بیګا شپه د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پولیسو لخوا یو هینو موټر چې تر څلور ټنه زیات باروت پکې ځای پر ځای شوي ول، له ډرایور سره یوځای نیولي دي. نن د دوشنبې په ورځ د خوست امنیه قوماندان سمونوال سیف الله سرحدي مشال راډيو ته وویل، په نیول شوي موټر کې له چاودیدونکو توکو سربیره ۸۵ دانې ۵ کیلويي بمونه هم ځای پر ځای شوي ول. نوموړی زیاتوي، چې یاد موټر يې د خلکو د همکارۍ او کشفي مالوماتو لارې نیولی دی. سمونوال سیف الله سرحدي وايي دا لارۍ یې د خوست د کشفي او امنیتي ځواکونو د ولسونو په همکارۍ... Читать дальше...
په خوست کې د ملي، نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو د ۸ لوبډلو تر منځ د کریکټ د شپږم پړاو پنځلس ورځنۍ لوبې روانې دي. د لوبو تابیا کوونکي وايي، له دې کاره يې موخه د رسنیو په منځ کې د همغږۍ او همکارۍ د روحیې پياوړي کول او ورزش ته د خلکو هڅول دي. یادې لوبې چې له شپږو کلونو راهیسې د ورزشي خبریالانو او شنونکو شورا په نوښت جوړیږي، جریان يې په ژوندۍ بڼه د سیمه ییزو رسنیو له لارې نشر ته سپارل کیږي. نن د دوشنبې په ورځ په خوست کې د ورزشي خبریالانو او شنونکو شورا مشر بهار سمسور د رسنیز کریکټ جام په اړه مشال راډیو ته داسې وویل... Читать дальше...
د بنو جانيخېلو له حکومت سره تر کامیابو مذاکراتو وروسته خپل پرلت او احتجاج ختم کړ او د وژل شوي ملک نصیب خان جسد یې خاورو ته وسپارلو. دوی دا احتجاج د مې پر ۳۱مه پیل کړی و چې نږدې یو میاشت یې دوام وکړ. عمر وزیر پرې ویډیويي راپور جوړ کړی.
ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د پاکستان حکومت په مرسته په دغه هيواد کې مېشت رجسټرډ افغان کډوالو ته د پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) کارډونو پرځای سمارټ کارډونه ورکوي خو يوشمېر کډوال بيا د نومليکنې دغه پروسه ستونزمنه يادوي. په اسلام اباد کې ميشت يو کډوال محمد واحد وايي، يو اېن اېچ سي ار د نومليکنې لپاره په اسلام اباد کې يو سېنټر جوړ کړی او د زيات رش له وجې یې سمارټ کارډ ترلاسه نکړو. نوموړی وايي، "د کله نه چې د نوي کارډونو ورکولو پروسه شورو شوې، له هغې راهيسې يې مشکلات هم زيات شوي، کار... Читать дальше...
د وچکالۍ له امله په کور دننه بېځایه شوي که له وړاندې د حکومت لپاره یوه اندېښنه وه، خو جګړې دا ناورین یو په دوه کړی. یو له دغو ناورین ځپلو شاهګل ده، دې خپله ودانه مېنهیې ځکه پرېښې چې هره ورځ جګړې یې ژوند ورتریخ کړی و. یوازې دومره نه، بلکې په همدې جګړه کې یې پلار او خاوند دواړه بایللي. دا چې خپله اصلي سیمه نهښيي او کندهار ښار ته راکډه شوې وايي، روان تاوتریخوالي یې برخلیک له خپله کوره د سړک تر غاړې راورساوه. شاهګل زیاتوي: "له خپلو دوو لاسونو او دوو پښو پرته مو هېڅ هم له خپله کوره راونهویستل. Читать дальше...
پښتونخوا میپ د حکومتي عدالتي کمیشن د اعلان په باب وویل چې د عثمان خان کاکړ د قاتلانو د نیولو لپاره پکار ده چې په آزاده توګه پلټنې وشي.
د سوات په مینګوره کې په یوه شخصي ښوونځي کې د ساینسي نمونو نندارتون جوړ شوی چې پکې جینکو خپل جوړ کړي شیان اېښودي ول. نندارتون ته ورغلي پوهان او استادان وايي چې زده کوونکو د فزکس او کېميا په فارمولو او اصولو ولاړ داسې نمونې جوړ کړې چې هغه په ورځني ژوند کې استعمالېږي.