د طالبانو د ابتدایه محکمې هغه پرېکړه وځنډېده چې غوښتل یې د شا و خوا لسو رسنیو د فعالیت د جواز د غځېدو یا نه غځېدو په باب وه. په پام کې وه، دغه پرېکړه پرون پنجشنبه وشي. د افغانستان د ژورنالستانو د اتحادیې مشر، حجت اله مجددي تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ په محکمه کې ګډون وکړ او خپلې اندېښنې او موجه دلایل مو له محکمې سره شریک کړل. قضايي هیئت زموږ دلایل ومنل او پرېکړه وشوه، چې راتلونکې اوونۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپل صورت دعوا محکمې او موږ یعنې د رسنیو او خبریالانو ملاتړي بنسټ... Читать дальше...
د مسلمانو عالمانو نړیوال اتحاد وايي، چې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده د دوی له جګپوړي پلاوي سره له کتنې ډډه کړې ده. د دې اتحاد عمومي منشي شیخ ډاکټر علي القره داغي په هغه اعلامیه کې چې دې ټولنې پرون خپره کړې ویلي، د دوی پلاوی د اسلامي او ورورۍ اړیکو د لا ټینګښت په نیت افغانستان ته روان و. د هغه په وینا دغه سفر تېره میاشت یعنې مخکې تر دې چې طالبان د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو بندیزونه ولګوي پلان شوی و. اعلامیه وايي، په پام کې وه، د مسلمانو عالمانو نړیوال اتحاد هیئت په کندهار... Читать дальше...
د کابل د اندراګاندي د ماشومانو روغتون وايي، په وروستیو ورځو کې د هغو ماشومانو شمېر زیات شوی، چې په سینه و بغل یا نمونیا اخته دي. افغانستان چې تر ډېره پر بهرنیو مرستو متکي و، د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته د دغه هېواد اقتصاد له رکود سره مخامخ شو، بېکاري زیاته شوه او روغتیايي سیسټم هم اغېزمن شو. کابل کې د اندراګاندي د ماشومانو روغتون یوه متخصص، ډاکټر احمد فرید احدي ازادۍ راډیو ته وویل: "په ټولو برخو کې د ورځې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ پورې ناروغان راځي، چې له ډلې یې له ۳۰ تر ۵۰ پورې ناروغان بستري کېدو ته اړتیا لري. Читать дальше...
د خوړو نړیوال پروګرام یو وار بیا وویل، چې په افغانستان کې د مرستې رسونې په چارو کې ښځینه کارکوونکي مهم نقش لري. په افغانستان کې د دې ادارې ویاند وحید الله اماني تېر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل، چې د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو فعالیتونو دوام ته ژمن دی، خو هغه زیاته کړه، چې په غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز به زیانګالو کسانو ته د مرستې رسونې چارې اغېزمنې کړي. نوموړي وويل: "په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو پر کار د بندیز د پایلو د ارزونې لپاره... Читать дальше...
فایننشل ټایمز ورځپاڼه: فایننشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، ملګري ملتونه په بشري چارو کې خپل یو جګپوړی استازی افغانستان ته لېږي چې د طالبانو او نړیوالو مرستندویانو ترمنځ پیدا شوی کړکېچ کم کړي. طالبانو تېره اوونۍ په غیردولتي کورنیو او بهرنیو مؤسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ولګاوه. تر دې وروسته یو شمېر نړیوالو مؤسسو د ملګرو ملتو د یو شمېر خیریه بنسټونو په شمول خپل کارونه ودرول. د فایننشل ټایمز په وینا د بشري مرستو او بېړنیو چارو د همغږۍ په برخه کې به د ملګرو ملتو مرستیال روانه میاشت کابل ته... Читать дальше...