د کندز يو زیات شمېر اوسېدونکي د درملنې په خاطر یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي. که څه هم په کندز کې پر دولتي روغتیايي مرکزونو سربېره یو شمېر عصري شخصي روغتونونه هم موجود دي چې په پرمختللو امکاناتو سمبال دي خو لا هم د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ناروغۍ د درملنې په خاطر یوناني طبیبانو ته مراجعه کوي. د دې ولایت یو اوسېدونکي څلوېښت کلن نصیراحمد له یو کال راهیسې یوناني درمل کاروي. هغه په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل: "دغه یوناني دوايي ډېر موثره دي. د معاصر طب ډاکتران هم شته دي. چا ته د یوناني طبابت ډېر صفت وکړ او په همدې خاطر زه دلته راغلم. Читать дальше...
د کوربه پاکستان او نیوزيلنډ ترمنځ د کراچۍ په نېشنل لوبغالي کې دویمه یو ورځنۍ لوبه نیوزيلنډ د ۷۹ منډو په توپیر وګټله. د درې یو ورځنیو لوبو په لوبلړۍ کې تر دې دمه دواړه لوبډلې یوـ یو برابرې دي. نیوزیلنډ پچه ګټلې وه او توپ وهنه یې وکړه، دوی که څه هم پوره ۵۰ اورونه ونه لوبول، خو بیا یې هم د ۲۶۲ منډو هدف وټاکه. د نیوزلینډ لپاره ډیون کانوې ۱۰۱ او کېن ویلیمسن بیا ۸۵ منډې وکړې. د پاکستان په توپ اچونکو کې محمد نواز او نسیم شاه بیا هم ښه وځلېدل، دوی په ترتیب سره ۴ او ۳ ویکټې واخیستې. د پاکستان لپاره... Читать дальше...
د مومندو په غلنۍ کې د جنورۍ پر ۱۱مه د امن پاڅون غونډه شوې چې پکې ګډونوالو له حکومته د امنیت ټینګښت غوښتنه وکړه. غونډه د مومندو د سیاسي ګوندونو اتحاد جوړه کړې وه. د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د ټولې صوبې امنیت ته ژمن دی او په دې برخه کې یې د وسلوالو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. ویډیويي رپورټ.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې په کابل کې د ماشومانو د دماغي فلج یا ګوزڼ پېښې ۵۰ سلنه زیاتې شوي دي. شکيلا درې ماشومان لري چې ټول یې په ګوزڼ اخته دي. نوموړې چې د هرات ولايت اوسېدونکې ده وايي چې د نورو خلکو کورونو کې کار کوي او کومې پیسې چې لاس ته راوړي لږې دي او په سختۍ پرې ژوند مخته وړي. د شکيلا په وينا، درې ماشومان یې چې دوه هلکان او يوه نجلۍ ده، ١٨ کلن، ٩ کلن او ۶ کلن دي. شکيلا وايي چې د ګوزڼ ناروغۍ له امله یې ماشومانله مرستې پرته هېڅ هم نه شي کولای. د دوی خوراک، څښاک ځان ساتل، ټول ورترغاړه دی. Читать дальше...
د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت غواړي چې د سکالرشیپونو په مرسته د سیمې او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې ۵ زره افغانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. د افغان ځوانانو لپاره د سکالرشیپونو د اعلان په دوام دا ځل جرمني اعلان کړی چې د هغو زرګونو افغان ښځو او نجونو لپاره به د زده کړو زمینه برابره کړي چې د طالبانو د حکومت له خوا له زده کړو بې برخې شوې دي. يو شمېر ښځينه محصلانې د جرمني حکومت له دې اقدام هرکلى کوي، خو وايي چې طالبانو د ښځو او نجونو پر مخ ټولې لارې تړلې او د دوى لپاره له دا ډول بورسونو ګټه اخيستل ګران دي. Читать дальше...
په وزارت کې یو چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د پېښې پر مهال د بهرنیو چارو په وزارت کې له چینايي ډېپلوماټانو سره غونډه روانه وه.
په کابل کې چاودنې ځاني تلفات اړولي. دغه چاودنه د چهار شنبې ورځې ناوخته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مخې ته په غځېدلي سړک وشوه. په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل: "نن څلور بجې شاوخوا د باندنیو چارو وزارت پر سړک چاودنه شوې چې له بده مرغه تلفات لري. د امنیتي برسۍ ټیمونه سیمې ته ورغلي، د پېښې جزئیات به وروسته درسره شریک کړل شي." ځدراڼ په یوه بل پیغام کې ویلي، دغه پېښه کې ۵ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه، د پېښې عاملان به په خپلې سزا ورسوي. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چاودنه شوې ده. د فرانس پرېس اژانس په باور شاوخوا ۲۰ کسان په دې چاودنه کې یا وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په کابل کې د فرانس پرېس موټر چلوونکی جمشید کریمي وایي، دی نه پوهېږي چې په دې شمېره کې څو تنه مړه شوي او څو تنه ټپيان شوي دي. په دغه وزارت کې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې وزارت مخې ته شوې او تلفات هم لري. د سرچینې په وینا، دا چاودنه داسې مهال کېږي چې په بهرنیو چارو وزارت کې د چینايي ډیپلوماټانو سره ناسته روانه وه. Читать дальше...
چارواکو وویل چې د درو ښځو په ګډون پینځه واړه وژل شوي د بلوچستان د پولیسو یوه افسر مختیار حسین د کورنۍ غړي دي. دوی زیاتوي چې په پېښه کې د ټرالر (لارۍ) ډرېور ژوبل شوی دی او دا چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې ښايي پېښه د باران له وجې شوې وي.
په پاکستان کې د غلې زېرمه کولو سرکاري اداره (پاسکو) وايي چې په هېواد کې غنم کم نه دي او تر جون پورې د اړتیاوو پوره کولو غنم لري. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې خلکو د اوړو د کمښت او زیاتو بیو ضد احتجاجونه کړي دي. د خیبر پښتونخوا د خوړو چارو اداره تور پورې کوي چې په بازار کې د اوړو د بیو لوړېدو لامل له پنجابه هغې صوبې ته د اوړو پر لېږد بندیز دی. نور په رپورټ کې.
د مشال تر رڼا لاندې ویډیويي بحث کې مو په پاکستان کې سياسي حالاتو ته کتنه کړې. دا په داسې حال کې ده چې په اسلام اباد کې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت دی او په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې تحريک انصاف ګوند واکمن دی چې له تېر کال راهیسې په ملک کې تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه کوي خو وفاقي حکومت وايي، ټاکنې به پر خپل وخت کېږي. له سياسي پلوه په مرکز کې حکومت له یولړ چيلنجونو سره مخامخ دی. بلخوا داسې رپورټونه دي چې یوشمېر نورو سیاستوالانو هم تحریک انصاف پرېښی دی او نورو ګوندونو ته تللي دي. دې... Читать дальше...
د پاکستان له زندانونو څخه افغانستان ته یو شمېر لېږل شوي افغانان وايي، چې په زندان کې له دوی څخه ټول شخصي وسایل اخیستل شوي دي. د پاکستان له زندان څخه افغانستان ته يو لېږل شوی افغان چې نهغواړي راپور کې يې نوم ياد شي وايي، خپل هېواد ته د لېږلو پر مهال ترې ټول شخصي څېزونه ورنه اخیستل شوي. نوموړي ازادي راډیو ته وویل، په موبایلونو کې یې مهم اسناد و، هغه هم د پاکستان پولیسو بېرته ورنهکړل. نوموړی وايي: "درې میاشتې جېل یې راباندې تېر کړ، واړه ماشومان او مېرمنې یې له موږ څخه بېلې زندانې کړې، له ما... Читать дальше...
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولین وایي، چې دا لویه لاره د سختې واورې او توپان له امله بنده شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې په وینا د دوشنبې له ماښام راهیسې په سالنګونو کې واوره پیل شوې ده. د هوا پېژندنې د ادارو له اټکل سره سم واوره او تېز بادونه به د نن ورځې تر اخره دوام وکړي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، یوه کس نن شپږ تنه په پلازمېنې پاریس کې په چاقو ټپيان کړې دي. دا برید د ګادرینورد د ریل په تمځاي کې شوی دی. د یوه ټپي روغتیایي وضعیت نازک دی. پولیس وایي، پر برید کوونکي یې ډزې کړې دي او سخت ټپي شوی دی. تر اوسه د دې برید علت نهدی روښانه شوی او کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نهدی منلی.
د جنوبي وزیرستان په واڼه کې نن شپږمه ده چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له لوري پرلت وهل شوی دی. اعتراض کوونکي په سیمه کې د هدفي وژنو او وسلهوالو بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي. په سیمه کې د پولیسو یوه مشر شبیر حسین شاه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، چې د لارو بندېدل د قانون خلاف عمل دی. اعتراض کوونکي وایي چې تر هغو به یې لاره بنده کړې وي چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي. دا کسان په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یوه مشر علي وزیر په شمول د خپلو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي. علي وزیر د... Читать дальше...
د ارزګان سيمهييز مسؤلين وايي، تېر ماښام د دغه ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې يو کس داسې مهال مړ او بل ټپي شو چې د څښاک اوبو په لټون يوې ژورې څاه ته وغورځېدل. د دغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس حاجي خالد ازادي راډيو ته ويلي، دا پېښه د خاص ارزګان ولسوالۍ د توشکانو په سيمه کې رامنځته شوې. نوموړي ويلي، مړ شوی کس احمد او ټپي عنايت الله نوميږي. نوموړی وايي، سيمه کې ګڼ شمېر خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري او له وچکالۍ سره مخ دي. په افغانستان کې د وروستۍ سختې وچکالۍ له امله عامو خلکو ته زيات زيانونه اوښتي دي.
