دا مهال سلګونه افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. په دوی کې ځینو یې میاشتې په زندان کې تېرې کړي او محاکمې ته په تمه دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې نږدې دوه سوه زره افغانان په ناقانونه توګه له پولې ور اوښتي او پاکستان ته داخل شوي دي.
د بریتانیا د شاهي کورنۍ پر غړي شهزاده هري طالب چارواکو او د بریتانیا پوځي مشرانو کلکې نیوکې کړي. شهزاده هري چې د اپاچي چورلکې پیلوټ و په خپل ژوند لیک کې یې لیکلي ۲۵ طالب جنګیالي یې د شطرنج د دانو په څېر په نښه او له منځه یوړل د ده په خبره مخکې له دې چې دا «بد خلک» په «ښو خلکو» پسې ورشي او ویې وژني. هغه دا هم لیکلي چې د دغو بریدونو ویډیوګانې چې د چورلکې د کمرو په واسطه ثبت شوي وو وروسته په خپل پوځي کمپ کې کتلې. د شهزاده هري څرګندونو د بریتانیا د پوځ ځینې پخواني قومندانان او یو شمېر سیاستوال ناراضه کړي. Читать дальше...
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په یوه اعلامیه کې ویلي، د هري لهخوا دا اعتراف چې ۲۵ وسلهوال طالبان یې په افغانستان کې وژلي «دا څرګندوي چې دغه ډول جنایتونه یوازې تر شهزاده هري پورې منحصر نهدي.» شهزاده هري د خپل ژوندلیک په یوه برخه کې ویلي چې، په افغانستان کې یې په ۲۰۱۲م او ۲۰۱۳م کلونو کې په شپږو ماموریتونو کې ونډه اخیستې ده. ده د خپل ماموریت پر مهال د ۲۵ وژل شویو کسانو په اړه هم لیکلي، چې ده د شطرنج له دانو سره تشبيه کړي دي. د شهزاده هري دغو څرګندونو ته په برېتانیا کې دننه کې ګڼو... Читать дальше...
د بلخ ولایت یو شمېر ښځینه پلورونکي وايي، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست دوی ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې خپل پلورنځي وتړي. پښتنه افغان چې د بلخ په مرکز مزار شریف کې پلورنکې ده وايي، د بلخ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کارکوونکي د چهارشنبې په ورځ د دوی پلورنځيو ته ورغلل او امر يې وکړ، چې تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې باید خپل فعاليتونه ودروي. پښتنې افغان د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که د دوی دا پلورنځي وتړل شي نو د دې او له دې سره د ۳۵ نورو هغه مېرمنو په دسترخوان خواړه پیدا نهشي چې له دې سره کار کوي. Читать дальше...
ایراني چارواکې وایي د دې هېواد پر مرکزي بانک يې سایبري برید دفعه کړی. د ایران د ارتباطاتو د زېربناو شرکت مدیر امیر لاجوردي پر مرکزي بانک سایبري برید او دې هېواد سره تړلي څو پیغامونه تایید کړل. هغه ویلي دي چې، د دغې حملې پر وړاندې مبازره شوې او دفعه شوی دی. د ایران د مرکزي بانک سایټونو باندې له دې مخکې هم بریدونه شوي وو. مرکزي بانک خپل سایټونه د انانیموس یا ورک نومې ډلې چې د نړۍ د مشهورو هکرو څخه ده؛ له برید وروسته د یو څه مودې په ایران کې د مهسا امیني د مرګ په غبرګون کې له اعتراضونو وروسته غیر فعال کړي وو.
د طالبانوحکومت او یوې چینایي کمپنۍ ترمنځ د امو سیند د تېلو استخراج تړون په ټولنیزو شبکو کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو. د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود د دغه تړون لاسلیکول یوازې د طالبانو د حکومت او چین سیاسي ګټې تنظیموي. نوموړی وايي، چین هڅه کوي چې د پاکستان په شتون او له طالبانو سره د اړیکو په لرلو سره په لوېدیځو دروازو کې خپل اقتصادي او سیاسي حضور وښيي. نوموړی وايي: "هغه حرکتونه چې چینایان یې ترسره کوي ځمکني سیاسي حرکتونه دي او هغه حرکتونه چې طالبان یې تر سره کوي په حقیقت کې یو سیاسي حرکت... Читать дальше...
د فټبال لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د مانچسټر یوناییټیډ څخه تر بیلیدو وروسته د ۲۰۲۵ز کال تر جونه د سعودي عرب د النصر کلب سره د ۲۰۰ ملیونه یورو قرارداد لاسلیک کړی دی. د کلب سره تر ملګري کېدو وروسته د جنورۍ په دریېمه د سعودي عرب په مرصول لوبغالي کې خواو ۲۵۰۰۰ کسانو د هغه تود هرکلی وکړ. د اې ایف پي خبري اژانس ویډیو وګورئ
ځینو پښتنو سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ پر شپږمه د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د ولسي پاڅون په نوم د امن لپاره مظاهره وکړه. په دې مظاهره کې سلګونو ځايي خلکو، ګڼو مخورو قامي مشرانو، سیاسي څهرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم ګډون درلودلو. دوی وايي چې په سیمه کې له څه مودې راهيسې هدفي وژنې، د قلنګونو غوښتنه، نا امني او د خلکو تښتونه دوام لري او دوی له حکومته غوښتنه کوي چې بشپړ امن دې پر ځاي کړي. تفصیل د مشال راډيو په ویډیو کې وګورئ.
په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) لهخوا د بریدونو له زیاتېدو وروسته، د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خبرو اترو ته خپل چمتووالی اعلان کړی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وايي، دوی د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) سره د خبرو پر ځای په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خبرې کوي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړې ته په اشارې سره وویل، چې په دوحه کې طالبانو ژمنه... Читать дальше...
ازادي راډيو د هغه لسو رسنیو نوملړ پیدا کړی چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت یې په اړه ابتدایه محکمه جوړوي. د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ ( نۍ) ددغه لېست یوه کاپي ازادي راډیو ته استولې. په دې لېست کې هغه لس رسنۍ او خبري اژانسونه مشخص شوي چې طالبانو د جوازونو او فعالیت په اړه پرېکړه کوي. په دغه لېست کې هشت صبح، صبح کابل ورځپاڼه، اطلاعات روز، اماج نیوز، افغان خبري اژانس، رها خبري اژانس، افق خبري اژانس، نیمرخ سایټ، راه مدنیت ورځ پاڼه او پیشګو خبري اژانس شامل دي. د افغانستان... Читать дальше...
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې یوولس جنګیالي يې د وزیرستان په قبایلي سیمه واڼه کې افغانستان پولې ته څېرمه په یو لړ عملیاتو کې وژلي دي. دغه سیمه په دې وروستیو کې د جنګیالو د پرلهپسې بریدونه شاهده وه. د پاکستان پوځ پرون ناوخته په یوه بیان کې وویل، په وژل شویو کسانو کې د جنګیالو یو قومندان او دوه انتحاري بم ایښودنکي هم شامل دي. د پاکستان د پوځ یو لوړپوري چارواکې د نوم نهښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې دغه ټول جنګیالي د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي غړی وو. تر اوسه ټيټيپي د پاکستان پوځ ددې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
طالبانو په غیر دولتي ادارو کې پر افغان مېرمنو داسې مهال د کار بندیز لګولي چې اوس مهال افغانان له سخت اقتصادي حالته تېریږي. ددغه حالت د بدلون لپاره څه کول پکار دي او طالبان ولې دغه ډول پرېکړې کوي؟ محمد خاطر پردېس د ښځو له فعالې شایسته صافۍ سره دغه مسله په دې مرکه کې شاربلې. د اغلې صافۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي استدلال کوي، چې روسیه به د اوربند له دې مودې د جګړې په ډګرونو کې یوازې د خپلو سنګرونو د بهترۍ لپاره کار واخلي. ولودمیر زلنسکي پرون وویل، روسیه غواړي کرسمس د بهانې په توګه وکاروي خو په اصل کې غواړي په دونباس سیمه کې د اوکرایني پوځیانو سنګرونو ته نږدې خپل پوځي تجهیزات، مهمات او نور پوځیان راولي. د اوکراین ولسمشر زلنسکي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: په نړۍ کې هرڅوک پوهېږي، چې کرملین څنګه په جګړه کې له ارامۍ په استفاده د روانې جګړې پیاوړتیا ته دوام ورکوي. پرون... Читать дальше...
د ژغورنې نړیواله کمېټه"IRC" وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ښځو ونډه یوه عملیاتي اړتیا ده. دې ادارې په یوه اعلامیه چې پرون ناوخته یې خپره کړې لیکلي، طالبانو په نا دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار داسې مهال بندیز لګولی چې دا هېواد د لسیزو جګړو او د ژمي سختو شرایطو د بېساري اقتصادي سقوط او ویجاړۍ سره مخ کړی دی. د ژغورنې نړیواله کمېټه زیاتوي"همدا اوس ۸۲ سلنه هغه کورنۍ چې سرپرستي یې مېرمنې کوي، بشپړ خواړه نهلري." د ژغورنې نړیواله کمېټه په افغانستان کې نا دولتي موسسو... Читать дальше...
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ او د امریکا ولسمشر جوبایډن له پرونیو ټليفوني خبرو وروسته اوکراین ته د زغرهوالو ګاډو پر استولو موافقه وکړه. دواړو هېوادونو په یوه ګډ بیان کې ویلي دي چې، امریکا غواړي د پلیو ځواکونو ځانګړي براډلي ډوله او جرمني د مارډر په نوم زغرګاډي اوکراین ته واستوي. په بیان کې دا یادونه هم شوې چې جرمني به اوکراین ته د هوايي مدافعې د پاتریوت توغندیو په سپارلو کې له امریکا سره ملګرتیا وکړي. بایډن او شولڅ د اوکراین پر عامه تاسیساتو د روسیې هوايي بریدونو ته په پام سره، د اوکراین د هوايي... Читать дальше...
د برېتانیا د شاهي کورنۍ غړي شهزاده هري اعتراف کړی چې په افغانستان کې یې د پوځي دندې پر مهال ۲۵ طالبان وژلي دي. د برېتانوي رسنیو د راپورونو لهمخې نوموړي دا خبره د سپیر "Spare"په نوم په خپل چاپېدونکي کتاب کې لیکلې ده. ۳۸ کلن شهزاده هري په افغانستان کې دوه ځلې پوځي دنده ترسره کړې، یو ځل په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د هوايي حملو د کنټرولر او دوهم ځل په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د اپاچې هیلیکوپټر د پیلوټ په توګه. هري په خپل کتاب کې لیکلي چې د شپږو پوځي ماموریتونو پر مهال پر خپل هیلکوپټر د لګېدلې کمرې... Читать дальше...
لس کورنۍ رسنۍ په هغو ورځپاڼو، خبري بنسټونو او وېبپاڼو کې شاملې دي چې طالبان غواړي د فعالیت جوازونه یې بند کړي. د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د ادارې یا نی مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل چې هشت صبح، صبح کابل، اطلاعات روز، راه مدنیت او آماج نیوز ورځپاڼې، افغان، افق، پېشګو او رها خبري اژانسونه او نیمرخ وېبپاڼه د دې لسو رسنیو له ډلې دي. د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د اتحادیې مشر حجت الله مجددي بېګا ناوخته ازادي راډیو ته په دې برخه کې د محکمې د پرېکړې په اړه وویل: "موږ په محکمه کې ګډون وکړ... Читать дальше...
د چارسدې کروند ګر وايي، دوی اوس هم له پېړیو راهیسې پر زړو طریقو ګوړه جوړوي. د ګنو کرونده، ګاڼۍ او کاروبار تر ټولو زیات د خیبر پښتونخوا په چارسدې ضلعې کې کېږي. بلخوا په چارسده کې د ګوړې کاروباریان وايي، ګوړه یې د خیبر پښتونخوا او د پاکستان د بېلا بېلو سیمو تر څنګ افغانستان ته هم استول کېږي. نور تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ.
د طالبانو حکومت یوه میاشت وړاندې اعلان وکړ چې ملګري ملتونه او نورې بهرنۍ ادارې نهشي کولای چې د دوی له همغږۍ پرته په یوازې ځان په افغانستان کې د کوکنارو د کښت سروې او ارزونه وکړي. اوس چې د افغانستان په ګرمو سیمو کې د کوکنارو له کښت څخه درې اوونۍ تېرېږي هیڅ داخلي او بهرنۍ مستقلې ادارې د کوکنار د کښت په اړه راپور نه دی خپور کړی، خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د کوکنارو کښت په افغانستان کې صفر شوی او په کرل شویو سیمو کې لهمنځه وړل شوي دي. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور... Читать дальше...
