'اقبال خټک وايي، چې له تېرې څه مودې راهیسې په ملک کې پر خبریالانو د تشدد او د هغوی د غږ غلي کولو پېښې کېږي خو حکومت یې پروړاندې هېڅ ډول اقدامات نه کوي.
په پاکستان کې د کورونا وبا درېمې څپې دوران مثبتې پېښې په کمېدو دي خو د سرکاري شمېرو ترمخه د لومړيو هغو پرتله یې زيات کسان مړه کړي دي. د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې شمېرې ښيي چې ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ مياشتې ړومبۍ نېټې نه د مې تر ۳۱مې پورې (پينځه مياشتو کې) په پاکستان کې د کورونا وبا له وجې ۱۰،۶۷۴ کسان مړه شوي دي خو د ۲۰۲۰ز کال له مارچ نه تر ديسمبر (۱۰ مياشتو کې) پورې وايرس ۱۰،۱۷۶ کسان مړه کړي وو. د وبپاڼې په وينا، د روان کال په ړومبيو پينځو مياشتو کې۴۴۰،۰۰۰ نه زيات کسان وايرس ځپلي... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر په توګه به جو بایډن په اول وار، په دې سرمشریزه کې، چې نیټو ۲۰۳۰ نومېږي، ګډون کوي او پکې به په افغانستان کې له دوو لسیزو راهیسې روانې جګړې پای ته رسولو په اړه خبرې اترې کېږي.
په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه واري تر ډېره بلوڅ بېلتونپالې ډلې اخلي.
د مې پر ۳۱مه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو د قامي اسمبلۍ غړي او د غورځنګ مخکښ علي وزیر په ګدون د خپلو نیولو کسانو د راخوشېکولو لپاره احتجاجي مظاهره وکړه. پي ټي اېم په ټول ملک کې د ګرفتارو ملګرو د خوشېکولو لپاره د احتجاجونو اعلان کړی دی چې پیل یې له کراچې وشو. ياد غورځنګ به د جولای تر څلورمې احتجاجونه کوي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
تېره مياشت د رسنيو راپورونو په ډاګه کړه چې ايراني او سعودي چارواکو په اپريل مياشت کې په بغداد کې له يو بل سره ليدلي ول.
عدالت د سږکال مارچ پر پنځمه نېټه د پښتون ژغورنې مخکښ علي وزير د ضمانت د درخواست په اړه فیصله خوندې کړې وه.
د سوات ملم جبه کې د برقي زانګوګانو د بندېدو له کبله کاروبارونه اغېزمن شوي او خلک بېروزګاره شوي دي. دا سېلانۍ سيمه د حکومت او شخصي کمپنیو ترمنځ د شخړې له وجې تړل شوې ده. ویډیويي رپورټ.