د ''ږغ/غږ'' ناوړه پښتني دود ښکار ګل مینه وایي چې کله دې په ۱۲م جماعت کې سبق ویلو نو په قلا سېف الله کې یو تن د دوی په کور د دې رشتې لپاره غږ وکړ او د دې د کور مخې ته یې درې ډزې وکړې او دا چیغه یې خوره کړه چې ګل مینه دوی ''ومېرله'' او اوس بل چا ته نه شي کوژدن کېدلی. دې دود ته د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې 'اړه' ویل کېږي. د ګل مینې کورنۍ نهه کاله پر هغه کور چې دا یې (اړه) کړې وه، جرګې مرکې وکړې او عدالت ته هم ولاړه خو څه ګټه یې ونه کړه. له دغې پېښې وروسته یې له خپل کلي کډه وکړه او کوټې ته ولاړل... Читать дальше...
د خضدار انتظامي مشر بشیر احمد خبریالانو ته ویلي چې بس د جون تر ۱۱مې پر سهار د خضدار په کرخ سیمه کې د پیر عبدالقادر نقشبندي له مزاره د سیند صوبې دادو ښار ته په لار وو چې واوښت.
د مشال مرکه کې مو د باجوړ مولوي ګل داد مېلمه دی. په نننۍ خپرونه کې له نوموړي سره پر دې موضوع مرکه شوې چې ده په ۲۰۰۷ز کال کې په باجوړ کې د وسله والو خلاف مبارزه پيل کړې وه. په دې مبارزه کې د هغه ورور او تر ۱۳ زيات کسان وسله والو وژلي ول. د پاکستان حکومت مولوي ګل داد ته د وسله والو خلاف مبارزې لړ کې تمغه شجاعت ورکړي. زموږ همکار ګل اياز نوموړي سره مرکه کړي.
په څېړنه کې ویل شوي چې په دې پروژو کې خورا زیاتې مسلې دي خو پر دې سربېره به هم دا پروژه دوام ومومي.
دوی زیاتوي، په دې ولایت کې د کرونا وبا پېښو ته د رسیدنې په موخه د ټولو روغتیايي مرکزونو د امکاناتو او نیمګړتیاوو اساسي ارزونه پیل شوې، چې په دوه اونیو کې به بشپړه شي.
د نړۍ په لسګونه هېوادونو کې خلک د کورونا وایرس لپاره ټېسټونه کوي، خو په هند کې چارواکو د فیلانو معاینې هم پیل کړي دي چې هغوی پر وخت د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له خطره وژغوري. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د بریتانیا وزیراعظم بورېس جانسن وایي، د امریکا ولسمشر جو بایډن لېواله دی چې له دوی سره له اقلیمي بدلونه نیولی تر کووېډ-۱۹ او د امنیت په ګډون پر یوشمېر مسلو کار وکړي. جانسن له بریتانیا سره د بایډن د همکاري لېوالتیا 'د تازه باد هوا له یوې ساه' سره تشبیه کړې ده. جانسن د امریکا له ولسمشر سره تر ملاقات وروسته وویل، خبرو یې نژدې یو نیم ساعت دوام وکړ او په ګډه سخت کار سره کوي: "موږ پر ګڼو موضوعاتو خبرې وکړې، دا ډېر په زړه پورې دي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ادارې او خپله د بایډن خبرې واورېدل شي. ځکه... Читать дальше...
له دود سره سم، د پاکستان حکومت د نوي مالي کال بجټ تر وړاندې کولو یوه ورځ مخکې اقتصادي سروې رپورټ خپروي.
د خيبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۱۸مه د بوديجې وړاندې کولو لپاره د اسمبلۍ غونډه وربللې ده خو تر دې وړاندې د صوبې اعلا وزیر د بجټ په اړه د قبايلي ضلعو د اسمبلۍ له استازو سره سلا مشورې کړې دي.