وفاقي حکومت په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل چې اسلام اباد له چین او نورو هېوادونو څخه د واکسینو په درامد کې مشکل لري.
د بنو د جانیخېلو د احتجاجي ناستې منتظم او یو ځايي مشر ډاکتر ګل عالم وزیر وايي، حکومت ورسره د امنیت په اړه موافقه کړې خو عملي اقدامات غواړي. د سیمې خلکو د مې پر ۳۱مه د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې یوه ورځ وروسته پرلت پیل کړ. تر دې مخکې په مارچ کې هم د جانیخېلو خلکو د څلورو ځوانانو د مړو تر موندل کېدو ورسته پرلت وهلی وو چې د امنیت په اړه د حکومتي ډاډ او لیکلې موافقې په نتیجه کې یې ختم کړ. وزیر د جون پر ۱۶مه له مشال راډيو سره په مرکه کې تور پورې کړ چې حکومت د وسله والو پر وړاندې کوټلي ګامونه نه اخلي. Читать дальше...
د مشال مرکه کې مو د مومندو يو مشر ملک نادر منان مېلمه دی. په خپرونه کې له نوموړي سره په سيمه کې د امنیت او شخړو هواري پر موضوعاتو خبرې شوې دي. منان وايي، د مومندو مشران د نورو قبايلي سيمو پرتله د جرګې قوي نظام لري او په ښه ډول ټولې مسلې هواروي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د جون پر ۱۵مه نېټه د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال بجټ په اړه د اپوزیشن مشر میا شهباز شریف د وینا پر مهال د حکومت او اپوزيشن غړو شور جوړ کړ، یو بل ته يې سپکې سپورې وويلې او یو بل یې د بجټ په کتابچو وویشتل. د اسمبلۍ د غړو دغه برخورد پر ټولنيزو رسنيو په پراخه کچه غندل شوی. خو پوښتنه دا ده چې د پارلېمان د غړو دغسې برخورد د هغه هېواد سياست او جمهوريت ته څومره زيان رسولای شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له کارپوهانو سره څېړل شوې دي.
دا خبره اسد قيصر د جون پر ۱۶مه پر ټوېټر تر هغې یوه ورځ وروسته لیکلې چې د راتلونکي مالي کال پر بجټ د بحث پر وخت د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د حکومت او اپوزیشن غړو یو بل په سپکو نومونو یاد کړل، شور یې جوړ کړ او پر یو بل یې د بجټ د قانوني مسودې کتابچو وارونه وکړل.
د اسراييلو پوځ وايي، دا بريدونه يې تر هغه وروسته کړي چې په وينا یې، وسله والو له فلسطينه د اسراييلو جنوب ته اورينې پوکڼۍ ولېږدولې.
شاه محمود قریشي د جون پر ۱۴مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي، په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته ځي، خو په دې سفر کې دې د "ټولو ناکامیو مسوول" پاکستان نه ګڼي.
په کراچۍ کې د سیند پر غاړه د آسونو ځغل يو کلب ته ګڼې نجونه ورځي چې د اسونو ځغلول زده کړې وکړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې