دا مهال سلګونه افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
په دوی کې ځینو یې میاشتې په زندان کې تېرې کړي او محاکمې ته په تمه دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې نږدې دوه سوه زره افغانان په ناقانونه توګه له پولې ور اوښتي او پاکستان ته داخل شوي دي.