ټاکل شوې د سعودي عربستان پر وخت لس بجې د جدې په ښار کې د اسلامي همکاريو د سازمان غونډه جوړه شي. د اسلامي همکارۍ په سازمان کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل، چې دا غونډه د سعودي، ترکیې او ګامبیا چې افریقايي هېواد دی په غوښتنه رابلل شوې ده، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته پهکې د ګډون بلنه نهده ورکړل شوې. سرچینه چې نهغواړي په راپور کې پېژندنه وشي، وايي په دې غونډه کې چې د اسلامي همکارۍ په سازمان کې د اسلامي هېوادونو سفیران به پهکې برخه واخلي، د طالبانو د حکومت په هغه تګلارو بحث او خبرې... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د اوکراین د پارلمان له څلورو غړیو تابعيت واخیست او خبرداری یې ورکړ چې ورته نورې پرېکړې به هم وکړي. د اوکراین د پارلمان د دې څلورو کسانو له ډلې چې په خیانت تورن شوي دي، درې تنه د یوه روسیي پلوه ګوند دي چې په اوکراین کې یې پر فعالیت بندیز لګېدلی دی. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي تېره شپه په خپله وینا کې وویل چې، د اندري دیرکچ، تاراس کوزاک، رنت کوزمین او ویکتور میدفیدچوک پر ضد دا ګام د هغو اسنادو پر بنسټ اخلي چې د اوکراین امنیتي څانګې او دولتي امنیتي ادارې چمتو کړې دي. Читать дальше...
د هند تر واک لاندې د کشمیر په مرکز سرينګر کې یو ښوونکي په خپل ګاډي کې بدلونونه کړي دي او له تېلو یې شمسي انرژۍ ته اړولی دی. نوموړی وايي، دې کار څه د پاسه یوه لسیزه وخت واخیست. دا په هغه ښار کې په شمسي انرژۍ چلېدونکی لومړی ګاډی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، روان ژمي کې د اقتصادي ستونزو له امله چې د کورونو د تودولو توان نهلري، ماشومان يې په بېلابېلو ساري ناروغیو اخته شوي دي. دوي وايي، که دولت او خیريه بنسټونه ورسره مرسته ونهکړي نو یو انساني ناورین به رامنځته شي. بلخوا د ارزګان والي مولوي علي جان احمد وايي، چې دوی هڅه کوي چې د مؤسسو په همکارۍ تر اړمنو کورنيو پورې مرستې ورسوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د غور ولایت دا ورزشکاران د ژمي په سړه هوا کې د هریرود سیند پر غاړه خپله پیاوړتیا نندارې ته واړندې کوي. دوی وايي، هیله لري نږدې راتلونکي کې بهرنیو هېوادونو کې ولوبېږي او لاسته راوړنې ولري.
که څه هم د هند په تامل ناډو کې د ګوړې ګاڼۍ د خیبر پښتونخوا او افغانستان هغو سره بینادي فرق نه لري خو د ګوړې پخولو کړی او اتره یې ډیر مختلف دي چې پکې د مزدورانو کار کم او اسان وي. د تامل ناډو د ګاڼۍ مالکان د بجلۍ ستونزه هم نه لري نو له ګنو د شربت ویستلو لپاره د بجلۍ مشین کاروي چې شور یې کم او کار ډیر کوي. د هندي ګاڼیو په هکله نور تفصیل د منورشاه په رپورټ کې وګورئ چې د رویټرز اژانس له ویډیو یې جوړ کړی دی.
د سویلي افریقا د سوداګریزو سیالیو په لومړۍ ورځ د راشدخان په لوبډلمشرۍ د ممبي کېپ ټاون لوبډلې د ۸ وېکټو په توپیر د پارل راویلز لوبډلې ته ماتې ورکړه. رایلز لوبډلې لومړۍ توپ وهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې. د کېپ ټاون په توپ اچونکو کې جوفرا ارچر ښه وځلید، هغه تر دوه کلن ځنډ وروسته یو وار بیا ښه پیل وکړ، په ۴ اورونو کې یې ۲۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول. راشد خان په دې لوبه کې ۴ اورونه وکړل، ۲۸ منډې یې ورکړې، خو د ویکټې په اخستلو ونه توانید. Читать дальше...
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک پرون ناببره د اوکراین ختیځ ښار خارکیف ته لاړه او هلته یې اوکراین ته د نورو وسلو د سپارلو ژمنه وکړه خو دا یې ونه ویل چې څه ډول وسلې به ورکړي. جرمني له دې مخکې د کییف د غوښتنې په اساس د اوکراین د پلیو ځواکونو د ملاتړ لپاره د زغرګاډو د سپارلوژمنه هم کړې وه. په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د اروپايي شورا له مشر چارلز میچل سره په ټليفوني خبرو کې له اروپايي قدرتونو غوښتي چې اوکراین ته نورې وسلې ورکړي. خارکیف ته د مېرمن بایربوک له سفر او... Читать дальше...