Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په هند کې د دوو افغانانو په ګډون د نشه‌يي موادو د یوې شبکې څو غړي ونيول شو

د هند د نشه يي موادو د کنټرول ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د دې مافيايي شبکې لپاره په افغانستان، پاکستان او هند کې څو نفره کار کوي چې یوازې (۱۶) نفرو يې په هند کې فعالیت کاوه او تازه نيول شوي دي.


دا شبکه له څو میاشتو راهيسې د هند له امنيتي ادارو له‌خوا څارل کېده او د لومړي ځل لپاره يې یو غړی سږکال د عقرب په میاشت کې له شلو کيلوګرامو هيرويينو سره د هند په پنجاب ایالت کې ونيول شو چې له دې سره سم د دې شبکې څرک او نښانې هم وموندل شوې.


د هند د نشه يي موادو د کنټرول ادارې مرستيال جیانيشور سينګ (Gyaneshwar Singh) رسنيو ته وويل، د دې شبکې غړي د نشه يي موادو د جوړولو ځانګړی مهارت لري.


نوموړي ويلي: "په وروستیو وختونو کې د نورو قضیو په پرتله دا یوه ډېره مهمه قضیه ده. دا د مافیایي فعالیتونو یوه مجموعه ده. زما هدف دا دی چې په دوی کې د نشه‌يي موادو جوړوونکي او قاچاق کوونکي شامل دي. له دوی څخه د نورو قاچاق کوونکو په اړه هم معلومات ترلاسه شوي دي. په نیول شویو کسانو کې دوه یې هغه افغانان دي چې هیرویین او ښیښه یې جوړوله."




د هند د نشه يي موادو د کنټرول اداره وايي چې، دې شبکې په هند کې شپېته بانکي حسابونه جوړ کړي او له دې لارې يې تورې پيسې هم سپينولې.


دې شبکې پخوا نشه يي مواد له افغانستان څخه د تجارتي لاریو او بیا د کښتيو په وسيله هند ته قاچاق کول، خو په وروستیو میاشتو کې يې د دې دوو افغانانو په همکارۍ د هند په ډيلي، پنجاب او اترپردېش ایالت کې د هيرويينو جوړولو کارخانې جوړې کړي وې.


په هند کې د مافيايي شبکې څو غړي داسې مهال نيول کېږي چې په ملګرو ملتونو کې د هند د دايمي استازي مرستيال آر، رويندرا سږکال د قوس په مياشت کې د امنيت شورا په غونډه کې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې، باید د نشه يي موادو د قاچاقو د شبکو په نسکورولو کې یو له بل سره همکاري وکړي.


که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت او بهرنیو چارو وزارت ویاندویانو د دې شبکې د فعالیتونو په اړه زموږ پوښتنې ته جواب و نه وايه، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند تر دې مخکې ازادي راډيو ته ويلي وه چې، دوی چمتو دي چې د نشه يي موادو د قاچاقو او تولید د مخنيوي لپاره د سيمې له هېوادونو سره خبرې او همکاري وکړي.


د هندي او ايراني رسنيو د راپورونو پر بنسټ، په وروستيو میاشتو کې دې دوو هېوادونو زرګونه کيلوګرامه داسې نشه يي مواد، په تېره بیا ښیښه او هيرويين نيولې چې له افغانستان څخه پاکستان او بیا له هغه ځایه دې دوو هېوادونو ته قاچاق شوي دي.


-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus