Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اوکراين له ختيځ د سختې جګړې راپورونه ورکول شوي دي

د اوکراین د دفاع وزارت د مرستیالې په وینا د جګړې سخت پړاو پیل شوی دی.


بل لور ته یوه روسي چارواکي خبرداری ورکړی دی چې ښایي بېلاروس هم د اوکراین په جګړه کې داخل شي.


د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې نن وویل، تېره شپه د سولیدار په ښارګوټي کې سخته جګړه روانه وه.


دا ښارګوټی چې د مالګې کان په‌کې دی د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک په سیمه کې پروت دی.


د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هنا مالیار په ټیلګرام کې لیکلي دي، په سولیدار کې تېره شپه د جګړې ډګر تود و او جګړه روانه وه.


د دې په وینا دښمن تقریبا خپل ټول اصلي قوت د دونیڅک خواته متوجه کړې دی او دلته یې سخت تهاجمي عملیات روان کړې دي.




د اوکراین د دفاع وزارت مرستیاله زیاتوي چې اوکرایني پوځیان په مړانه دفاع کوي کوي او دې دا خبره هم وکړه چې دا د جګړې هاغه سخته مرحله ده خو هنا مالیار ټینګار وکړ چې اوکراین به بریالی کېږي.


بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي نن وویل چې بېلاروس ښایي د اوکراین په جګړه کې ښکېل شي که چېرته کییف برید پرې وکړي.


رویټرز اژانس څرګندوي چې روسیې پروسږ کال د فبروري په وروستیو کې پر اوکراین د برید په پيل کې د بېلاروس له خاورې څخه هم استفاده وکړه او د اکتوبر له میاشتې راهیسې یې په بېلاروس کې خپل پوځیان ځای پر ځای کړې او هلته یې څو ځله ګډ پوځي تمرینات ترسره کړې دي.


روسیې او بېلاروس یو تړون لاسلیک کړی چې له‌مخې به یې دا دوه هېوادونه پوځي همکارۍ زیاتوي.




دې تړون دا اندېښنې پیدا کړې دي چې ماسکو ښایي له خپل دې ډېر نژدې متحد څخه استفاده وکړي او د شمال له لورې پر اوکراین نوی برید وکړي.


رویټرز اژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي الیکسي پولیشچوک په وینا وایي چې روسیې له بېلاروس سره داسې پوځي تمرینات ترسره کړې دي چې څرنګه د جګړې د پراختیا مخنیوی کېدای شي، خو پولیشچوک خبرداری ورکړ چې بېلاروس به هم دې جګړې ته داخل شي که چېرته اوکراین د بېلاروس یا د روسیې د خاورې برخه لاندې کړه.


د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې هېواد یې باید له بېلاروس سره سرحد ته ډېر متوجه وي او چمتو وي، خو زلنسکي وویل چې تر اوسه یې د خپل دې ګاونډي له لورې یوازې سخت بیانونه اورېدلي دي نور تحرک یې نه دی لیدلی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus