Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې وروستی وضعيت؛ امنيت شورا يې په اړه غونډه جوړوي

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه باید پر دې تمرکز وکړي، چې د طالبانو حکومت له‌خوا په افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو، ورزش او عامه ځایونو ته د لاس‌رسي په ګډون، ټول بندیزونه لرې شي.


د بښنې نړیوال سازمان پرخپله ټویټرپاڼه د جنوبي اسیا په چارو کې د دې سازمان د سیمه‌ییزې مشرې یمین مشرا له قوله لیکلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پکار ده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د لا زیاتې سرغړونې مخه ونیسي.


مېرمن مشرا زیاته کړه، نړۍ شاهده ده، چې طالبان په تېرو څو میاشتو کې په چټکۍ سره او په سیستماتیک ډول د ډېرو تبعیضي بندیزونو له لارې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.


ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د امریکا په وخت نن د جمعې په ورځ د تړلو دروازو تر شا جوړه شي.




په ورته وخت کې یو شمېر مدني فعالان وايي، د امنیت شورا غړي باید طالبانو ته خبرداری ورکړي چې د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د افغان ښځو له حقونو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار وانه‌خلي.


له دې ډلې د رایحې مسعودي په نوم يوې فعالې ازادي راډيو ته وویل، چې نړۍ باید د افغان ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د دوی ملاتړ وکړي.


نوموړې وويل: "موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې له طالبانو سره پر افغان ښځو د ټولو لګول شویو محدودیتونو په اړه خبرې وکړي. طالبانو ته باید خبرداری ورکړل شي چې له افغان ښځو نه د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار وانه‌خلي. موږ له ملګرو ملتونو او دنړۍ له ټولو هېوادونو غوښتنه کوو، چې افغان مېرمنې هېرې نه کړي او د هغوی د لومړڼي او اساسي حقونو د ترلاسه کولو لپاره دې د دوی ملاتړ وکړي."




خو د پخواني جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعالې فوزیې کوفي ازادي راډيو ته وویل چې له طالبانو سره باید هر ډول سیاسي خبرې ودرول شي او د سیاسي فشارونو د زیاتولو تر څنګ، ددې وخت را رسېدلی، چې نړۍ باید د طالبانو د ناقانونه رژیم پر بدیل فکر وکړي.


مېرمن کوفي وویل، چې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه دې پر طالبانو د سفر بندیزونه ولګول شي، هغوی او د هغوی مالي ملاتړو ته دې سزا ورکړل شي.




نوموړې وويل، د دې ترڅنګ باید د طالبانو مرکزي بانک ته نغدې پيسې لېږل منع، په نورو هېوادونو کې دې د دوی سیاسي دفترونه بند او له طالبانو سره دې سیاسي خبرې وځنډول شي.


اغلې کوفي وويل: "موږ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه دا تمه لرو چې پر طالبانو فشار زیات کړي، زه ډاډه یم چې سیاسي فشارونه به نتیجه ورکړي، څومره چې طالبانو د افغانستان پر ښځو او خلکو فشارونه زیات کړي دي او د هرې ورځې په تېرېدو د هغوی فشارونه زیاتیږي. طالبان باید دا احساس کړي چې د افغانستان د خلکو وضعیت څنګه دی؟ زما په اند اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړۍ دې د طالبانو د غیر مشروع نظام پر بدیل فکر وکړي."




طالبانو دخپلې دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې پر ښځو او نجونو د زده‌کړې، کار کولو، ورزش او له محرم پرته د اوږدو سفرونو په ګډون، ډېر بندیزونه لګولي دي.


که څه هم د طالبانو حکومت تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو تل یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو پر تامین ټینګار کړی دی هغه چوکاټ چې تعریف یې نه‌دی معلوم.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus