د پخواني سېنېټر عثمان کاکړ زوی وايي، پلار یې په کور کې لوېدلی نه دی بلکې د ده په وینا، په پلان وژل شوی دی. نوموړي دا دعوه د جون پر ۲۱مه په کراچۍ کې پر داسې مهال له مشال راډیو سره په مرکه کې کړې چې تر دې مخکې رپورټونه ول چې عثمان کاکړ په کور کې پرېوتی او ژوبل شوی وو. همداراز، په جناح روغتون کې د عثمان کاکړ تر مړینې وروسته د هغه د طبي معاینې رپورټ لا نه دی خپور شوی. د نوموړي کورنۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر اوسه د هغه د ژوبلېدو او مړینې په اړه په تاڼه کې رپورټ نه دی دایر کړی. عثمان کاکړ د جون پر... Читать дальше...
رضا محمد رضا وايي، دا یو حقيقت دی چې عثمان خان کاکړ خپلځان سياسي مبارزې ته سپارلی وو او خپل ټول ژوند يې د ګوند تنظیمي او سياسي کارونو ته ورکړی وو.
د جمعیت علمای اسلام (ف) او د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان د حزب اختلاف د مشر شهباز شریف له خوا د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ټول ګوندیزې غونډې جوړولو وړاندیز هرکلی کړی دي خو زیاتوي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په لړ کې بنیادي نکته په سیاست کې د پوځ او جاسوسي ادارو د مداخلت مخنیوی دی. دا خبره نوموړي د جون پر ۲۰مه نېټه په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وکړه. مولانا فضل الرحمن دا هم وویل، چې د انتخاباتو کمېشن چارواکې دې هم د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره په ممکنه ټول ګوندیزه غونډه کې راوبلل شي، چې... Читать дальше...
په سیند کې د کووېډ-۱۹ واکسینو کمښت له وجې د خلکو د واکسینولو بهیر ټکنی شوی دی. د سیند صوبايي حکومت د واکسینو کمي پړه پر وفاقي حکومت اچولې خو اسلام اباد وايي، په راتلونکو څو ورځو کې به ستونزه هواره کړي او هرې سیمې ته به له اړتیا سره سم واکسین ولېږدوي. ویډیويي رپورټ.
د نوموړي ورور سلیمان کاکړ او د هغه ډاکتر صمد پانیزي د جون پر ۲۱مه د اغا خان روغتون مخې ته مشال راډیو ته د هغه مړینه تایید کړه.