې ورته برابره شي، تر څو د خپلو کورنیو د پالنې لپاره پخپله کار وکړي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

يو خصوصي شرکت د لوګر په صنعتي پارک کې د اوسپنې ويلې کولو فابريکه جوړوي

په لوګر کې یو خصوصي شرکت په پام کې لري، چې په لومړي ځل د دې ولایت په صنعتي پارک کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوسپنې د ویلې کولو په یوه فابریکه پانګونه وکړي، چې زرو کسانو ته به په‌کې دایمي کارموندنه وشي. د لوګر صنعتي پارک چې په محمداغې ولسوالۍ کې کابل سره په پنځلس کیلومترۍ کې جوړ شوی، پنځه سوه جریبه مساحت لري او له مخکې په‌کې د فابریکو او کارخانو د جوړولو لپاره څه نا څه اسانتیاوې برابرې شوي دي. چارواکي له نورو پانګه‌والو هم غواړي، چې د دې ځای مناسبو شرایطو ته په کتو دې پانګونه وکړي. د لوګر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين د ولسمشرۍ دفتر: د روسيې په يوه بريد کې لس ملکيان وژل شوي دي

د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زلنسکي دفتر وايي، د روسیې له‌خوا د هاوان مرمۍ د ویشتلو په پایله کې نن لس غیر نظامیان وژل شوي دي. د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر په وینا، شل تنه نور ټپیان شوي دي. د اسوشیتد پرس د راپور پر بنسټ، اوکرایني چارواکو ویلي، د هاوان مرمیو ویشتلو په پایله کې د اوکراین په لوېدیځ او سویل کې زیاتره ښارګوټي او کلي زیانمن شوي دي. له دې وړاندې یوه ورځ د روسيې د حملو په پایله کې یولس تنه اوکراینیان وژل شوی وو.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او يو شمېر هېوادونو کې د قران‌کريم د سوځېدو په غبرګون کې لاريونونه شوي

نن یو شمېر خلکو د افغانستان په ګډون پاکستان، عراق او لبنان کې د هغه څه خلاف چې دیني مقدساتو ته یې سپکاوی باله، مظاهرې وکړې. تېره شنبه د سوېډن د مهاجرت ضد یو تندلاري سیاستوال په ستاکهلم کې ترکیې سفارت ته څېرمه د یوه اعتراض په لړ کې د قران‌کریم یوې نسخې ته اور ورته کړ. په هالند کې هم د قران‌کریم یوه نسخه څیري کړای شوې ده. د رویترز د راپور پر بنسټ، د کابل د امینې قومندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي، نن د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر خلکو اعتراضونه کړي دي. د راپورونه پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: تېر يو کال کې ۸۰۰زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته را استول شوي دي

داسې ښکاري چې د نا امنۍ او د سخت اقتصادي بحران له امله د افغانانو کډوالي لا هم ادامه لري. د وحید په نوم يو افغان چې دوه میاشتې مخکې په غیر قانوني توګه ایران ته تللی و، وایي د ژوند ډېرې بدې او ترخې ورځې یې هلته تېرې کړې. دی چې نوي له ایران بېرته هېواد ته را استول شوی، ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل، د ایران د خلکو او د پولیسو غیر انساني چلند، به د یوې ترخې خاطرې په شان تل ورسره پاتې وي. نوموړی وايي: "ډېر بد وضیعت و، د ایران پولیسو ډېر بد چلند وکړ له ما سره، وهل ټکول، شکنجه او نور مالي زیانونه هم په‌کې شامل وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عظمت الله عمرزي د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې

