محمود خان اڅکزي وویل، چې عثمان خان په سېنېټ کې دا خبره کړې وه، چې ده ته دړکې ورکول کېږي چې دا نظریات دې پرېږده، دا د پښتانه د حق خبره پرېږده، ګنې بیا به دا درسره وکړل شي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، هېواد يې غواړي چې د افغانستان په سوله کې د واشنګټن ملګرتيا وکړي خو البته امريکا ته به اجازه ورنکړي چې په پاکستان کې پوځی اډې جوړې کړې. نوموړي دا خبره په امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوست کې ليکلې چې د جون پر ۲۱مه نېټه خپره شوې ده. امريکا ته پاکستان پخوا هم پوځي اډې ورکړې دي. پوښته دا ده چې د وزيراعظم عمران خان امريکا ته د پوځي اډو نه ورکولو دا خبره يوازې د ولس د مطمينه کولو لپاره کړې ده او که نه په رښتيا هم دغسې يو اقدام پاکستان د ځان په ګټه نه بولي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي.
د لاهور پولیسو مشر غلام محمد ډوګر خبریالانو ته وویل چې چاودنه د جون پر ۲۳مه ماسپښین مهال په جوهر ټاون سیمه کې شوې.
عثمان کاکړ چې په خپل ګوند او ولس کې د عثمان لالا په نامه پېژندل کېدلو، جنازه به یې نن (جون ۲۳ مه) د ماځیګر پر پینځو بجو په خپل پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورو ته سپارل کېږي.
د جنازې په مراسمو کې یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو او ګڼو مدني فعالانو ګډون کړی و، چې ځینو ویناوالو په خپلو څرګندونو کې د عثمان کاکړ مړينه يوه نه جبرانېدونکي ضایعه او د استخباراتي کړيو کار وباله.
محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د جون پر ۲۲مه انلاین غونډې ته وویل، د طالبانو ډله لا هم له ځینو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.
د جون پر ۲۲مه دې بحث کې له لومړنیو ویناوالو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز وه چې ویل یې له مې میاشتې راهیسې له ۵۰ زیاتې ولسوالۍ طالبانو نیولې دي.