يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي دي چې پر جلګه ولسوالۍ بريد کې د دوو ولسواليو پوليس مشران او شپږ افسران وژل شوي دي.
دوی په شواک، ګرده څېړۍ او وزي ولسوالیو کې د خلکو او ځوانانو بې کاري، د څښاک د پاکو اوبو کمښت، پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې د اسانتیاوو نشتون، د دوی له اساسي ستونزو څخه بولي.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ د "انصاف او قانون قايمه کمېټۍ" د جون پر څلورمه، پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري خلاف د قانوني مسودې منظوري ورکړه. د قايمه کمېټۍ او د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي جنېد اکبر د جون پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، دا بِل (قانوني مسوده) د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په حکم وړاندې شوی او هغوی تمه لري چې له دې سره به د جنسي تېریو پېښې کمې شي. نوموړی وايي، په پاکستان کې د رسنیو له زیاتېدو سره اوس د جنسي تېریو پېښې پټې نه پاتې کېږي او خلک پر دې معامله چوپه خوله نه پاتې کېږي. Читать дальше...
د روغتیا اداره وايي، د بلوچستان په بېلا بېلو افغان پنډغالو کې یې د کووېډ-۱۹ واکسیني عمل پیل کړی دی. د چارواکو په خبره، په پاتې کیمپونونو کې به هم ژر خپل مرکزونه جوړ کړي چې کډوالو ته د کورونا وایرس ناروغۍ واکسین ولګوي. نور حال په دې ویډیویي راپور کې.
په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو څانګې مشر چې پر سيمه ايزو حالاتو یې يو کتاب هم ليکلي دی وايي چې په پښتنو ځوانانو کې بيداري پيدا شوې ده. د مشال مرکه کې مو پروفيسر اعجاز خټک مېلمه دی، کوربه یې ګل اياز دی.
د 'ډیفینس ون' خپرونې د راپور له مخې مککنزي ته دنده ورکړل شوې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژباړونکي او نور هغه ملکیان وباسي چې دې ځواکونو سره یې کار کړی دی.