د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ حکومت مخالفه غړو د جون له ۱۵مې د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړې او تور یې پورې کړی چې حکومت نه خو په راتلونکې کلني بجټ کې د دوی د سيمو لپاره پيسې ايښي او نه يې هم په تېرو دوو بجټونو کې پیسې ورکړي وې، خو حکومت د اسمبلۍ د غړو دغه تورونه رد کړي دي. نور تفصيل د ايوب ترين په ويډېويي راپور کې
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې واکمن تحريک انصاف ګوند د جون پر ۱۱مه د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال بوديجه وړاندي کړه.
د مشال مرکه کې مو سېنېټر هدايت الله خان مېلمه دی. نوموړي د عوامي نيشنل ګوند سره تعلق لري او صوبايي وزير هم پاتي شوی دی. دی په مارچ مياشت کې د عوامي نيشنل ګوند په ټکټ سېنېټر منتخب شوي و. سېنېټر هدايت وايي، د قبايلي ضلعو حقونو لپاره به په سېنېټ کې اواز پورته کوي. د مشال مرکه پروګرام کوربه ګل اياز دی.
روڼ اندي او خوستي فرهنګیان وړاندیز کوي، چې له انټرنیټ او شته ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې باید کلتوري هڅې روانې وساتل شي.
د امريکا ولسمشر جو بايډن او د هغه روسي سيال ولاديمير پوتين د جون پر ۱۶مه په جېنېوا کې شوی خپل ملاقات ښه او مثبت ارزولی دی. خو د دوی ترمنځ پر ځينو خبرو اختلافات لا هم پر ځای پاتې شو. د سپینې ماڼۍ لپاره د امريکا غږ خبريالې پېټسي وداکوسوارا راپور عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.
دا اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې د سوات د مرکزي ښار مینګورې د يوه ځوان سندرغاړي اياز خان خبرې او د هغه ځينې سندرې اورو. نوموړی خوشاله دی چې په همدې ښار کې د سندرو د ثبت يوه سټوډيو جوړه شوې. د اياز خان په خبره، دی او د سيمې نور سندرغاړي اوس کولای شي چې د پېښور پر ځای اوس په مینګوره کې د لږو پيسو په لګولو معياري سندرې جوړې کړي. د نوموړي د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
نن په نړۍ کې د وچکالۍ د مخنيوي نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د نړۍ د يوشمېر نورو هېوادونو په ګډون د پاکستان په ځينو سيمو کې هم له کلونو راهيسې وچکالي روانه ده چې د خلکو ژوند يې اغېزمن کړی او ان ځينې يې په هېواد کې دننه له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته په کډه کولو مجبور کړي دي. احمد شاه اعظمي په کوټه د کرهڼې له يو پوه ډاکټر قاسم خان کاکړ سره په دې اړه خبرې کړې دي.
دا غونډه پر داسې مهال وشوه چې د دواړو هېوادونو اړیکې له سړې جګړې راوروسته تر بل هر وخت سړې دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر او سیاستوال حضرت عمر زاخېلوال ویلي دي چې پاکستان د یوه ګاونډي په توګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د رول لوبولو مسوولیت لري. نوموړي د جون پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د دواړو حکومتونو د ناحکومتي پلاویو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې افغان حکومت او طالبان هم مسوول دي چې باید د سولې له موقعو ګټه واخلي. له حضرت عمر زاخېلوال سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.