Творческий конкурс для школьников стартовал в столице

Незаконный пункт приема металлолома демонтировали на северо-западе Москвы

Дни открытых дверей пройдут в двух городских образовательных учреждениях

Собянин поблагодарил помогавших в ликвидации последствий трагедии в «Крокус Сити Холле»



World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2023

Новости за 07.01.2023

Pa.azadiradio.com 

مک کارټي: له افغانستانه د راوتلو قضیه کې مسوولو اړخونو سره حساب کوو

جمهوري غوښتونکی کېوېن مک کارټي د امریکا د استازیو جرګې مشر وټاکل شو. د امریکا د استازیو جرګې اکثریت او مشري د جمهوري غوښتونکو لاس ته ولوېده. د امریکا ولسمشر جوبایډن د ادارې یو کلک منتقد کېوېن مک کارټي شنبه سهار وختي په پنځلسم دور رایګیري کې د استازیو جرګې د مشر په توګه وټاکل شو. هغه په خپله لومړۍ وینا کې ټينګار وکړ چې له ټولو مسوولو کسانو سره به حساب کتاب کوي. هغه وویل: "موږ به له ټولو مسوولو اړخونو سره حساب کتاب کوو. له افغانستانه د راوتلو له قضیې را نیولې د کوېډ تر مرکز او د اف بي ای تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوټزل: افغانستان د بحران یوه نوي پړاو ته ننوځي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر مرستیال په افغانستان کې د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو پر تحصیل او په غیرحکومتي ټولنو کې د ښځو پر کار د بندیز د سمدستي لیرې کېدو غوښتنه کړې. یوناما پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې مارکس پوټزل دا خبرې نن د طالبانو د حکومت د لوړو او مسلکي زده کړو له سرپرست وزیر مولوي ندامحمدندیم سره په کتنه کې کړي. پوټزل ویلي چې افغانستان د بحران یوه نوي پړاو ته ننوځي. د ده په وینا د ښځو پر زده کړو او کار بندیز ټول افغانان زیانمنوي. د طالبانو د حکومت د اقتصاد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې ۲ تنه اعدام شول

په ایران کې نن دوه تنه اعدام شول. د ایران قضایه قوه وایي چې دا کسان د حکومت پر ضد د اعتراضونو پرمهال د کرج په سیمه کې د بسیج ځواکونو د یوه غړي د وژلو په جرم اعدام شول. د میزان په نوم د ایران د قضایه قوې د راپور له مخې محمد مهدي کرمي او سید محمد حسیني د روح اله عجمیان د وژلو په تور په دار وځړول شول. پر کرمي او حسیني د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې د اعدام حکم شوی و. دوی د نومبر په درېیمه د بسیج ځواکونو د غړي عجمیان په وژلو تورن شوي وو. کرمي او حسیني دا تور رد کړی و او ویلي یې و چې دوی په زندان کې شکنجه شوې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کییف کې سلګونه عیسویانو د کرسمس جشن ونمانځه

سلګونه عیسویانو نن د اوکراین د پلازمېنې کییف په پیچیرسک لاورا عبادتځای کې د ارتودوکس کلیسا د کرسمس جشن په یو لړ مراسمو کې ونمانځه. دا کلیسا له جګړې مخکې د روسیې د ارتودوکس کلیسا یوه برخه وه، خو په تېر مې میاشت کې یې خپل اړیکې ورسره پرې کړل. اوکراین سږنی کرسمس په داسې حال کې نمانځي چې د روسیې له اشغال سره لاس ګرېوان دی. د لاورا کلیسا مشر په خپله وینا کې وویل، اوکراین له معنوي پلوه له روسیې سره روانه جګړه ګټلې.

Pa.azadiradio.com 

یو ټولنیز بنسټ د افغان ښځو د کار او زده کړو د بندیز پر خلاف اعتراض وکړ

د افغانستان 'دهمدیگر پذیرۍ' ټولنیز بنسټ نن په سر پټې فضا کې د نجونو او ښځو د کار او زده کړې پر حق د بنديزونو په اړه اعتراض وکړ. ازادي راډیو ته په را لېږلي شویو انځورونو کې کې لیدل کېږي چې د اعتراض کوونکو په لاسونو کې شعارونه نیولي او غوښتنه کوي چې د باید د ښځو پر وړاندې د کار او زده کړو دروازې پرانیستل شي. یو اعتراض کوونکي تابش ازادي راډيو ته وويل: "ویل شوې ولولئ دا لوست یو کس ته نه بلکې ښځې او نارینه دواړو ته ویل شوي چې ولوله او لوست یې په دواړو ښځو او نارینه باندې فرض کړی. موږ له اسلامي امارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیف د چلډرن: د افغان ښځو په کار بندیز به ماشومان بیا کار کولو ته اړ کړي

