د مشال مرکه کې ايډوکيټ شهاب خټک ميله دي. د شهاب خټک کورنۍ درې نسلونو د پښتنو حقونو لپاره مبارزه کړي. د نوموړي پلار ډاکټر فضل الدين خټک اديب وو او په مترقي سياست يې باور درلود. شهاب خټک هم د خپل پلار پشان مبارزه کوي. نوموړي د پښتون ژغورني غورځنګ قانوني سلاکار دی. شهاب خټک د قانون، نړيوالو اړيکو او پښتو ډګړي هم ترلاسه کړي او په دي وروستيو کې د شاعري کتاب (د بدلون کاروان به رسي تر منزله) هم چاپ شوي دي. شهاب خټک وايي، د پښتنو ځوانانو کې مثبت بدلون راغلي دي او په لاکونو ځوانان پر خپلو حقونو پوه شوي دي. Читать дальше...
د پاکستان پارلمان د ۲۰۱۸ز کال د مې پر ۳۱مه نېټه په اساسي قانون کې د ۲۵ ترميم کولو سره پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا ورګډه کړې وه. د شاملېدو پر مهال د قبايلي سيمو ځینې ګوندونو، مدني فعالانو او مشرانو يې پلوي او ځینو يې مخالفت کاوه. د شاملېدو پر وخت د قبايلي سيمو له اوسېدونکي سره يوشمېر ژمنې شوې وې. اوس چې د سږکال د مې پر ۳۱مه نېټه د انضمام درې کاله پوره شوي نو پوښتنه دا ده چې ایا شوې ژمنې پوره شوې او که څنګه؟ دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې ده.
سازمان د جون پر لومړۍ نېټه په بیان کې وویل چې د واکسینو دوه خوراکه چې چا ته ورکړل شوي نیمايي خلک یې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له علاماتو نه بچ شوي دي.
ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې موجود امنیتي خطرونه لا هم جدي دي او دوی ورباندې خبر دي.
د جون په لومړۍ نېټه په کابل کې دوو چاودنو لس ملکي وګړي ووژل. دا چاودنې د سپرليوو په ګاډو کې شوې دي خو تر اوسه معلومه نه ده چې مقناطیسي بمونه ورپورې نښلول شوي وو او که بارود پکې ايښوول شوي. چا یې ذمه واري نه ده منلې او پولیس وايي پلټنې یې پېل کړې دي. بشير ګواښ د اې پي اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی.