د جون پر ۲۰مه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې پوليسو د جنوبي وزيرستان دوه ځوانان په ډزو ژوبل کړل۔ په دغه پېښه کې د څلورو پوليسانو پرضد مقدمې درج شوي دي او ګرفتار کړل شوي هم دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
تر مېچ ګټلو وروسته ملطان سلطانز ته په انعام کې د اووه نيمه کروړه روپو چېک ورکړل شو. د دې لوبډلې کپتان محمد رضوان په خپلو خبرو کې وويل چې د ګټې تر شا يې راز دا وو چې په ټيم دننه يې د لوبغاو خپلمنځي پوهاوی ډېر زيات وو.
د مشال مرکه کې مو د خيبر قامي جرګې مشر بسم الله خان مېلمه دی. نوموړی په ۲۰۱۸ز کال کې د خيبر مشران راغونډ کړي ول او د قبايلي ضلعو په خيبر پښتونخوا کې د ضم کېدو خلاف يې جرګه جوړه کړې وه. نوموړي وايي، د نورو قبايلي ضلعو مشران به هم په دې جرګه کې شامل شي. د ده په خبره د پاکستان ايين کې قبايلي سیمه پينځمه اکايي ده او د دې شناخت ختمولو خلاف به مبارزه جاري ساتي. د مشال مرکې کوربه ګل اياز دی.
تر دې دمه چا د ياد بريد مسوليت نه دی منلی، خو له دې وړاندې د دا ډول زياتره بريدونو مسوليت بلوڅ بېلتونپاله ډلو پر غاړه اخيستی.
علي وزير د ضمانت لپاره د پاکستان سپريم کورټ په کراچۍ رجسټرۍ کې په لومړي ځل درخواست اورېدنه وشوه
نوموړي د جون پر ۲۴مه له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر لیدو وروسته په بیان کې ویلي چې طالبان د بهرنیو پوځیانو په وتلو زړور شوي او د کلونو لاسته راوړنې او په تېره بیا د ښځو حقونو په برخه کې پرمختګونه له ګواښ سره مخامخوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي درې میاشتې وروسته د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتنو د درې ورځنۍ قامي جرګې اعلان کړی دی. نوموړي د جون پر ۲۳مه په مسلم باغ کې د ګوند د پخواني صوبايي مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د جنازې غونډې ته په وینا کې وویل، د پښتنو د ګوندونو او غورځنګونو له مشرانو سره تر مشورې وروسته د جرګې نېټه ټاکي. په تېرو وختونو کې هم په پاکستان کې د پښتنو د قامي یووالي او ورته د ورپېښو ستونزو هواري لپاره جرګې شوې دي. د بنو د جرګې موخه څه ده او څه ډول اغېز لرلای شي؟ احمد شاه اعظمي يې په اړه راپور لري.
د پاکستان د سيند صوبې د لاړکانې په رتو ډېرو سيمه کې په لومړي ځل په ۲۰۱۹ز کال کې په ماشومانو کې د اېچ ای وي له موندنې وروسته په دې وايرس د اخته ماشومانو شمېر څه باندې ۱۵۰۰ ته رسېدلی او بلخوا لږ تر لږه ۵۰ ماشومان ورڅخه مړه شوي هم دي. فرانس پرېس خبري اژانس په دې اړه ويډيويي راپور جوړ کړی چې احمد شاه اعظمي پښتو کړی دی.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، نوموړي د جون پر ۲۴مه د بېل او مېلېنډا ګېټس بنسټ له مشر بېل ګېټس سره په ټېلېفوني خبرو کې د ګوزڼ ناروغۍ ختمولو په اړه خپل هوډ تکرار کړ