Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګرو ملتونو نړۍ او افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو د خونديتوب بېړنۍ غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو پنځو بنسټونو په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د میلیونونو خوارځواکو ماشومانو د خوندیتوب لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې.


د دوه ماشومانو مور اتنا وايي، ماشومان یې د بې‌وزلۍ له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي.


اغلې اتنا وایي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هغې د خاوند میاشتنی عاید تر ۵۰۰۰ افغانیو کم شوی دی.




نوموړې وايي: "زه یو پنځه کلن او یو درې کلن ماشوم لرم، دوی خوارځواکي دي، ځکه چې کرونا وه، قرنطین و، د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته زموږ وضعیت لا خراب شو. خاوند مې په میاشت کې ٥٠٠٠ افغانۍ هم نه‌شي ګټلی. زه وزګاره یم او اقتصادي حالت مو ډېر خراب دی."


اتنا له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره مرستو ته دوام ورکړي.


په همدې حال کې د کرنې سازمان (FAO)، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، UNHCR، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (UNICEF)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، په نړۍ‎ کې د ۳۰ میلیونو هغو ماشومونو چې عمرونه یې د پنځو کلونو څخه کم دي او په خوارځواکۍ اخته دي، د ژغورنې لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کوي.




ددغه سازمانونو په ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۵ هېوادونو کې په خوارځواکۍ اخته دغه شمېر ماشومان شته.


دوی له نړیوالې ټولنې غواړي، مخکې له دې چې دا کړکېچ په تراژېدۍ بدل شي، باید مخه یې ونیول شي.


د ملګرو ملتونو د نوي راپور پر بنسټ د دغو ماشومانو له ډلې د ۸ میلیونو ماشومانو د مړینې احتمال د هغو ماشومانو په پرتله ۱۲ برابره لوړ دی چې کافي خواړه لري.


د FAO عمومي مشر کوو دونګیو خبرداری ورکړی، احتمال شته چې سږکال وضعیت نور هم خراب شي.


په دغه راپور کې د ۳۰ میلیونو ماشومانو د سختې خوارځواکۍ لاملونه، شخړې، د اقلیم بدلون، د کوویډ-۱۹ اغیزې او د لګښتونو زیاتوالی ګڼل شوی دی.




دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له‌خوا په نا دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو د کار بندیدو له امله یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسسو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر له وروستۍ اوونۍ راهیسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند کړي دي.


د دغو بنسټونو مسوولینو ټینګار کړی چې د یادو بنسټونو له ښځینه همکارانو پرته له ښځو او ماشومانو سره په سمه توګه مرسته نه‌شي کولای.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus