د افغانستان د تېر جمهوري نظام لومړي مرستیال ویلي، کابل ته د نړيوالو مرستو د استولو بهیر لپاره هیڅ داسې یو مېکانېزم نهشته، څو ډاډ تر لاسه شي چې دغه مرستې د طالبانو له لاسه نه تېرېږي او یوازې اړو کسانو ته رسېږي. امرالله صالح تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې ویلي، هغه معلومات چې له ده سره دي د ملګرو ملتونو او یا نورو غیر دولتي ادارو هیڅ ماموریتونه د طالبانو د استخباراتي ادارې له شتون پرته امکان نهلري. ښاغلي صالح دا ادعاوې پرته د کومو شواهدو د وړاندې کولو کړې خو یادونه يې کړې، چې کولی شي په دې اړه نومونه او تاریخونه شریک کړي. Читать дальше...
د اسلامي همکاریو سازمان OIC د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو د حکومت د وروستیو محدوديتونو په اړه غونډه جوړوي. اوایسي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې دا ناسته به د جنوري په ۱۱مه د دې سازمان د اجرایوي کمېټې لهخوا په جدې کې پيل شي چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او بشري وضعيت په اړه به پهکې بحث وشي. د اسلامي همکاريو سازمان او د اسلامي فقې نړۍوالې اکاډمۍ تر دې مخکې د اعلامیو په خپرولو سره پر ښځو د طالبانو وروستي محدوديتونه له شريعت سره په ټکر کې بللي وو. د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې... Читать дальше...
د طالبانو یو مهم مشر شیر محمد عباس ستانکزی وايي د مشرانو یوازې "هغه اوامر په سړي واجب دي چې د شریعت مطابق وي خو که د شریعت خلاف وي بیا یې وجوب نهشته." د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال دا څرګندونې تېره اوونۍ په لوګر کې یوې غونډې ته کړي خو تازه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي. شیر محمد عباس ستانکزی چې یو مهال یې په قطر کې امریکا سره د طالبانو په مذاکراتو کې د دې ډلې د مرکچي پلاوي مشري کوله تر دې مخکې هم د نجونو او ښځو د زدهکړو په برخه کې پر شتو محدودیتونو نیوکې کړي دي. خو تازه... Читать дальше...
د خيبر پښتونخوا د ځينو نورو سيمو په شان په صوابۍ کې هم په دې وروستيو کې ناامني زیاته شوې ده. د دې ځای قومي مشران او سياسي فعالان وايي حکومت بايد د امنيت ښه کولو لپاره پاخه ګامونه واخلي. په دې اړه نور تفصيل د شاهين بونيری په کوربه توب کرښې پر غاړه خپرونه کې واورئ.
د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو خلک هره ورځ پېښور ته د سرکاري اوړو اخیستلو لپاره ورځي. خو دوی وايي ورځ تر بلې هغه سرکاري اوړه هم ګرانيږي چې حکومت په ارزانه بیه د ورکولو اعلان کړی دی. په همدې حال کې کاروباریان وايي چې پنجاب صوبې خيبر پښتونخوا ته اوړو لېږد بند کړی چې له وجې یې بحران رامنځته شوی دی. د عظمت علي شاه په ويډيو کې د خلکو خبرې او فریاد اورېدلی شئ.
د طالبانو حکومت په مالیې او پوهنې وزارتونو کې د عقیدتي او دیني ازموینو نه وروسته اوس ویل کېږي، چې د لوړو زدهکړو وزارت له کارکوونکو به هم دغه ازموینه واخیستل شي. د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې، دا موضوع تاييد کړه خو په دې اړه يې نور جزیات ورنهکړل. د لوړو زدهکړو وزارت ویاند ضیا الله هاشمي هم د دغه ازموینې د دقیقې نېټې په اړه زموږ پوښتنه ځواب نهکړه. دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې د دغه ازموینې د پوښتنو... Читать дальше...
د پاکستان د سیند صوبې له زندانونو څخه خوشي شوي نور ۳۰۳ افغانان خپل هیواد ته لېږل شوي دي. د صوبې په بېلا بېلو سیمو کې د نیول شویو د کډوالو وکیلې منیزې کاکړې نن مشال راډیو ته وویل چې پرون د حېدر اباد له زندانه په لېږل شویو دې کډوالو کې ۶۳مېرمنې او ۷۱ ماشومان هم شامل دي. د دې په وینا، دوی د سزا ګانو پوره کولو او جرمانې تر ورکولو وروسته د عدالتونو په حکم خوشي شوي او افغانستان ته استول شوي دي. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۷ مه هم د کراچۍ له زندانونو ۳۰۱ افغانان خپل هیواد ته استول شوي وو. دغه افغانان له... Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې بهر ته د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکوي. د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ دې معاونیت نن په یوه ټویټ کې ویلي، د هېواد د اقتصادي ثبات په پار د اخیستل شویو کوټلو اقداماتو په نتیجه کې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو نهو میاشتو کې بهر ته د صادراتو کچه ۱۴۲۴ میلون ډالرو ته رسېدلې. دغه راز ویل شوي، دا په داسې حال کې ده چې د تېرو ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو په لومړیو نهو میاشتو کې بهر ته د افغانستان د صادراتو کچه په ترتیب ۴۳۴ او ۴۷۸ ملیون ډالره وه. Читать дальше...
د هندۍ کرېکټ لوبډلې ستوري لوبغاړي ویرات کهولي د سریلانکا خلاف په پیل شویو یو ورځنیو سيالیو کې خپله ۴۵مه سلیزه هم بشپړه کړه. هغه په اوسنيو کرکټرانو کې تر ټولو مخکښ دی، خو یوازې له سچن ټنډولکر شاته دی. ټنډولکر په یو ورځنیو سیالیو کې ۴۹ سلیزې وهلي دي. د هند او سریلانکا ترمنځ تر شل اوریزو سیالیو وروسته نن(د جنورۍ ۱۰) د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ پيل شوې ده او دا د یو ورځنیو سيالیو د نړیوال جام د لارموندنې لوبې دي. هند لا له وړاندې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته لار موندلې ده، خو د سریلانکا لوبډله په درجه بندۍ کې په نهم مقام کې ده. Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د خوراک وزیر فضل شکور خان د جنورۍ د نهمې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې په صوبه کې د غنمو او اوړو کمی نه دی بلکې د حکومت له خوا د ارزانه اوړو ورکولو برخه کمه ده.
د افغانستان د خوست ولایت د موساخېلو اوسېدونکي وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په ولسوالۍ کې د ناامنۍ له وجې پرمختیايي کارونه نه دي شوي او په ډېریو برخو کې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې دي. بل لوري ته ځايي چارواکي د یادې سیمې د اوسېدونکو ستونزې مني او وايي چې د لیرې پرتو ولسوالیو د خلکو د اړتیاوو پوره کولو ته زیات پام کوي. ویډیويي رپورټ.
د ترکیې لوی څارنوال د اپوزیسیون، د کردانو ملاتړي ګوند د فعالیت د بندولو لپاره خپله وروستۍ قضیه نن په محکمه کې وړاندې کړه. د دغه ګوند د تړلو لپاره هڅې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د روان کال په وروستیو کې په ترکیه عمومي انتخابات ترسره شي. د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ حکومت د ۲۰۲۱ کال د مارچ له میاشتې راهیسې هڅه کوي چې د خلک ډیموکراتیک ګوند، HDP چې په پارلمان کې دریم لوی ګوند دی، منحل کړي. د خلک ډیموکراتیک ګوند په دې تورن دی چې له مخالفه کرد وسلهوالو سره اړیکي لري خو دا ګوند وایي... Читать дальше...
د ملګروملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک وایي، تهران هغو کسانو ته چې په اعتراضونو کې برخه اخلي، د اعدام له سزا څخه په استفادې په خلکو کې ویره خپروي او د مخالفت مخه نیسي. ترک وویل، د هغو کسانو لپاره چې د خپلو اساسي حقونو لپاره غږ پورته کوي، په مظاهرو کې برخه اخلي یا یې تنظیموي، د یوې جینایي وسلې په توګه کار اخیستل، د دولت لهخوا له وژنو سره پرتله کېدای شي. د ملګروملتونو د بشري حقونو مشر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې ایران پرون درې تنه نور معترضان هم په اعدام محکوم کړل چې په دې سره تر اوسه... Читать дальше...
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې، سیګار په خپل تازه راپور کې چې د جنورۍ په نهمه یې خپور کړی ویلي، چې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې د امریکا مرستې پر ځای نهدي لګېدلي او هغه هدف چې د دې کانونو په استخراج سره بهرنۍ پانګونه جلب او د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو ودرېږي، لاس ته نهدی راغلی. سیګار ویلي، د امریکا متحده ایالاتو له ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د کانونو د سروې، کشف، قوانینو او ظرفیت لوړولو په برخه کې نېږدې ۹۶۲.۶ میلیونه مرسته کړې وه خو د سیګار... Читать дальше...
د جماعت اسلامي او جمعيت علمای اسلام (ف) ګوندونو غړيو په پېښور کې د اوړو ګرانېدو پر ضد مظاهره کړې ده. د جنورۍ پر نهمه شوې دې مظاهره کې ګډونوالو په خیبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف پر حکومت غږ وکړ چې په پنجاب صوبه کې دې د خپل حکومت چارواکو ته ووايي چې اوړه وروپريږدي. په دې اړه نور حال د عظمت علي شاه په ويډيو راپور کې وګورئ.
په سېول کې د چین سفارت د جنوبي کوریا هغو وګړو ته چې غواړي چین ته سفر وکړي د لنډمهالو ویزو ورکول ځنډولي دي. دا وروسته له دې چې یو شمېر هېوادونو د کورونا وبا له وېرې چینایانو ته د ویزو ورکول وځنډول، د پېکېنګ لومړنی ځوابي اقدام دی. په دې اړه د چین د سفارت په بیان کې راغلي چې، چین به خپله پالیسي هغه مهال بدله کړي چې جنوبي کوریا پر چینايي وګړو د ویزې له تبعیضه ډک بندیز لیرې کړي. دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د چین د بهرنیوچارو وزیر قین ګانګ له خپل کوریايي سیال پارک جین سره په ټليفوني خبرو کې پردې محدودیت اندېښنه وښوده.
پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمنۍ مخکې کندهار کې لسګونه چاپي رسنۍ فعالې وې خو اوس هیڅ یوه فعالیت نهکوي. کندهار کې یو وخت په لسګونه مجلې، اخبارونه او رسالې چاپېدې او د پخواني حکومت په وروستيو کې هم څلور اونیزو فعالیت درلود، خو د تېر شاوخوا یو نیم کال را ورسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي ټولې چاپي رسنۍ بندې شوې دي. په دغه ولایت کې اوس یوازې د طالبانو تر واک لاندي د طلوع افغان په نوم دولتي اونیزه جریده چاپیږي. نور تفصیل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
په ایران کې درې نور مظاهرهچیان په اعدام محکوم شول چې په دې سره تر اوسه د ټولو په اعدام د محکوم شویو مظاهرهچیانو شمېر اولسو ته ورسېد. د ایران د قضایي ادارې اړوند میزان وېبپاڼې ویلي چې، صالح میر هاشمي، مجید کاظمي او یعقوب کورد سوفلا د مظاهرو په ترڅ کې د بسیج ملیشو د درېو غړیو په وژلو کې د لاس لرلو په تور چې هغې ته له خدای سره د جګړې نوم ورکړل شوی، په اعدام محکوم شوي دي. په دغه قضیه کې ښکېل یو بل تورن، د ایران د فوټبال حرفوي لوبغاړی امیرناصر ازاداني چې هغه هم د اعدام له سزا سره مخامخ وو، په شپاړس کاله بند محکوم شوی دی. Читать дальше...
يو شمېر ښځينه محصلانې وايي، له زدهکړو په بې برخې کېدو سره يې روحي او رواني حالت خراب شوی دی او فکري تمرکز يې له لاسه ورکړی دی. د بدخشان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصله تمنا له زده کړو د بې برخې کېدو وروسته د هغو ستونزو په اړه چې ورسره مخ شوې ده وايي، له تېرو شلو ورځو راهیسې چې له زدهکړو څخه منع شوې ده خپل راتلونکي ته اندېښمنه ده او فکر کوي چې روحي او رواني ستونزه ورته پیدا شوې ده. تمنا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "زما د ذهني او رواني ستونزو نښې دا دي چې هر څه مې ډېر ژر هیریږي، ژر په غوسه... Читать дальше...
افغانستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ خبرداری وکړى، چې په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار مخنیوی به د افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري. د پلازمېنې اوسېدونکی انعام الحق چې په ښار کې يې په لاسي کراچۍ خواري مزدوري کوله وايي، له تېرو دوه ورځو راهیسې چې په کابل کې واورې او بارانونه پیل شوي، له سهاره تر ماښامه ګرځي خو مزدوري يې نه کېږي. دی وايي، مخکې ښه و نادولتي موسسو به مرستې کولې، خو اوس دا مرستې هم بندي شوي او ورسره د بې وزله خلکو د ژوند سختې ورځې هم پیل شوې دي. هغه وویل: "کاروبارونه په ټپه ولاړ دي. Читать дальше...
د جنورۍ پر نهمه، په لسګونه هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د تېر کال له سېلابونو د بحالۍ لپاره له پاکستان سره د څه د پاسه نهه اربه ډالرو مرستو ژمنه کړې ده. په دې کې د اسلامي پرمختيايي بېنک (اسلامک ډیولپمنټ بېنک) لخوا څلور اعشاریه دوه او د اسیايي پرمختيايي بېنک له خوا یو ارب ډالر هم شامل دي چې په راتلونکو دریوو کلونو کې به پاکستان ته ورکول کېږي. امریکا ویلي چې دوی به ۱۰۰ میلیونه ډالر نور ورکوي او اروپايي ټولنې ویلي چې دوی به هم د نویو مرستو په توګه پاکستان ته په لسګونه میلیونه ډالر ورکوي. دا ژمنې... Читать дальше...
د پاکستان د هندوانو شورا (هندو کونسل) په کراچۍ کې د ۶۵ هندوانو نجونو او هلکانو ودونه کړي دي چې پکې زیاتره سېلاب ځپلي ول. هغه ناحکومتي سازمان هر کال د بې وزله هندوانو اجتماعي ودونه کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د ناروې د کډوالو شورا مشر چې د کابل په سفر بوخت دی وایي، پلان لري ۲۰۲۳ کال کې ۷ لکه افغانانو سره مرسته وکړي. یان ایګلنډ پرون ماښام په یوه ټویټ کې ویلي، دوی په دې شرط بېرته د خیر ښېګڼې چارې پیلوي چې طالبان د دوی ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي. ایګلنډ پرون خبرداری ورکړ که طالبان د نادولتي موسسو د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز ته دوام ورکړي، شپږ میلیونه کسان به له قحطۍ سره مخامخ شي، شپږ میلیونه ماشومان به له زده کړو بې برخې، ۱۳اعشاریه پنځه میلیونه خلک به له پاکو اوبو او څه باندې ۱۴ میلیونه نور به د ساتنې خدمات ونه لري. Читать дальше...
امریکایي سناتور انګوس کینګ وایي، له اوکراین سره د متحده ایالتونو مرستې حیاتي ارزښت لري. اسوشیتیدپریس خبري اژانس د اوکراین تر سفر وروسته د کینګ پرونۍ خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، که امریکا د اوکراین ملاتړ ودروي، اروپا کې به سخت دریځي خپره شي. دغه سناتور تېره اونۍ کییف ته تللی و او هلته یې د اوکراین له ولسمشر او نورو چارواکو سره کتلي و. نوموړي ویلي، هېواد یې باید تر هغو د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي چې په خبره یې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین چې ده " دیکتاتور" بللی، له زوره ولوېږي. ټاکل شوې... Читать дальше...
د کابل- غور ترمنځ غځېدلې لویه لاره له درېیو ورځو بندېدو وروسته بېرته خلاصه شوه. په غور کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند عبدالواحد حماس ازادي راډیو ته وویل، دا لاره چې بکک کوتل سیمه کې د واورو له کبله بنده شوې وه، پرون ماذدیګر بېرته خلاصه شوه. نوموړي وویل، د کوتل دواړو غاړو ته ۲۷ مسافر وړونکي موټر بند پاتې و. دا چې بندو پاته شویو مسافرو ته کوم زیان اوښتی او که نه، په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي. د سالنګ په ګډون د افغانستان یو شمېر غرنۍ لارې وخت نا وخت د ژمي پر مهال د درنو واورو له کبله بندېږي.