د عوامي نیشنل ګوند سیاستوالانو او پلویانو د جون پر ۱۰مه د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي. دوی غواړي چې حکومت ورک کسان پیدا او عدالتونو ته وړاندې کړي. د ګوند پلویانو د مردان د خبریالانو مرکز مخې ته هم مظاهره وکړه. د ورکو کسانو په اړه د حکومتي کمېشن په وینا، تر اوسه یې د شاوخوا ۶،۰۰۰ ورکو کسانو مقدمې عدالتونو ته وړاندې کړي چې پکې تر ۴،۰۰۰ زیاتې قضیې حل شوي. ویډیويي رپورټ.
د مشال مرکه کېمو پخوانی سېنېټر عبدالنبي بنګش مېلمه دی. په نننۍ خپرونه کې له نوموړي سره پر دې موضوع مرکه شوي چې د پاکستان سېنېټ انتخاباتو کې هر وار د درغليو خبره کېږي، په دې خبرې کې څومره صداقت دی؟ د خپرونې کوربه ګل اياز دی
د پاکستان دولتي راډیو وايي، د دیني چارو لپاره د وزیراعظم ځانګړي سلاکار مولانا طاهر اشرفي تر غونډې وروسته وویل چې د دواړو هېوادونو علماو په یوه خوله د تاوتریخوالي ضد غږ پورته کړ.
د دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه مو د ملاکنډ د نوميالي شاعر امير رزاق امير پر ژوند او هنر خبرو ته ځانګړې کړې ده. نوموړی د جون پر اوومه په ۶۳ کلنۍ کې د زړه درېدو له امله ومړ او په خپل کلي درګۍ کې خاورو ته وسپارل شو. د سيمې شاعرانو او فرهنګيانو د امير مړينه د پښتني شعر و ادب لپاره لويه ضايعه بللې. په خپرونه کې د دوی د خبرو ترڅنګ له موسيقۍ سره ويل شوي د امير رزاق امير ځينې شعرونه هم اورېدای شئ.
د اباسین د اوبو د وېش ادارې (انډس رېور سسټم اتارټي یا ارسا) ویاند خالد ادریس رانا د جون پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د سيند وزير اعلا دغه تورونه ردوي او وايي، د اوبو په وېش کې له هېڅ صوبې سره زياتی نه کېږي.
د مشال مرکه خپرونه کې مو د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير له سلاکار عبدالکريم خان سره خبرې کړې دي. نوموړی د صوابۍ دی او په صوبايي اسمبلۍ کې د واکمن ګوند غړی دی. عبدالکریم خان په مرکه کې پر بهر مېشتو پاکستانیانو غږ وکړ چې په صوبه کې دې پانګونه وکړي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
له تربېلې سره نېږدې د صوابۍ سیمې اوسېدونکي وايي، د ګرمۍ له زیاتېدو سره او د تربېلې ډیم د بجلۍ بندښت ورته مشکلات جوړ کړي.
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف وزارت وایي، د دوو کلونو تر هڅو وروسته بریالی شو نن (پنجشنبه) د سعودي عرب په کوربتوب د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو لویه غونډه جوړه کړي، خو طالبان له دې غونډې ځان بې خبره ښیي.