د مشال راډیويي مجلې په تازه ګڼه کې په پښین کې د ارواښاد راز محمد راز د اتم تلین، په سوات کې د باچا خان په اړه د مطالعاتي غونډې او په خوست کې د کورونا له وجې د فرهنګي فعالیتونو د ټکني کېدو راپورونه لرو. د غزل مومند یو تازه لیکلي شعر او د رسول حمزه توف د مشهور اثر زماداغستان یوې بلې برخې ته هم په خپرونه کې ځای ورکړل شوی دی.
په داسې حال کې چې امريکا د سږکال سېټېمبر ۱۱مې پورې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو اعلان کړی په دې هېواد کې د طالبانو حملو زور اخيستی او په تېرو څو اوونيو کې يې په لسګونو ولسوالۍ نيولې دي چې افغان ځواکونو ورڅخه د خينو کنټرول بېرته اخیستی دی.
هغې وويل چې د خبریالانو ژوند ته خطرونه موجود دي او کوښښ شوی چې د رښتيا ويلو واک ترې واخیستل شي.
د بلوچستان های کورټ مشر قاضي جمال مندوخېل د حکومت له لوري د عدالتي کمیشن پر ټاکلو تحفظات څرګند کړي او صوبايي حکومت ته یې لیک لېږلی دی.
د جون پر ۲۸مه په کراچۍ کې د سیند او بلوچستان د ورکو کسانو خپلوانو احتجاجي مظاهره وکړه چې پکې د ډاکټر دين محمد بلوچ د لادرکه کولو د ۱۲ کاله پوره کیدو په مناسبت جوړه شوې وه. دوی له حکومت د لادرکه کړل شویو کسانو عدالتونه ته د وړاندې کولو غوښته کوله. نور حال د نیاز علي په دې ویډیويي راپور کې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له امنیت شورا او ټولو غړو هېوادونو وغوښتل چې د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره جدي اقدامات وکړي.
د بلوڅ ملتپاله ګوند بلوچستان نیشنل پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړی ثناء بلوڅ د اعلا وزیر جام کمال په مشرۍ حکومت باندې په نیوکو سره وویل چې د اپوزشن په انتخاباتي حلقو کې یې هېڅ پرمختیايي کارونه دي کړي.