د جون پر ۲۱مه د خوست هوايي ډګر ته له دوبۍ څخه لومړنۍ نړیواله الوتنه وشوه او دې ولایت ته يې ۹۰ تنه مساپر ولیږدول. د خوست اوسېدونکو د دې ولایت هوايي ډګر ته لومړنۍ پرواز په خوشالیو ولمانځه او غوښتنه يې وکړه چې له دې ځایه دې هم د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته پروازونه پیل شي. خوست په عربي هېوادونو کې زرګونه مساپر لري، چې ډیری هغه يې په ودانیزو چارو بوخت دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
رضا محمد رضا وايي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډاکټرانو له رپورټونو پرته هم پلټڼې کړې دي چې د ده په وینا، کره ثبوت لري چې عثمان کاکړ پر سر په ډېره ماهرانه توګه وهل شوی دی.
د عثمان کاکړ مړی به د جون پر ۲۳مه نېټه په خپل پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورو ته سپارل کېږي.
د پنټاګون ویاند جان کربي د جون پر ۲۲مه ماښام یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو برخه کې د ولسمشر جو بایډن ټاکلی مهلت پرځای دی،