نوموړي دا اعلان د جون پر ۲۳مه په مسلم باغ کې د ګوند د بلوچستان صوبايي مشر او پخواني سېنېټرعثمان خان کاکړ د جنازې مراسمو لپاره راغونډو شويو لسګونه زره کسانو ته وکړ.
د بلوچستان حکومت د بلوچستان عوامي پارټۍ، تحريک انصاف، عوامي نیشنل پارټۍ، بلوچستان نیشنل پارټۍ(عوامي) او هزاره ډېموکرېټک پارټۍ څخه جوړ دی چې مشري يې د اکثریتي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ سره تړاو لرونکی جام کمال کوي. په ۲۰۱۸ز کال د شويو ټولټاکنو په نتيجه کې جوړ شوی د جام کمال حکومت که له يوې خوا د اپوزيشن ګوندونو له فشار سره مخامخ دی نو بل لور ته د خپل ګوند ځينې غړي ورڅخه خپه دي او ورسره ورسره د اتحادي ګوند تحريک انصاف د صوبايي مشر سردار یار محمد رند هم وخت پر وخت ورڅخه شکايتونه کوي. خو یار محمد... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی اجمل عزيز دی. نوموړی په پېښور کې زېږېدلی خو له يوې مودې راهيسې د پنجاب په مرکز لاهور کې اوسي او هم هلته خپل هنري کارونه کوي. د عزيز د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د مشال مرکه کې مو په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند غړی احمد کريم کنډي مېلمه دی. د نوموړي مشر ورو فيصل کريم کنډی د پاکستان قامي اسمبلۍ مرستيال سپيکر پاتې شوی دی. نوموړي وايي، په اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو ولس د حقونو لپاره اواز پورته کړی دی. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.
د عثمان لالا جنازې ته چې څنګه بلوڅو خپل درناوی وښود، دې د هغه تړون یاد تازه کړ، څنګه چې پخوا د احمد شاه بابا او نصیر خان نوري په دور کې وو
دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې د اسیر منګل سره د هغه پر ژوند او کار خبرې کوو. اسیر منګل د ادبیاتو استاد، خوږ ژبی شاعر، افسانه نګار او ژباړن دی، تر څنګ یې هغه په پېښور کې د منګل کتاب کور په نوم د کتابونو د خپرېدو او خرڅلاو مرکز هم لري.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي مشر او پخواني سېنېټر عثمان کاکړ مړی د جون پر ۲۳مه په خپل پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي جنازې ته د یوشمېر ګوندونو مخکښو سیاستوالانو په ګډون ګڼ خلک ورغلي ول. عثمان کاکړ د جون پر ۲۱مه د کراچۍ په روغتون کې ومړ. نوموړی د جون پر ۱۷مه په خپل کور کې ژوبل او بېهوښه موندل شوی وو چې تر هغې وروسته یې په کوټه کې ډاکترانو د سر جراحي وکړه. د کاکړ کورنۍ وايي، پر هغه برید شوی وو. تر دې مخکې رپورټونه ول چې نوموړی په کور کې پرېوتی او ژوبل شوی وو. د بلوچستان... Читать дальше...