په کراچۍ کې د باجوړ اوسېدونکو د خپل هغه کليوال د وژنې پر ضد مظاهره کړې چې څو ورځې مخکې وژل شوی وو. د کراچۍ پریس کلب مخې ته راغونډو شوو دې خلکو ويل چې عطاالله د قلنګ یا بتې نه ورکولو له امله وژل شوی او حکومت یې بايد قاتلين ونیسي. پولیس واييدوی مقدمه درج کړې او پلټنې یې پيل کړې دي.
د خيبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشرانو، پخوانيو او موجوده پارليماني غړو وزیرانو، ضلعي او تحصیل ناظمانو په يوه غونډه کې د افغانستان په روانو حالاتو د اندېښنې په ښودلو سره ويلي چې ښايي په خیبر پښتونخوا کې امن بيا خراب شي. د جون په ۲۶مه په اسلام آباد کې د ۶۵ سیاسی مشرانو یوه غونډه د پخواني وفاقي وزیر او د پيپلز ګوند د يو مشر خواجه محمد خان هوتي په مشرۍ کې وشوه. دوی پرېکړه وکړه چې په دې لړ کې به يوه لويه جرګه هم راغواړي. هوتي د جون په ۲۷مه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل غواړي په روانو... Читать дальше...
د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمیټې غړی ملک عبیدالله کاسي د جون په ۲۶مه د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې تښتول شوی دی. د دې ګوند د مشرانو او ځاييچارواکو په خبره کاسي خپل کور ته روان وو چې نامعلومو وسله والو د ځان سره بوت. د جون په ۲۷مه د دې ګوند صوباييجنرل سيکريټري مابت کاکا مشال رېډيو ته وويل ملک کاسی د عثمان کاکړ په جنازه کې تر ګډون وروسته خپل کلي کتیر ته پر لارې تښتول شوی. تر پېښې وروسته د عوامي نېشنل ګوند غړو احتجاج وکړ او د کوټې – چمن ترمنځ سړک يې وتاړه. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې کاسي دې پېدا او خوشي کړي. Читать дальше...
د قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر حکم کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړی خورشید شاه پارليمان ته حاضر کړل شي. دوی دواړه په بېلابېلو تورونو په جېل کې دي. پر عليوزیر د ریاست خلاف د خلکو د پارونې او پر خورشيد شاه د درغليو تورونه دي. دوی دواړه دا تورونه بې بنياده او سياسي سازش ولاړ بولي. په قامي اسمبلۍ کې پر وفاقي بجټ بحث روان دی چې پرې د خبرو لپاره د دې غړو خبره کول ضروري ګڼل شوې. د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن د جون... Читать дальше...
په افغانستان کې په داسې حال کې د تشدد پېښې زیاتې شوې چې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ په قطر کې مذاکراتو څه نتيجه نه ده درلودلې. په افغانستان کې د تشدد دا لړۍ د مې په مياشت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل سره تونده شوې ده. په پاکستان کې د سیاسي او مذهبي ګوندونو مشران وايي د دې جګړې د ختمولو لپاره ضرور ده چې افغانان په خپل منځ کې خبرو ته دوام ورکړي او د نړيوالو تر څنګ د افغانستان ګاونډي هیوادونه د لاسوهنې پر ځای مثبت رول ولوبوي. د عوامي نېشنل ګوند ویاند زاهد خان د جون پر ۲۷مه مشال راډیو... Читать дальше...
د پاکستان کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد وايي، د افغانستان او ايران سره پر پولو د اغزن تار بشپړولو ته نیږدي شوي دي. شيخ رشيد د جون پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار لګولو چارې ۸۸ فيصده بشپړې شوې چې راتلونکې مياشت کې به مکمل شي. ده وويل چې له ايران سره پر پوله د غيرقانوني تګ راتګ مخنيوي لپاره د ازغن تار لګولو کار ۴۶ فيصده مکمل شوی او په ډېسېمبر مياشت کې به سر ته ورسېږي. د شيخ رشيد په خبره د دې اغزن تار په بشپړېدو سره به د قاچاقبرانو او وسله والو د تګ راتګ مخه ونيول شي. Читать дальше...
د روس د یوه پخواني زندان په ودانۍ کې اوس ۱۱۸ غریبې کورنۍ اوسېږي او دغه زندان خپل کور ګڼي چې پکې د بینادي اسانتیاوو سخت کمی دی. دې خلکو د بېلا بېلو مشکلاتو لوجې په دې پخواني زندان کې سر پناه اخیستې. که څه هم دوی د حکومت لخوا د کورونو ورکولو انتظار کوي خو ځینې کورنۍ یې له تیرو ۲۵ کلونو راهیسې په انتظار دي. په دې هکله د مشال رېډیو د خبر مرکزي څانګې په دې هکله رپورټ برابر کړی چې منورشاه یې درته وړاندې کوي.