د ماشومانو ملاتړ نړیواله موسسه یا سیف د چلډرن وايي، په نادولتي ادارو کې د افغان ښځو له کاره منع کول د دې لامل کېږي چې ماشومان بیا کار کولو ته اړ شي. د ۱۲ کلنې زینب مور د کابل ښار په واټونو کې توکي پلوري. دغه مېرمن وايي، پخوا يې په يوه نادولتي اداره کې د تلاشۍ په برخه کې کار کاوه، خو اوس چې بېکاره ده دا او لور یې د سړک پر غاړه توکي پلوري. هغې ازادي راډيو ته وويل چې خاوند يې د كابل په ښار کې مزدوري کوي او په یوازې ځان نه شي کولای د خپلې شپږ کسیزه کورنۍ مصرف پوره کړي. هغې وویل: "پخوا مې په یو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د هوا له سړېدو سره د ګازو د نیولو امله مړینې هم ډېرې شوې

په افغانستان کې د هوا له سړېدو سره د ګازو د نیولو امله مړینې هم ډېرې شوې دي. سهراب داوړ چې د وزیرستان اوسېدونکی و او د ناامنیو له امله ۸ کاله مخکې خوست ته کډوال شوی و، څلور ورځې مخکې د ګاز نیولو په پېښه کې خپله دی او درې اولادونه‌یې ووژل شول او یوازې مېرمن‌یې ژوندۍ پاتې شوه چې اوس په روغتون کې بستر ده. د سهراب یو نږدې خپل رفیع‌الله ازادي راډيو ته وویل، نوموړی هر سهار وختي لمانځه ته راپاڅېده، خو په هغه ورځ‌یې چې درک ونه‌لګېد، کور ته‌یې ورغی او بیا یې چې څه ولیدل، د سترګو لیدلی حال یې شریک کړ. هغه وویل... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په قطر کې د اوښانو هينډبال لوبه

په عربي هېوادونو کې په عمومي توګه د اوښانو ځغل سيالۍ کېږي خو دا ځل د اوښانو هينډبال لوبې هم کېږي. د رویټرز اژانس ويډيويي راپور:

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تېر نظام یو جګپوړی جنرال په چک جمهوریت کې ومړ

د افغانستان د دفاع وزارت یوه پخواني جګپوړي جنرال په چک جمهوریت کې له نړۍ سترګې پټې کړې. ډګرجنرال غلام سخي احمدزی په تېر جمهوري نظام کې د دفاع وزارت مرستیال پاتې شوی و. د هغه د کورنۍ یوه غړي متقاعد جنرال عبدالغفار احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "زما خوریي د هېواد د وسله وال پوځ پخوانی ډګر جنرال ډيپلوم ارکانحرب غلام سخي احمدزي د جدي په شپاړسمه نېټه په چک جمهوریت کې خپل روح حق ته وسپاره. غلام سخي احمدزی د هېواد له تجربه کارو پوځي کادرونو څخه و." خو جنرال عبدالغفار احمدزي د ډګرجنرال... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

موسسو کې د ښځو په کار بندیز؛ شارټر: طالبان د افغانانو له ژوند سره لوبې کوي

په نادولتي ملي او نړیوالو ادارو کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو په کار د بندیز په اړه د غبرګونونو په دوام د افغانستان لپاره د بریتانيا شارزدافېر هوګو شارټر ویلي، طالبان په دې کار سره د افغانانو له ژوند سره لوبې کوي. شارټر په خپل ټوېټر په څو بېلابېلو ټوېټونو کې د طالبانو دا پرېکړه ښکاره جنسیتي تبعیض او د نړیوالو قوانینو او بشري مرستو له اصولو سرغړونه بللې ده. هغه لیکلي، بریتانیا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ، د اسلامي همکاریو سازمان، د جي ۷غړي هېوادونه او نورې نادولتي موسسې په طالبانو غږ کوي چې دا ناعالادنه پرېکړه بېرته واخلي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاریس کې یوه هنرمنده د میټرو په تم ځایونو کې سندرې وايي

ایلي جاډیلوټ په سهار کې د پیرس په یوه بیکرۍ کې چاکلیټ خرڅوي خو چې مازیګر شي نو د واده کالي په غاړه د ښار په میټرو سټیشنونو کې سندرې وايي. جادیلوټ یو له هغو ۳۰۰ موسیقارانو څخه ده چې د ښار د ترانزیتي شبکې له خوا ورته د میټرو سټیشنونو په دهلیزونو د خپل هنر د اظهار اجازه ورکړل شوې ده. په دې اړه ویډیو وګورئ

