Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امريکا: طالبانو له نړيوالې ټولنې او خپلو خلکو سره کړې ژمنې ماتې کړي دي

د امریکا متحده‌ایالاتو یو ځل بیا د افغانانو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې د طالبانو په روان سیاست سخته نیوکه کړې.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون یوه خبري غونډه کې طالبان له دې امله وغندل چې د افغانانو ازادي او فرصتونه یې تروړلي دي.


نوموړي وويل: "موږ دا واقعیت نه‌دی پټ کړی چې د طالبانو کړنې ناسمې او د هغو ژمنو سره په تضاد کې دي چې له نړیوالې ټولنې سره یې کړي او تر ټولو مهمې هغه ژمنې دي چې دوی له افغانانو سره کړي دي."


طالبانو واک ته له رسېدو وړاندې په دوحه کې ژمنه کړې وه چې د افغانانو هر ډول حقونه، په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو، کار، سیاست او نورو ټولنیزو برخو کې د هغو د فعالیت پر وړاندې به هیڅ ډول خنډ نه جوړوي.




خو قدرت ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، طالبانو دا ټولنې ژمنې ماتې کړي او د افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو، کار، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو یې پراخ محدودیتونه او بندیزونه ولګول.


که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نویو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو له دې وړاندې یې تل ویلي چې په افغانستان کې د افغانانو هر ډول حقونه خوندي دي.


خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس بیا د افغانانو پر وړاندې د طالبانو روان سیاست، له خپلو بنسټیزو حقونو، ازادیو او فرصتونو د افغانانو محرومول بولي.




هغه زیاتوي، متحده‌ایالات به له طالبانو د هغه څه حساب واخلي چې دوی یې له افغانانو سره کوي.


مګر پرایس په دې اړه چې دا حساب غوښتنه به څه ډول وي، جزییات ور نه‌کړل.




موده وړاندې د طالبانو له‌خوا په نادولتي موسسو کې د افغان نجونو او ښځو په کار د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، دوی له افغانستان سره د ستر بشري مرسته کوونکي هېواد په توګه په داسې لارو چارو غور کوي چې پر مټ یې وکولای شي یو پیاوړی او اصولي دریځ خپل کړي.


دغه شان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون د بهرنیو چارو وزارت په دروازه کې د داعش خراسان څانګې انتحاري حمله وغندله او یو ځل بیا یې له افغانانو سره د خپلې همکارۍ دوام ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، په افغانستان د متحده‌ایالاتو ماموریت پای ته نه‌دی رسېدلی.




هغه وویل، دوی له افغان ولس سره پراخې ژمنې لري او له هرې لارې کولای شي چې دا ژمنې عملي کړي.


متحده‌‌ایالات داسې مهال له افغانانو سره د خپلو ژمنو د عملي کېدو خبره کوي چې د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګډون یو شمېر افغان سیاست‌والو د مخکني جمهوري نظام د سقوط لامل، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه بللې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus