د ازادي راډیو د خپرونو ۲۱ کلونه پوره شول. ازادي راډیو د افغانستان د مولټي میډیا مخکښه رسنۍ ده. د ازادي راډیو رییس وايي، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې دا رسنۍ د تل په څېر بې پرې او پر وخت معلوماتو خپرولو ته ژمنه ده. قادر حبیب وویل، ازادي راډیو د خپلو میلیونونو مینه والو باور له ځانه سره لري.
یو شمېر افغان فرهنګیان د ملګرو ملتونو له علمي او فرهنګي بنسټ یا یونسکو غواړي، چې ملي اتڼ دې د دې سازمان د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت کړي. یو شمېر افغان فرهنګیان د ملګرو ملتونو له علمي او کلتوري ادارې یونسکو څخه غواړي، چې اتڼ دې د افغانستان د فرهنګي میراث په نوم ثبت کړي. د دوی په وینا د اتڼ شالید او جذابیت ته په کتو ارزي چې یونسکو یې د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت کړي. افغان لیکوال ډاکتر محب الله زغم وايي، نن سبا اکثره هېوادونه هڅه کوي چې خپل او حتا د نورو فرهنګي میراثونو په خپل نوم ثبت کړي. Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له بېلا بېلو پښتنو سیمو سره اړه لرونکو پښتنو د جنورۍ پر ۳۰مه د کراچۍ پریس کلب مخې ته په احتجاج کې غوښتنه وکړه چې حکومت دې د تښتول شویو پښتنو خلاصولو لپاره جدي او ګړندي ګامونه پورته کړي.
په کندهار کې روان فصل ۶۰۰ جریبه کوکنار او د بنګو کښتونه له منځه وړل شوي دي. طالب چارواکي وايي، د نشه يي توکو دغه له منځه وړل شوي کښتونو تر ډېره په کورونو کې په پټه کرل شوي وو. د طالبانو مشر تېر کال د کوکنارو او بنګو په کر بندیز ولګاوه چې له امله یې دا مهال د تاریاکو بیې په بېسارې توګه لوړې شوي دي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په دوه ورځیني سفر مسکو ته تللی چې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان په شمول پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي. د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، زرداري او لاوروف به د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو او تروریستي ډلو ته د ځای نه ورکولو په ګډون له نړیوالو ټولنې سره د خپلو ژمنو په عملي کولو کې د طالبانو د حکومت پر پرمختګونو خبرې وکړي.
یو شمېر افغانان چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي، د اقتصادي ستونزو او د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو کېدو شکایت کوي. حبیبالله د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی چې له تېرو اووه میاشتو راهیسې پاکستان کې دېره دی. هغه وايي، یو بل هېواد کې د پناه اخستو د قضیې په موخه پاکستان ته تللی، خو نه یوازې دا چې قضیې یې ډېر وخت ونیوه، بلکې د خوراکي توکو د بیو پورته کېدو ستونزې لا زیاتې کړې دي. نوموړي وویل: "زه د ۲۰۲۲ کال په جون کې پاکستان ته راغلم. زوی مې امریکا کې دی او زموږ کارونه هم روان دی. Читать дальше...
د غفار ظلام یوه زوی صفي الله ازادي راډيو ته وویل، پلار یې چې د زړه له ناروغۍ رنځېده، غوښتل یې د جرمني په یوه روغتون کې عملیات وکړي، خو تر عملیاتو مخکې یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه.
زرغونه چې دا مهال په «افغانستان انلاین پوهنتون» کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي ازادي راډيو ته یې وویل چې د طالبانو د محدودیتونو له امله انلاین زده کړې د هغو نجونو لپاره د هیلو یوازینی څرک دی چې له خپلو ټولو اساسي حقونو په تېره بیا له زده کړو بې برخې شوي دي.
د یوه دولتي پوهنتون استاده بسمینه حسین خېل وایي، د طالبانو حکومت غواړي چې په تدریجي توګه ښځې په بشپړ ډول له ټولنې څنډې ته کړي.