په دغه ولایت کې په تېرو څو میاشتو کې تر پنځو پورې کسان د غیر مسلکي ډاکټرانو لهخوا د درملو په مرسته مړه شوي دي. پهدې راپور کې له هغو کورنیو سره هم خبرې شوي چې، د کورنۍ غړي يې د نا مسلکي ډاکټرانو لهخوا مړه شوي. په ورته وخت کې د ارزګان ځايي مسولین وايي، پهدي اړه يې یوه ګډه کمېټه جوړه کړې چې وخت په وخت دغلته له درملتونو او ډاکټرانو څخه لیدنه کوي. په دې اړه نور حال د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د ترکمنستان دولتي رسنیو پرون پنجشنبه راپور ورکړ، چې د دغه هېواد ولسمشر سردار بردي محمدوف په رسمي سفر پیکنګ ته ورسېد. د راپورونو لهمخې، بردي محمدوف به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره نن جمعه چین ته د ترکمنستان د ګازو د صادراتو، ټرانزیت، سوداګرۍ، کیمیاوي صنعت او کرنې په ګډون د دواړو هېوادونو د اړیکو پر مسایلو خبرې وکړي. تر دې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، بردي محمدوف د چین د ولسمشر شي جین پنګ په بلنه دغه سفر پلان کړی دی.
د ترکیې عالي محکمې پرون پنجشنبه د دغه هېواد د یوه کُردپلوه ګوند د شتمنۍ د لنډمهاله کنګل کېدو حکم ورکړ. دغه محکمه پر دې غور کوي، چې له کُرد جګړه مارو سره د ارتباط د تورونو له کبله دغه ګوند منحل کړي که څنګه. دا حکم داسې وخت صادرېږي، چې څو اوونۍ مخکې د ترکیې یوه مخکښ څارنوال د اساسي قانون له محکمې غوښتنه وکړه، هغه بانکي حسابونه وتړي چې د خلکو ډیموکراتیک ګوند ته چې په ترکیه کې درېیم لوی ګوند دی، لګښتونه ورکوي. دغه څارنوال په وار- وار هڅه کړې چې د ټروریزم اړوندو تورونو له کبله دغه ګوند وتړي، خو... Читать дальше...
هغو ۱۵ ایرانۍ ښځو چې تهران ته نږدې په کچویي زندان کې بندیانې دي، پر خپل بند او دوی ته په صحي لحاظ پر بېغورۍ د اعتراض له کبله یې غذايي اعتصاب پیل کړی دی. په دغو ښځو کې ۲۲ کلنه ارمیتا عباسي هم شامله ده، چې د اکتوبر میاشتې پر لسمه په کرج ښار کې د امنیتي ځواکونو لهخوا د اعتراضونو پر مهال نیول شوې ده. ایران کې دغه اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول، چې د مهسا امیني په نوم یوې ځوانې ښځې په سپټمبر میاشت کې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه. د عباسي مور په انسټاګرام کې لیکلي، چې د غذايي اعتصاب له کبله... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، په ملیونونو خلک په معاصر تاریخ کې د خوړو تر ټولو پراخ بحران کې ژوند کوي. دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي په افغانستان، ایټوپیا، هیتي، سومالیا، جنوبي سوډان او یمن کې خلک له قحطۍ سره مخامخ دي. د دې ادارې په خبره له عاجل دوامدار اقدام پرته به ۲۰۲۳م کال ډېر ویجاړوونکی کال وي. ملګري ملتونه وايي، دا مهال په افغانستان کې تر ۲۸ ملیونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
یوې زورورې زلزلې د افغانستان د هندوکش غرونه ولړزول او ټکانونه یې د افغانستان د شمالي ولایتونو تر څنګ په پاکستان کې هم احساس شوي دي. د جرمني د ځمکپوهنې تحقیقاتي مرکز (GEZ) د ریښتر په مقیاس د دې زلزلې شدت ۶ درجې ښوولی دی. دغه مرکز وايي پرون ماښام د دې زلزلې مرکز تر ځمکې ۱۹۱ کیلومتره لاندې و. په ځینو راپورونو کې ویل شوي، د زلزلې مرکز د بدخشان جرم ولسوالۍ کې و. د مالي یا هم ځاني زیان په باب لا راپور نه دی ورکړل شوی دی.