د بنو د جانيخېلو يو مشر ملک نصيب خان د وژنې پر ضد احتجاج پر ۲۷مه ورځ هم دوام لري. دغه پرلتوالو د مې له ۳۱مې راهیسې لومړی په جانيخېلو او د جون له ۲۳مې د بنو ـــــ میرامشاه پر لویه لاره پرلت وهلی او مړی يې لا هم نه دی ښځ کړی. دوی په سيمه کې د امن او وسله والو پرضد د اقدام غوښتنه کوي، خو حکومت وايي د دوی غوښتنې به پر ځای کوي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې دا مهال داسې بحثونه روان دي چې د هیواد لویې رسنۍ له پښتنو سره تړلې مسئلې او پېښې له پامه غورځوي. په دې کې زیات بحث د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخواني صوبايي مشر عثمان کاکړ د جنازې او د بنو د جانيخېلو د احتجاج په اړه د پاکستان په لویو چینلونو کې د خبرونو او ویډګانو نه خپرېدو په اړه روان دی. سیاستوال او څېړونکي افراسیاب خټک د جون پر ۲۴مه پر ټویټر ولیکل، د عثمان کاکړ په جنازه کې په سلګونو زرو خلکو ګډون کړی و خو د پاکستان ریاست او میډیا ورته هېڅ پام ونکړ. دغسې لیکوالې... Читать дальше...
دا اوونۍ مو په سروې خپرونه کې ناهید اپرېدۍ مېلمنه ده. نوموړې له خیبر سره تعلق لرونکې یوه ټولنیزه فعاله ده. ناهید د قبایلي سیمو د ښځو د حقونو لپاره په مختلفو پلیټ فارمونو غږ پورته کوي. هغه د تکړه قبایلي خویندو نومې سازمان په بنیاد اېښودونکو کې یوه ده. ناهید د خیبر لومړۍ ښځه ده چې د ۲۰۱۹ز کال د صوبايي اسمبلۍ په عمومي انتخاباتو کې یې د عوامي نېشنل پارټۍ په ټکټ په انتخاباتو کې برخه اخېستې وه. همدا رنګه هغه د قبایلي سیمو لومړۍ ښځه ده چې په لومړي ځل یې په کمپینونو کې پوسټرې لګېدلې وې او په ولسي ځایونو کې یې په تقریرونو کې برخه اخیستې وه.
نوموړي دا خبره د جون پر ۲۵مه په اسلام اباد کې تر هغې وروسته وکړه چې پاريس مېشتې نړيوالې ادارې پاکستان په خړ لېسټ کې د ساتلو پريکړه وکړه.
غونډه د اسمبلۍ د سپیکر عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ کې وشوه او د بجټ مسوده د بلوچستان د خزانې وزیر میر ظهور بلیدي وړاندې کړه. په اسمبلۍ کې موجودو حکومتي غړو، بجټ بې له څه ترمیمه منظور کړ.
بایډن د خبرو له پیل مخکې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ:"د افغانستان او د امریکا ترمنځ مشارکت پای ته نه رسېږي. بلکې دوام به وکړي. زموږ سرتېري له افغانستانه وځي خو زموږ ملاتړ پای ته نه رسېږي. موږ له افغان ځواکونو سره او همدا راز په اقتصادي او سیاسي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو."
وسله وال سنګوريان د افغانستان هلمند ولايت لښکرګاه ګېرچاپېره د کمربندونو په جوړولو سره له تېرو شپږو کلونو راهیسې د طالبانو مخه ډب کړې ده. له دې ډلې سره د افغان حکومت ملاتړ شامل دی او جنګيالي یې داسې خلک دي چې په جګړو کې یې خپل خپلوان وژل شوي. د دغه غچ اخیستو احساس او له سيمې سره بلدتيا یې د بریاليتوب راز ګڼل کېږي. په دې اړه د اې اېف پي خبري اژانس له ویډيو د بشيرګواښ جوړ کړی دا راپور وګورئ.
د خيبر پښتونخوا کروندګر وایي، ږلۍ او تېز باران یې فصلونه زښت زیانمن کړي دي چې له وجې یې هغوی له زیات تاوان سره مخ شوي. دوی وايي، په پټو کې یې تمباکو او نورو تیار فصلونه له وخته مخکې وهلي او نوي فصلونه یې پکې کرلې دي. نور حال په دې وېډیويي راپور کې.
افغان ولسمشر اشرف غني او د دې هېواد د ملي مصالحې د عالي شورا رمشر عبدالله عبدالله د جون پر ۲۵مه په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جو بایډن سره وکتل. بایډن په دې کتنه کې وویل چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي خو له دې هیواد سره به د واشنګټن ملاتړ روان وي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.