د برېتانیا پخواني صدر اعظم بوریس جانسن ویلي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په یوه ټليفوني مکالمه کې د میزایل په برید ګواښلی دی. د جانسن او پوتین دغه مکالمه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د یرغل په درشل کې وروسته تر هغه شوې وه چې جانسن کیف ته تللی و. رویټرز اژانس له بيبيسي سره د بوریس جانسن د خبرو په حواله ویلي، پوتین له ده نه په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب نظر وپوښته او ده ورته په ځواب کې وویل "دا کار به لرې راتلونکې ته" پاتې نهشي. د جانسن په وینا د همدې خبرې په ځواب کې پوتین ورته... Читать дальше...
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړي عثمان غني د بنګلهدېش په غوره لیګ سیالیو کې ۷۳ ناسوځېدلې منډې کړي دي. ښاغلي غني چې په درېیم نمبر توپ وهنه پیل کړې د ۵۵ توپونو په لوبولو سره یې د ۳ شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ ۷۳ منډې جوړې کړي دي. دا د بنګلهدېش په روان لیګ د نوموړي لومړنۍ نیمه سلیزه ده. هغه تر دې دمه په ۸ لوبو کې ۲۲۵ منډې جوړې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې عثمان غني د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د افغانستان په اعلان شوې ۲۲ کسیزه لوبډله کې نهدی اخستل شوی. همدارنګه په نننۍ لوبه... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې په پوليس لاين کې په يوه بريد کې د د لېډی رېډنګ روغتون د وياند په وينا، ۳۲ کسان وژل شوي دي. محمد عاصم رسنيو ته ويلي چې په حمله کې ۱۴۷ کسان ژوبل هم دي. تراوسه پورې هیچا د حملې ذمه واري نه ده منلې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دې سفرونو هدف د افغان ښځو او نجونو د حقونو او ضروري مرستو ته د افغانانو د لاسرسي په اړه د نړيوالو غبرګون متحدول دي.
دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې له پېښوره د مېرمنو ادیبانو او شاعرانو د یوې مجلې ګلورین له مسوول افتاب ګلبڼ سره غږېدلي یو. دا مجله په جرمني کې مېشته لیکواله فهمیده کمال خپروي. په دې سربېره له ودان اتمانخېل سره د حجرو د بنډارونو پر اهمیت خبرې شوي. په خپرونه کې د ودان له سندرې او شاعرۍ هم خوند اخیستلی شئ.
عیني شاهدانو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې ځانمرګی د ماسپښین په لمانځه کې له امام وروسته لومړني کتار کې ولاړ و او پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې وچوول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې بلاول بوټو زرداري به په مسکو کې له خپل روسي سيال سرګې لاوروف سره پر اقتصادي او سیمه ييزو مسايلو خبرې کوي.
د سوریې په ختیځ کې لږ تر لږه ۷ تنه د لاریو چلوونکي او د هغوی کلینران په هوایي برید کې وژل شوي دي. په سوریه کې مېشتې د بشري حقونو یوې ډلې ویلي، د لاریو دغه کاروان چې د یکشنبې په ورځ له نامعلوم لوري په نښه شو، د ایران له ملاتړه د برخمنو ډلو اړوند و. فرانس پریس اژانس لیکلي، د شپږو لاریو دغه کاروان له عراقه د سوریې سرحدي سیمې البو کمال ته د ایران وسلې لېږدولې. خبر کې ویل شوي چې، هوایي برید کې شپږ واړه لارۍ هم ویجاړې شوي دي. ایران تورن دی چې د سوریې د حکومت د ملاتړ لپاره د دغه هېواد له پوځ سره... Читать дальше...
د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د یوه ځوان مړی موندل شوی دی. د نجراب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو د جنایي پېښو په وړاندې د مبارزې امر مولوي حبیب الرحمان انس ازادي راډيو ته وویل، چې دغه ځوان د طالبانو پوځي غړی هم و. انس زیاته کړه چې د عتیق الله په نوم د دغه ځوان جسد پرون یکشنبه د نجراب ولسوالۍ په څلورمه حوزه کې موندل شوی، خو د وژنې انګېزه او لامل تر اوسه نهدی معلوم شوی.
طالبانو پر ښځو او نجونو د مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو په ترڅ کې د افغانستان له خصوصي پوهنتونونو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ورنهکړي. نوریاس نوري د تېر نظام د ولسي جرګې له غړې شکریه بارکزۍ څخه د مرکې په پیل کې په دې اړه چې دغه نوې پرېکړه څومره ناهیلې کونکې ده، د هغې نظر پوښتلی؟ د اغلې بارکزۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ پاکستان، جرمني او سویس ته خپل سفر پرون پیل کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، وېسټ به په دې سفر کې چې تر راروانې شنبې دوام کوي، له شریکانو، افغانانو او د خیریه بنسټونو له سازمانونو سره له افغانستان سره پر تړلو ګټو سلا مشورې وکړي. د اعلامیې لهمخې د طالبانو وروستیو محدودیتونو نړیواله ټولنه، چې له افغانانو سره د مرستې هڅه کوي، له فوق العاده چلنجونو سره مخامخ کړې ده. طالبانو تېره میاشت په غیردولتي مؤسسو... Читать дальше...
د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د خلبېسات بازار په خوړ کې دننه جوړ دی. سوداګر وايي، اکثر د بارانونو او سېلابونو له وجې له مشکلاتو سره مخامخ وي او تاوانونه ګالي. خو د طالبانو حکومت وايي، ښاروالي اوس بازار خوندي ځای ته لېږدوي او د دوکانونو جوړولو کار یې پیل کړی دی. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدهایالاتو ځانګړی استازی توماس وېسټ یو ځل بیا د افغانستان د وضعیت او په دې هېواد کې د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه د خبرو لپاره په سفر وتی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، وېسټ به د جنوري له۲۹مې د فبروري تر ۴مې پاکستان، جرمني او سویس ته سفر وکړي او هلته به په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه د متحدهایالاتو له شریکانو، افغانانو او د بشري مرستو رسوونکو مؤسسو له استازو سره سلا مشورې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې دا هم لیکل شوي چې... Читать дальше...
د ارزګان ولایت یو شمېر کروندګر وايي، له هغه وروسته چې طالبان واکمن شوي بیا ورسره مرستې نهدي شوي. دوی وايي، مخکې يې کوکنار کرل چې دوی به څه اندازه پیسې ترې لاسته راوړلې خو وايي، اوس طالبانو د کوکنارو له کښت منع کړي، غنم او نور کرنیز توکې چې دوی يې کري دومره حاصل نهورکوي چې د دوی ستونزې دې پرې هوارې شي. د ارزګان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، دوی هڅه کوي چې بزګرانو ته بديل کښت پیداکړي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
سوریې د یکشنبې په ورځ د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان هغه راپور رد کړ، چې پهکې ویل شوي وو، دمشق په ۲۰۱۸م کال کې له کیمیاوي وسلو په استفاده په یوه حمله کې ۴۳ کسان مړه کړي وو. سوریې هغه راپور ناسم وباله. سانا دولتي اژانس د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړې چې پهکې راغلي: "سوریه د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان د جمعې ورځې راپور په بشپړ ډول ردوي." اعلامیه وايي، دغه راپور پر واقعیت ولاړ نهدی او غلطه نتیجه پهکې اخیستل شوې ده. د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان په خپل راپور کې ویلي، کره شواهد شته... Читать дальше...
د اوکراین د ټانکونو عمله برېتانیا ته ورسېده، چې د روسیې په وړاندې د روانې جګړې لپاره و روزل شي. د برېتانیا دفاع وزارت پرون یکشنبه دا خبر داسې وخت ورکړی چې برېتانیا او د ناټو نورو غړو هېوادونو څو ورځې مخکې اوکراین ته د څه باندې ۱۳۰ ټانکونو د ورکولو ژمنه وکړه. د برېتانیا دفاع وزارت په خپل ټویټر کې لیکلي، چې دغه هېواد به له نورو همکارو هېوادونو سره یو ځای د روزنې تر څنګ اوکراین ته د چلنجرـ۲ په نوم ټانکونه هم ورکړي.