Pa.azadiradio.com 

ځينې حکومتي کارکوونکي: د طالبانو توپیري چلند او پېغورونو له امله مو دندې پرېښي

د تېر جمهوري حکومت یو شمېر ملکي کارکوونکي چې اوس هم د طالبانو په واکمنۍ کې کار کوي ادعا کوي وايي، په ادارو کې د طالبانو له لوري د توپیري چلند ترڅنګ پېغورونه ورکول کېږي. د تېر جمهوري حکومت یو کارکوونکی دی چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته بیا هم خپلې مخکېنۍ ادارې ته ورغی او خپل کار ته یې ته دوام ورکړ، خو ادعا کوي چې د طالبانو توپیري چلند او پېغورونو اړ کړ چې له خپلې دندې استعفا وکړي. دا کس چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل، هره اداري ناسته به د دوی په توهین پیلېده. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خویندې چې کیني وروڼه ستایي

ټپه د پښتو ادب یو ځانګړی صنف دی چې په اړه یې داسې هم ویل کیږي چې د پښتنو میرمنو له خولې وتلې ده او پکې یې د دوی د زړه حال بیان شوی دې. د نن په تاندې هیلې پروګرام کې پر پښتو ټپه او د پښتنې میرمنې سره د دې په تړاو تاسو ته مالومات درکوو.

Pa.azadiradio.com 

د اقتصادي ستونزو له کبله د کندهار د یو شمېر اوسېدونکو شکایت

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای د ژمي په موسم کې خپلې اړتیاوې پوره کړي. دوی دغه راز شکایت کوي چې بشري مرستې د دوی په نوم راځي، خو دوی ته نه رسېږي. بلخوا په کندهار کې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د بېوزلو کسانو شمېر زيات دی او دوی ورسره د سروې له مخې مرستې کوي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان مسوولان: د غره ښووېدنې پېښې له کبله د ایسارو کسانو د ژغورلو چانس کم دی

د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د غره ښووېدنې په پېښه کې د ایسارو خلکو د ژغورلو هڅې د واورې او توپاني هوا په خاطر ټکنۍ پر مخ ځي. په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست بېګا ناوخته لیکلي چې که څه هم د دفاع وزارت ژغورونکي ټیمونه سیمې ته رسېدلي، خو د ایسارو خلکو د ژغورلو چانس کم دی. چارواکو د درېیو کسانو د ګیر پاتې کېدو خبره کړې، خو ځینو رسنیو د لږ تر لږه لسو کسانو د بند پاتې کېدو راپورونه ورکړي. د غره د ښووېدو دا پېښه د پنجشنبې په ورځ پېښه شوې.

Pa.azadiradio.com 

د بستر خدماتو کمښت له کبله ځينو معتادینو غيرمعياري درملنې ته مخه کړې

يو شمېر معتادین وايي چې د معتادینو په مرکزونو کې د بستري خدماتو د نشتوالي له امله د دوی کورنۍ هغوی داسې ډاکټرانو ته ورولي چې په کور کې د هغوی درملنه کوي. صديق الله (۲۵) کاله عمر لري، دی په وروستيو مياشتو کې په کابل کې څو ځله د معتادینو د درملنې مرکزونو ته ورغلی دی، خو چا نه دی بستري کړی او ده هم خپلو نشو ته دوام ورکړی دی. د صديق الله کورنۍ په کابل کې يوه میاشت مخکې له يوه درملتون څخه د نشې پرېښودلو درمل رانيول چې د دې درملو په مرسته په کور کې د صدیق الله درملنه وکړی، خو د متخصص ډاکټر پرته يې د دردونو زغم نه درلود او له کوره وتښتېده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د واورې او سخت باران اټکل شوی

په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې په ۱۵ ولایتونو کې د واورې او سخت باران په اړه خبرداری ورکړی دی. دې ادارې پرون جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي چې شنبه او یکشنبه د واورې او باران د پېښېدو اټکل شوی. په اعلامیه کې د پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، غزني، بامیان، غور، دایکندي، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، فراه او بدخشان ولایتونو نومونه یاد شوي. په دې سربېره په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې دا څو ورځې پرله پسې سړه هوا چلېږي.

Pa.azadiradio.com 

افغان کډوالو ته د رسېدنې په خاطر له پاکستان سره ۶۰ میلیونه ډالره مرسته شوې

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وايي، چې امریکا تېر ۲۰۲۲ مالي کال کې افغان کډوالو ته د رسیدنې په خاطر له پاکستان سره ۶۰ میلیونه ډالره مرسته کړې. د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونالډ بلوم ويلي چې امريکا د ٢٠٠٢ کال له پيله تر اوسه پاکستان ته د افغان کډوالو د لاسنیوي لپاره ٢٧٣ ميليونه ډالره مرسته کړې ده. تر ټولو زیاتې مرستې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د روغتیا او پوهنې په برخو کې له افغانانو سره شوې دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د ایران پر دوو هوايي شرکتونو نوي بندیزونه لګولي