د افغانستان ملي لوبډلې ځوان الراونډر عظمت الله عمرزي د بنګله‌دېش په غوره لیګ سیالیو کې په خپلې عالي توپ اچونې سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده. ښاغلی عمرزی چې له رنګپور رایډرز لوبډلې لوبیږي په ۴ اورونو کې یې د پیاوړې لوبډلې(سیلهت سټرایکرز) ۳ لوبغاړي سوځولي دي او ۱۷ منډې یې ورکړي. نوموړي وکړای شول چې د ټام مور، توحید او مشفق الرحیم مهمې ویکټې د لوبې په پیل کې ترلاسه کړي. د عمرزي تر ښې توپ اچونې وروسته د سټرایکرز لوبډلې یوازې ۹۳ منډو هدف وټاکله چې رایډرز لوبډلې د ۴ ویکټو په لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړيوال بانک تېر کال له اقتصادي پلوه افغانستان لپاره ښه بللی؛ اقتصاد پوهان: دا مبالغه ده

يوه مېرمن چې نه‌غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي، کابل کې ژوند کوي او د يوې شپږ کسيزې کورنۍ غړې ده. دا مېرمن وایي خاوند يې لاسي کراچۍ لري او د کورنۍ لګښتونه یې له همدې لارې پوره کول، خو اوس یې کار سم نه چلیږي. د کابل ښار د دغې اوسېدونکې په وینا، د بې‌وزلۍ شدت ورته رواني ستونزي پیدا کړي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "وضعیت مو ډېر خراب دی، اقتصاد مو هیڅ ښه نه‌دی، موږ ماشومان لرو، په کور کې مو نیکه او نیا هم شته، دا ډېره ستونزمنه ده، جوړي او ناجوړي لرو، قیمتونه لوړ شوي، سون توکي، سکاره، اوړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتيا سازمان: د بدخشان په پامير سيمه کې يوې ناروغۍ ۱۷ کسان مړه کړي دي

د بدخشان د لوی پامیر په سیمه کې د نوې ناروغۍ له امله د مړو شویو د شمېر په اړه ضد او نقیض راپورنه. د روغتیا نړېوال سازمان (WHO) وايي، دغې ناروغۍ ۱۷ سیمه‌ییز اوسېدونکي مړه کړي او نږدې سل نور کسان پرې اخته شوي دي. خو د طالبانو د حکومت د بدخشان ولایتي چارواکي وایي تر دې دمه په سیمه کې ۲۱ کسان مړه شوي چې ډېری یې ماشومان دي. د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې ورځې ناوخته په یو تویټ کې ویلي، چې د لارې د خرابوالي له امله د مرستو د رسولو لړۍ له ستونزو سره مخ شوې خو په وینا یې د سیمه‌ییزو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ خپلو هڅو ته دوام ورکوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو کې د عربي اماراتو او سويس استازو د افغان ښځو وضعيت د نه‌منلو وړ بللی

د افغانستان د مدني ټولنو یو شمېر ښځینه غړې په دې باور دي، چې که نړیواله ټولنه د طالبانو پر حکومت فشار راوړي، دوی به پر افغان ښځو او نجونو د بندیزونو لګولو په اړه خپله پرېکړه بدله کړي. د بدخشان ولایت یوې زده‌کوونکې او د مدني ټولنې فعالې مریم رسولي ازادي راډیو ته وویل: "که دغه ډله له‌مينځه نه‌شي وړی، نو په هغوی دې فشار زیات کړي، چې د ښوونځيو، پوهنتونونو او هغه دفترونو دروازې، چې ښځو په‌کې کار کاوه، پرانيزي، که نړيواله ټولنه په دغه ډله (طالبانو) فشار واچوي، هغوی به په يوه ورځ يا يوه اوونۍ کې خپلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امريکا پوځ د جو بايډن په امر سوماليا کې د اسلامي دولت ډلې يو مهم مشر وژلی

امریکايي چارواکي وايي، د بلال السوډاني په نوم د اسلامي دولت ډلې دغه محلي مشر د پنجشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ له‌خوا د ولسمشر جو بایډن په امر وژل شوی دی. د فرانسې خبري اژانس په حواله، امریکايي چارواکو ویلي، السوډاني وروسته له هغې په وسله‌واله جګړه کې ووژل شو، چې لومړی امریکايي پوځیان د هغه د نیولو په نیت د سومالیا په شمالي برخه کې پر یوه پېچلې غرنۍ سمڅه راکښته شول. داسې ښکاري چې د هغه نیول کېدل ناممکن برېښېدل. د پېښې په صحنه کې د السوډاني د ډلې ۱۰ نور کسان هم وژل شوي او امریکايي... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

