د فرانسې خبري اژانس په وینا، تمه کېږي چې د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا فرانسې، ایټالیا او بریتانیا ته لاړ شي.
دی به وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ته هم سفر وکړي.
کیشیدا به د جاپان د صدراعظم په توګه امریکا ته په خپل لومړي سفر کې د جمعې په ورځ د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وګوري.
د جاپان صدراعظم پرون خبریالانو ته وویل، چې په دې کتنه کې به د امریکا د متحدو ایالتونو او جاپان ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړي.
ټاکل شوې چې د امریکا او جاپان مشران پر اوکراین د روسیې د یرغل په ګډون پر امنیتي چلنجونو بحث وکړي.
په پام کې ده چې جاپان سږکال د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو یا جي اووه ډلې د غونډې کوربه شي.