د امریکا متحدو ایالتونو د ایران پر دوو هوايي شرکتونو له روسیې سره د دغه هېواد د بې پیلوټه الوتکو د مرستې په خاطر نوي بندیزونه لګولي دي. د امریکا د خزانې وزارت پرون د جنورۍ ۶مه وویل چې د قدس ډلې هوايي صنعت او د ایران د فضايي صنایعو سازمان تر بندیزونو لاندې راغلي دي. دغه راز ویل شوي چې د دواړو ادارو اجرایوي غړي او د بورډ غړي د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو په جوړولو کې د لاس لرلو له امله له بندیزونو سره مخامخ دي. د امریکا د خزانې وزیرې جینت ییلن ویلي، هېواد به یې پر اوکراین د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: د خرسون په ګډون بېلابېلو جبهو کې نښتې شوي

د اوکراین پوځ وايي، د روسیې له خوا د اوربند له اعلان سره سره، پرون د جنورۍ ۶مه د جنوبي ښار خرسون په ګډون په بېلابېلو جبهو کې نښتې روانې وې. په خرسون کې د اوکراین د پوځ قوماندان یاروسلاو یانوشیویچ وايي، د دغه ښار د اور وژنې څانګه د راکټي بریدونو له امله په نښه شوې چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یوه ورځ مخکې ویلي وو چې اوربند به د اورتودوکس کرسمس په مناسبت د جنورۍ د شپږمې له سهار د جنورۍ د اوومۍ د شپې تر نیمايي دوام وکړي. خو د اوکراین ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب محکمې یو ۲۲ کلن ځوان په اعدام محکوم کړ

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب محکمې یو ۲۲ کلن ځوان په اعدام محکوم کړ. یو ۲۲ کلن ایرانی ځوان منصور دهمرده په مظاهرو کې د ګډون په خاطر د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي محکمې له خوا په اعدام محکوم شو. محکمې هغه د ځمکې په مخ د فساد په تور محکوم کړی هغه جرم چې په ایران کې ورته د اعدام سزا اورول کېږي. د ازادۍ راډيو فردا څانګې راپور ورکړی چې دغه ۲۲ کلن بلوڅ ځوان چې يو جسمي معلولیت هم لري، له تېرو لسو ورځو راهيسې شکنجه شوی او حتی غاښونه او پوزه يې ماته شوې. منصور دهمردي په محکمه کې وويل چې... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Мужчина получил 9,5 года колонии за избиение до смерти сожительницы в Москве

Группа ВТБ: 40 % жителей ПФО регулярно занимаются спортом

ТАСС: в Москве задержали директора "Росатома" Сахарова по делу о крупной взятке

В Москве задержаны топ-менеджеры «Росатома» и «Оргэнергостроя» по делу о взятке

Музыкальные новости

Миллиарды Абрамовича не помогли: либерал глумился над ЧП в "Крокусе"

Metaratings: "Спартак" может уволить Абаскаля по ходу сезона, клуб ищет тренера

США включили ряд российских блокчейн-платформ в список SDN

Топливному компромиссу между Украиной и Азербайджаном пришел конец?

Новости России

Надежда на возвращение. 71

Финаналитик Беляев: западным фирмам придется побороться за место на рынке в РФ

Исроил Исломов обжаловал решение суда о своем аресте

Travel-эксперт Тариел Гажиенко: о чем нужно помнить при планировании путешествия

Экология в России и мире

В России зафиксирован рекордный рост цен на авиабилеты: названы новые реалии

Врач дерматолог-косметолог Мадина Байрамукова: когда от чистки лица лучше отказаться

ООО «РСХБ-Страхование жизни» приняло участие в конференции InsurSelling-2024

Jean Paul Gaultier весна-лето 2024

Спорт в России и мире

Рыбакина, наряду со Свёнтек, имеет 70% побед на WTA-1000 против соперниц из топ-10

Хачанов победил Черундоло и пробился в 1/8 финала турнира ATP в Майами

Теннисистка Касаткина отреагировала на высказывания Винер о россиянах

«Бомж» Дарья передает всем привет»: Касаткина ответила на слова Винер

Moscow.media

Система управления доступом RooX UIDM совместима с ОС Astra Linux

Более 450 км федеральных трасс отремонтируют в четырех регионах Северо-Запада

Летний Петербург. Исаакиевский собор

Производство автомобилей европейской марки возобновилось в России











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Лотерейному миллионеру снова улыбнулась удача: пчеловод из Ростовской области выиграл почти 10 миллионов

Инди-группа «Комсомольск» объявила о завершении концертной деятельности

В ЦФО объем выдач ипотеки вырос в два раза

Московские ветеринары называли самые популярные виды домашних животных