نن هم په يو شمېر ولايتونو کې د قران‌کريم د سوځېدو په غبرګون کې لاريونونه شول

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې نن یوځل بیا په سوېډن کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قرانکریم د سوځولو په غبرګون کې لاریونونه وشول. د باختر خبري اژانس د راپور له‌مخې دا لاریونونه په پلازمېنه کابل او په غزني، بدخشان، پنجشېر، غور، بغلان، لغمان، بلخ، بادغیس او څو نورو ولایتونو کې وشول چې په ترڅ کې یې د یوه سوېډني سیاستوال دا عمل وغندل شو. په تېرو څو ورځو کې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د دې پېښې په غبرګون کې لاریونونه وشول چې په ترڅ کې یې د سوېډن بیرغ هم وسوځول شو. له نورو اسلامي هېوادونو څخه هم د ورته اعتراضونه راپورونه رارسېدلې دي.

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې يو چارواکی: روسيې پر اوکراين د جګړې بل پړاو پيل کړی

د اروپايي ټولنې یو جګپوړی چارواکی وايي چې مسکو د اوکراین پر ضد د جګړې یو بل پړاو چې پر ملکي وګړو او غیر پوځي اهدافو بې‌درېغه حملې دي پیل کړی. د اروپايي ټولنې د اروپايي عملیاتي خدماتو عمومي منشي ستیفانو سانینو نن د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د خبرو پر مهال همدا راز وویل، چې د اوکراین پوځ ته د جرمني او امریکا له‌خوا د پرمختللو ټانکونو د ورکولو علت هم د روسیې پارونې وې. ښاغلي سانینو زیاته کړه چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین دا جګړه د ځانګړو عملیاتو په نوم پیل کړه خو اوس یې خبره د ناټو او لوېدیځ پر ضد جګړې ته رسولې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراين د روسيې د بريدونو شدت؛ زلنسکي: د جنګي وسايطو لېږد بهير دې چټک شي

د اوکراین پوځ نن جمعه د ختیځو سیمو دونیڅک او لوهانسک په ځینو برخو کې د روسي پوځیانو له‌خوا له څو استقامتونو د پوځي عملیاتو د تشدید خبر ورکړی دی. د اوکراین پوځ وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوهانسک او دونیڅک پر ۱۱ موقعیتونو حملې په شا تمبول شوي دي. د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، چې د دغو راپورونو کره والی نه‌شي تاییدولی. تر دې یوه ورځ مخکې که څه هم د کییف هوايي مدافع زیات ویشتل شوي توغندي شنډ کړل، خو مسکو بیا هم د اوکراین پر بېلابېلو برخو د میزایلو حملې وکړې، چې لږ تر لږه ۱۱ کسان یې ووژل او یو برښناکوټ یې زیانمن کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امينه محمد: پر افغان نجونو او ښځو د محدوديتونو ليرې کېدو ته هيله‌مندي پيدا شوې

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امينه محمد هیله‌منه ده چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه به یو څه ليرې شي. امينه محمد له سي‌ان‌ان ټلوېزیون سره مرکه کې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې مشره سیما باهوس هم ورسره وه ویلي، د طالبانو خپل‌منځي اختلاف او تر خوا یې د ټولو لوریو فشار ته په کتو احساسوي چې د یو شمېر بندیزونو لېرې کېدل ممکن دي. امينه محمد پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه هم له اسلام سره ټکر کې بولي او د داسې اقداماتو غوښتونکې ده چې ستونزې حل کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار سر پرې کړې او مخ پټې نانځکې

طالبانو امر کړی چې د کابل ښار جامې پلورونکي دې د هغو نانځکو مخونه پټ او یا سرونه پرې کړي چې د جامو د نندارې لپاره‌یې په خپلو دکانونو کې ايښي دي. طالبان دا نانځکې له بتانو سره تشبیه کوي او غیر شرعي یې بولي. د ښار یو شمېر جامې پلورونکي وايي دې کار یې پر پلور منفي اغېز کړی دی.

Mashaalradio.com 

د پاکستان اقتصاد ولې مخ پر خرابېدو روان دی؟

د یوې سرکاري اعلامیې تر مخه د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار د جنورۍ پر ۲۵ مه په اسلام اباد کې د اسیا لپاره د امریکا د خزانې وزارت له مرستیال سیکرټري رابرټ کپروت سره د دې لپاره لیدلي چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور په اخیستلو کې ورسره مرسته وکړي.

Pa.azadiradio.com 

تهران کې د اذربايجان پر سفارت بريد کې يو تن وژل شوی

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه ویلي، په تهران کې د دوی د سفارت مخې ته یو تن هغه وخت ووژل شو او دوه نور ټپیان شول، چې سهار یوه حمله کوونکي د سفارت د ساتونکو پر پوسته حمله وکړه. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، حمله کوونکي په دغه برید کې د ګارډانو مشر وژلی دی. په دې باب نور توضیحات نه‌دي ورکړل شوي. د ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا لیکلي، چې د تهران د پولیسو مشر، د حمله کوونکي د نیولو خبر ورکړی دی. راډیو فردا وايي، له خپرو شویو تصاویرو ښکاري چې حمله کوونکی توانېدلی و، چې سفارت ته دننه ورشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتيا سازمان: د بدخشان په يوه کلي کې د تنفسي ناروغيو له امله ۱۷ کسان مړه شوي دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له پرون پنجشنې د بدخشان په یوه کلي کې د سختو تنفسي ناروغیو ۹۷ قضیې او د ۱۷ کسانو مړینه ثبت شوې ده. د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دوی د بدخشان د واخان ولسوالۍ په پامیر کلان کلي کې له محلي چارواکو سره د دې خپرې شوې ناروغۍ په درملنه کې همکاري کوي. خو ازايۍ راډیو تېره اوونۍ راپور ورکړی و، چې په بدخشان کې د دغو تنفسي ناروغیو له کبله ۲۱ کسان مړه شوي دي. له ۱۷ورځو راهیسې په افغانستان کې د یخنۍ له کبله په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۶۰ زیات کسان مړه شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي

د دې تړون پر بنسټ به د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي او د کرنفيلډ (Cranfield) پوهنتون به د سټلایټ په وسیله لاسته راغلي عکسونه او شواهد تحليلوي او په دې ډول به د کوکنارو د کښت اندازه معلوموي. د دې برېتانوي پوهنتون په اعلاميه کې راغلي، د سټلایټ په وسیله دا سروې به د روان ميلادي کال په سر کې پيل شي او د جولای تر مياشتې پورې به دوام وکړي. په دې سروې کې به پنځه لکه هيکټاره زراعتي ځمکې شاملې وي. له نشه يي موادو سره د مبارزې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين پوځ: روسي ځواکونو د اوکراين په ختيځو سيمو کې عمليات سخت کړي دي

د اوکراین پوځ نن ویلي، روسي ځواکونو په ختیځو سیمو دونیڅک او لوهانسک کې له څو استقامتونو خپل عملیات سخت کړي دي. په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د هغو هېوادونو مننه وکړه، چې کییف ته یې د پرمختللو ټانکونو د ورکولو ژمنه کړې ده. زلنسکي له دغو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د دغو جنګي وسایطو د لېږد بهیر چټک کړي، ځکه د جګړې په ډګر کې سخته اړتیا ورته لیدل کېږي. د اوکراین پوځ وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد د دوو ختیځو سیمو پر ۱۱ موقعیتونو حملې په شا تمبول شوي دي. تر دې یوه ورځ مخکې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پیشوګانو مور: کینیا کې یوې ښځې ۶۰۰ پیشوګانې ساتلي

په کینیا کې یوې ښځې په خپل کور کې تر ۶۰۰ پورې پیشوګانې ساتلې دي. ۵۱ کلنه رېچل کابو وایي په ۲۰۲۰ ز کال کې یې په خپل کور کې د پیشوګانو ساتل پیل کړي ول او له هغې وروسته ورته ګاونډیان د پیشوګانو مور وایي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیویي راپور.

Pa.azadiradio.com 

برېتانيا راتلونکې اوونۍ اوکراين ته پوځي وسايل لېږي

د برېتانیا حکومت غواړي چې راتلونکې اوونۍ د اوکرایني ځواکونو له روزلو وروسته د مارچ په وروستیو کې اوکراین ته ټانکونه او پوځي وسایل ولېږي. د برېتانیا صداراعظم ریشي سوناک پرون (پنجشنبه) خبریالانو ته وویل: "هر څه له پلان سره سم پر مخ ځي." برېتانیا د اوکراین لومړنی متحد هېواد دی چې روانه میاشت یې وویل، ۱۴ چلنجر-۲ تهاجمي ټانکونه اوکراین ته ورکوي. امریکا او جرمني هم په خپل منځ کې اختلاف ته شا اړولی او د چهارشنبې په ورځ یې وویل چې اوکراین ته ټانکونه او پوځي وسایل لېږي.

Pa.azadiradio.com 

امريکا: 'واګنر' يوه جنايتکاره ډله ده

د امریکا متحده‌ایالتونو د واګنر (Vagner) ډله د یوې بهرنۍ جنایتکارې ډلې په توګه معرفي کړه. د امریکا حکومت په یوه فرمان کې د دغه روسي شرکت خلاف بندیزونه اعلان کړل. د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ په دې تړاو د یوه چینايي شرکت او په متحده عربي اماراتو او په مرکزي افریقا جمهوریت کې څو تنه او شرکتونه تحریم کړي وو.


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Более 50 работ представят на творческой выставке участников «Активного долголетия» в Химках

Закупки Газпрома. 28 марта 2024 г. Капитальный ремонт и др. услуги

В Калмыкию прибудет туристический поезд "Цветущая степь"

Mash: актера Свиридова из сериалов «Универ» и «СашаТаня» срочно прооперировали

Музыкальные новости

Фестиваль оперы имени Лхасарана Линховоина открылся оперой «Князь Игорь»

Зампред Мосгордумы Андрей Медведев призвал привлечь к ответственности азербайджанского миллиардера, владельца «Крокуса» Араза Агаларова

В России назвали топ самых благополучных регионов по итогам 2023 года

Metaratings: "Спартак" может уволить Абаскаля по ходу сезона, клуб ищет тренера

Новости России

Специалисты отреставрируют фасады Центрального универсального магазина

Yetkinresport: обвиняемые в теракте в «Крокусе» жили в престижных районах Стамбула

В Калмыкию прибудет туристический поезд "Цветущая степь"

Студентка поблагодарила террористов за нападение на «Крокус»

Экология в России и мире

Признаки интернет-зависимости

Не выбрасывайте миндальный жмых: доктор Кутушов рассказал как его применять

Как спасти отношения: групповая терапия для счастливой семьи

Туроператор Анекс-тур сделал заявление по турам на лето-2024, дав полный расклад

Спорт в России и мире

Рыбакина о том, что не играла в Индиан-Уэллс из-за болезни: «К сожалению, восстановление заняло много времени»

Елена Рыбакина сообщила тревожные новости

Александрова обыграла первую ракетку мира на турнире WTA

Теннисистка Александрова оказалась сильнее полячки Швентек на турнире WTA в США

Moscow.media

Семья с пятью детьми отравилась угарным газом

В Петровске пенсионерка погибла на пожаре

Производство автомобилей европейской марки возобновилось в России

Цветёт золотая акация...











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Фигурант дела о теракте в «Крокусе» Касимов располагал несколькими кафе в России

Гимназию № 23 капитально отремонтируют в Химках

Депутаты обсудили вопрос сокращения отделений почты на селе

В Калмыкию прибудет туристический поезд "Цветущая степь"